په پنجاب کې بغاوت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په پنجاب کې بغاوت د ۱۹۸۰ لسیزې له نیمایي څخه د ۱۹۹۰ لسیزې تر نیمایي پورې د سک ملتپاله جنګیالیو خالصتان غورځنګ له خوا یوه وسله واله مبارزه وه. په ۱۹۸۰ کلونو کې، وروسته له هغه چې د هند د دولت د متقابلو خبرو اترو په اړه د پام وړ بې غوري وښودله، غورځنګ په بېلتون غوښتونکي غورځنګ بدل شو. زرغون انقلاب یو شمېر ټولنیز او اقتصادي بدلونونه راوستل چې په پنجاب ایالت کې یې په سیاست کې د ډلبازۍ سربېره د هند د یووالي حکومت او د پنجاب د کلیوالي سیکانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړ. پاکستاني ستراتیژیستانو بیا د خالصتان غورځنګ د جګړه پاله اړخ څخه ملاتړ پیل کړ. [۱][۲]

د ۱۹۷۲ کال د پنجاب ایالت په ټولټاکنو کې کانګرس بریالی او آکالي دال ماتې وخوړه. په ۱۹۷۳ کال کې، آکالي دال د آنندپور صاحب پرېکړه لیک وړاندې کړه ترڅو د پنجاب ایالت ته د نورو خپلواکو واکونو غوښتنه وکړي. د کانګرس حکومت دا پرېکړه لیک یو بېلتون غوښتونکی سند وګڼه او رد یې کړ. جرنیل سنګ بهندرانوال بیا د آکالي دال سره یوځای شو ترڅو د آنندپور صاحب د پرېکړه لیک د پلي کولو لپاره په ۱۹۸۲ کال کې د درام یود مورچه په لاره واچوي. بهندرانوال د آنندپور د پرېکړه لیک په تصویبولو کې د خپل سیاست له کبله د سکانو په سیاسي حلقه کې شهرت ته رسېدلی ؤ، چې په ناکامه کېدو یې هغه غوښتل د پنجاب نیمه خودمختاره، فدرالي سیمه د سکانو خاوره اعلان کړي.   [۳][۴][۵]

حکومت بهندرانوال ته په پنجاب کې د سک جګړه مارۍ په لاره چولو اعتبار ورکړ. د بهندرانوال تر مشرۍ لاندې د خلکو په شمېر کې چې خالصه ته ننوتل، زیاتوالی راغی. په سک ارزښتونو باندې د سیاستوالو د روان برید په هلکه یې د خلکو په منځ کې د پوهاوي کچه هم لوړه کړه، ادعا یې وکړه چې غواړي چې په سکیزم باندې نفوذ وکړي او د پان هندي هندویزم سره د تلفیق له لارې د هغه انفرادیت له منځه وړي. بهندرانوال او پیروانو یې د ځان د دفاع لپاره هر وخت د توده وسله ګرځوله. هغه د خپلو جنګیالیو پیروانو سره یوځای په ۱۹۸۳ کال کې د آکال تخت اشغال او پیاوړی کړ. پداسې حال کې چې منتقدین ادعا کوي چې هغه په ۱۹۸۳ کال کې د نیول کېدو څخه د تېښتې له وجهې هلته ننوت، د نیولو هېڅ حکم د هغه په ​​نوم نه ؤ صادر شوی او هغه په ​​منظمه توګه د آکال تخت دننه او بهر د مطبوعاتو سره مرکې کولې. هغه د سک دین ودانۍ خپل د واکمنۍ مرکز کړ او د ستر جنرال شابیګ سنګ په قوي ملاتړ یې په پنجاب کې د ځانواکۍ لپاره مبارزه رهبري کړه. دوی بیا په آکال تخت ته پناه یوړه، ځکه چې د بلو سټار عملیاتو څخه په مخکې میاشتو کې د سیکانو پر وړاندې غیر قضایي تاوتریخوالی زیات شو.  [۶][۷][۸]

