په هندوئېزم کې ښځې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هندوئېزم ته اړوند متنونه د ښځو د ځایګي اړوند بېلابېل لیدلوري لري، چې د لویې الهې څخه رانیولې آن تر دې چې هغوی یوازې جنسیتي رولونو ته محدودې کوي. د هندوئېزم لپاره په مقدس اثر ریګ ودا کې د دیوي سوکتا (Devi Sukta) سرود، ښځینه انرژي د نړۍ د جوهر په توګه توصیف کوي چې له امله یې ماده او شعور، ابدیت او لایتناهي توب، متافزیکي او تجربي واقعیت (برهمن)، روح او هر څه رامنځته شوي. ښځه په یو شمېر هندویي اوپانیشادونو (لرغونو متنونو)، ساسترا او پرانا لرغونو متنونو په ځانګړې توګه په دیوي اوپانیشاد (Devi Upanishad)، دیوي مهاتمایا (Devi Mahatmya) او دیوي-بهاګوت پرانا (Devi-Bhagavata Purana) کې د تر ټولو ځواکمنې او پیاوړې قوې په توګه ستایل کېږي. [۱][۲][۳]

د لرغونو او منځنیو دورو هندويي متنونه په هندو آئین کې د ښځو او د هغو د دندو بېلابېل انځورونه وړاندې کوي. دغه متون اته ډوله واده په رسمیت پېژني چې د لور لپاره د هغه د پلار له خوا د ژوندانه د شریک د موندلو او د هغه د رضایت د ترلاسه کولو (د برهما یا دیویک واده) څخه رانیولې تر دې چې نجلۍ او هلک د والدینو له مشارکت پرته یو بل پیدا کړي (ګنداروا واده) او همدارنګه تر پاشاچیک (د خدای له برکت پرته) واده پورې چې په کې د ورناشرم دهرم (varnashram dharm) پیروی نه کېږي او د والدینو رضایت په کې نه اخیستل کېږي؛ په کې شاملېږي. څېړونکي بیانوي چې د ودایي دوران په هندویي متنونو کې ولور یا ساتي شتون نه درلود. دغه کړنلارې په ډېر احتمال سره له میلاد وروسته دویمه زریزه کې د هند په نیمه لویه وچه کې د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو له امله دود شوې. د تاریخ په اوږدو کې هندويي ټولنې ګڼ شمېر ښځینه واکمنانې لکه ردورما دیوي (Rudramadevi)، د اندال (Andal) په څېر مذهبي او سپېڅلي څېرې، د میتریئ (Maitreyi) په څېر فیلسوفانې او همدارنګه د ودایي هندويي آئین پلې کوونکې/مخته وړونکې لرلې دي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

برایانت څرګندوي چې هندوئېزم له لرغونې زمانې څخه تر نن ورځې پورې د نړۍ د لویو ائینونو ترمنځ په پیاوړې حضور ښځینه الهې لرلې دي. په شاکتي او شیوا هندویي آئینونو کې الهو ته مرکزي رول ورکړل شوی. د مورسالارۍ الهیات چې په سانسکرېت او کلیوالي هندوئېزم کې د شاکتي عبادت ته اړوندېږي په بشپړه توګه دود دي او سربېره پر دې ګڼ شمېر هندویي ټولنې شتون لري چې مورسالاره لیدلوري لري.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

لرغوني متنونه[سمول]

ودایي ادبیات[سمول]

د لرغونو متنونو له یو شمېر ټاکل شوو برخو څخه په داسې توګه ګټنه کېږي چې وښيي ودائېزم د ښځو لپاره درناوی قائل دی. لکه د ریګ ودا د ۱۰م فصل دغه برخه چې په لاندې کې راغلې له هغو برخه څخه ده چې ښځینه د ټولو کایناتو اصلي سرچینه بولي.

لاندې سرود دیوي سوکتا بلل کېږي، [۱۶][۱۷]

زه ملکه یم، د ګنج راغونډونکې، تر ټولو پوهه، د هغو ټولو مخکښه چې د عبادت وړ دي.

           له همدې امله خدایانو زه ډېرو ځایونو او ګڼ شمېر کورونو ته د تلو او هلته د ژوند کولو لپاره دلته مستقره کړې یم.

یوازې زما له اړخه ټولو انسانانو ته چې لیدل کوي، ساه وباسي او هغه څه چې ویل کېږي اوري؛ هغوی ته خواړه ورکول کېږي چې وه یې خوري.

           دوی په دې نه پوهېږي، خو زه د نړۍ په ذات کې استوګنه یم. هماغه ډول چې زه وایم هماغسې حقیقت واورئ.

په رښتیا سره زه داسې خبرې څرګندوم او پر ژبه یې راوړم چې خدایان او خلک له هغو هرکلي کوي.

           زه هغه نارینه چې ورسره مینه لرم په فوق العاده بڼه یې پیاوړی کوم، هغه ته ډوډۍ ورکوم، حکمت ورکوم او هغه چاته چې برهمن پېژني.

زه کمان د رودرا لپاره کشوم څو د هغه غشی په نفرت پالنې ولګېږي او هغه له منځه یوسي.

           زه را پورته کېږم او خلکو ته د جګړې امر کوم، ځمکه او جنت مې جوړ کړي او د هغو د داخلي کنټرول کوونکې په توګه هلته یم.

د نړۍ په اوج کې زه پلار را وړاندې کوم: کور مې په اوبو کې دی، په سمندر کې.

           له دې امله زه په ټولو شته موجوداتو، د هغو د غوره باطن په توګه، په هغوی نظر کوم او هغوی په خپل شتون باندې ښکلي کوم.

ما ټولې نړۍ په خپله خوښه د بل هېڅ برتر ذات پرته جوړې کړې، په هغو کې مې نفوذ کړی او هلته استوګنه یم.

           زه لایتناهي او ابدي پوهه یم، دا