د بلو سټار عملیات د ۱۹۸۴ کال د جون په ۱ په لاره واچول شول ترڅوهغه او وسلوال جنګیالي یې د زرین معبد ټولګې څخه ایسته کړي. بهندرانوال د جون په ۶، د ګورو ارجان ډېو مړینې په ورځ، په علمیاتو کې د هند نظامیانو له لوري ووژل شو. علمیات په ګورودوارا کې ترسره شول، چې د سکانو ترمنځ د تاوتریخوالي لامل شو او د خالصان غورځنګ ته یې ملاټر زیات کړ. د هند لومړی وزیر، اندیرا ګاندي د علمیاتو څخه څلور میاشتې وروسته، د ۱۹۸۴ کال د اوکټوبر په ۳۱ د هغې د دوو ساتونکو، سټوانټ سنګ او بينټ سنګ په غچ کې ترور شوه. د اندیرا د مړینې خلکو له امله د خلکو اعتراض په ۱۹۸۴ کال کې د سکانو د عام وژنې لامل شو. دې پیښو د پاکستان له لوري د ملاتړو سک جنګیالیو ډلو په تاوتریخوالي کې مهم رول ولوباوه او پنجاب یې د ۱۹۹۰ کال لسیزې تر لومړیو پورې کله چې د خالصتان غورځنګ سوکه شو، له منځه یوړ.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

اورپکي د ۱۹۹۰ کلونو په نیمایي ک پای ته ورسېده او د خالصتان غورځنګ د زیاتو لاملونو، لکه د ملکي خلکو او اورپکو په وړاندې د پولیسو سخت ځپل، د ډلو ترمنځ خپلمنځۍ جګړې او د خلکو د ملاتړ له لاسه ورکول، له امله خپلو موخو ته و نه رسېد چې تر ۱۹۹۳ کال پورې اورپکي د قانون تر سیوري لاندې راغلل.  

شالید[سمول]

د پنجاب صوبې خوځښت په ۱۹۵۰ کلونو کې د پنجاب ایالت د ژبني بیاتشکیل او د پنجابي ژبې د حیثیت لپاره پیل شو، چې په ۱۹۶۶ کال کې حکومت بالاخره د ایالتونو د بیا تشکیل د کمیسون له نیوکو او سپارښتنو وروسته ومنله. وروسته د ختیځ پنجاب ایالت د هیماچل پردیش، نوی ایالت هریانا او اوسنی پنجاب په ایالتونو باندې ووېشل شو.[۱۳][۱۴]

د ملي اصلي تحریک څخه د سیکانو د جلا کېدو بهیر د خپلواکۍ څخه لږ وروسته د ملي او سیمه ایزو ګوندونو او سازمانونو، لکه راشتریه سویم سیوک سنګ (RSS)، جان سنګ، او آریا سماج، د اشتراکي نظام د لیدلوري له امله رامنځته شو چې د کانګرس د ناسم چلند او سیمه ایزو سیاستوالو او ډلو له خوا لاپسې پراخ شو. د هندي جنرال افر کریم په وینا، زیاتره څارونکي په دې باور دي چې د بېلتون غوښتنې احساسات په ۱۹۵۱ کې هغه وخت پیل شول چې پنجابي هندوانو د سخت دریځو کړیو تر اغیز لاندې پنجابي ژبه بې برخې کړه، او "د پنجابي صوبې په مفکورو کې شکونو" دوه اړخیز شک، تریخوالی او نور غلط پوهاوی د دواړو ټولنو تر منځ رامنځته کړ. د ۱۹۶۶ کال تشکیلاتو سیکان په پراخه کچه، د چندیګر له نه حل شوي دریځ او د سیند د اوبو وېش د سختو احساساتو سره، ناخوښه پرېښودل.  [۱۵][۱۵]

پداسې حال کې چې په پنجاب کې شنه انقلاب زیاتره مثبتې اغېزې درلودې، د میکانیزه کرنیزو تخنیکونو معرفي د شتمنۍ د ناعادلانه وېش لامل شوه. صنعتي پرمختګ د کرنیز پرمختګ په بڼه په ورته چټکتیا سره ترسره نه شو، چې د هند حکومت په پنجاب کې د درنو صنایعو په جوړولو کې زړه نازړه و، ځکه چې له پاکستان سره یې د لوړ خطر سرحدي ایالت په توګه ګڼل کېده. د لوړو زده کړو په فرصتونو کې چټک زیاتوالی پرته له دې چې په دندو کې غوره زیاتوالی را منځ ته شي، د لوستو ځوانانو د وزګارۍ د زیاتوالي لامل شو. په پایله کې کلیوال وزګار سک ځوانان د اورپکو ډلو ته لېوال شول او د اورپکۍ د ملا تیر یې را منځ ته کړ.  [۱۶][۱۷][۱۸]

اکالي ډیل د ۱۹۷۲ کال د پنجاب په ټاکنو کې له ماتې وروسته، په ۱۹۷۳ کال کې د انندپور صاحب پرېکړه لیک وړاندې کړ ترڅو دې او نورو ستونزو ته ځواب ووایي او پنجاب ته یې د لا زیاتې خپلواکۍ غوښتنه وکړه. په پرېکړه لیک کې دیني او سیاسي موضوعاتو هم ګډون درلود. دې د سک دین د رسمیت غوښتنه وکړه او دا یې هم وغوښتل چې په عمومي ډول واک له مرکزي څخه ایالتي حکومتونو ته ولېږدول شي. د انندپور پرېکړه لیک د حکومت له خوا د بېلتون غوښتونکي سند په توګه رد شو. په زرګونو خلک له دې غورځنګ سره یو ځای شول ځکه چې دو احساس کاوه چې دا خوځښت د غوښتنو، لکه د اوبو لګولو لپاره د اوبو لویه برخه او پنجاب ته د چندیګر د بېرته راستنېدو لپاره، د حقیقي حل لارې په بڼه استازیتوب کوي. [۱۹][۲۰][۲۱]

په ۱۹۷۸ کال کې د سک - نیرنکاري نښتې د سیکانو په ټولنه کې وې، خو په پنجاب او ډیلي کې د ځینو هندوانو سنت نیرنکاري پلوه دریځ د نور وېش لامل شو. په دې کې د جان سنګ غړو لکه هربنس لال کنه، چې د امرتسر لپاره یې د سپېڅلې ښار د دریځ پر وړاندې په یوه لاریون کې برخه اخیستې وه، ګډون درلود او د "کچا، کارا، کرپان، بجو انکو پاکستان" په څېر پاروونکي شعارونه یې پورته کول چې معنی یې ("هغه څوک چې ۵ ک اغوندي (سیکان)، پاکستان ته ولېږی")، د سختو ضد لاریونونو لامل شو.[۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Ray, Jayanta Kumar (2007). Aspects of India's International Relations, 1700 to 2000: South Asia and the World. Pearson Education India. د کتاب پاڼې 484. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8131708347. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite report
  3. Singh, Khushwant (2005). The Anandpur Sahib Resolution and Other Akali Demands. oxfordscholarship.com/. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-908059-5. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Giorgio Shani (2008). Sikh nationalism and identity in a global age. Routledge. د کتاب پاڼي 51–60. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-42190-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Joshi, Chand, Bhindranwale: Myth and Reality (New Delhi: Vikas Publishing House, 1984), p. 129.
  6. Muni, S. D. (2006). Responding to Terrorism in South Asia. Manohar Publishers & Distributors, 2006. د کتاب پاڼې 36. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8173046711. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Robert L. Hardgrave; Stanley A. Kochanek (2008). India: Government and Politics in a Developing Nation. Cengage Learning. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-495-00749-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Mahmood 1996، م. 77.
  9. Asit Jolly (June 25, 2012). "The Man Who Saw Bhindranwale Dead: Col Gurinder Singh Ghuman". India Today. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Operation Blue Star: India's first tryst with militant extremism". Dnaindia.com. 5 November 2016. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Singh, Pritam (2008). Federalism, Nationalism and Development: India and the Punjab Economy. Routledge. د کتاب پاڼې 45. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-45666-1. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Documentation, Information and Research Branch, Immigration and Refugee Board, DIRB-IRB. India: Information from four specialists on the Punjab, Response to Information Request #IND26376.EX, 17 February 1997 (Ottawa, Canada).
  13. Ray, Jayanta Kumar (2007). Aspects of India's International Relations, 1700 to 2000: South Asia and the World. Pearson Education India. د کتاب پاڼې 484. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8131708347. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Singh, Atamjit. "The Language Divide in Punjab". South Asian Graduate Research Journal. Apna. 4 (1, Spring 1997). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Karim 1991، م. 29.
  16. Sumit Ganguly; Larry Diamond; Marc F. Plattner (2007). The State of India's Democracy. JHU Press. د کتاب پاڼې 56. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8018-8791-8. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Ray, Jayanta Kumar (2007). Aspects of India's International Relations, 1700 to 2000: South Asia and the World. Pearson Education India. د کتاب پاڼې 484. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8131708347. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Alvin William Wolfe; Honggang Yang (1996). Anthropological Contributions to Conflict Resolution. University of Georgia Press. د کتاب پاڼې 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8203-1765-6. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Akshayakumar Ramanlal Desai (1991). Expanding Governmental Lawlessness and Organized Struggles. Popular Prakashan. د کتاب پاڼي 64–66. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7154-529-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Ray, Jayanta Kumar (2007). Aspects of India's International Relations, 1700 to 2000: South Asia and the World. Pearson Education India. د کتاب پاڼې 484. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8131708347. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Karim 1991، م. 30.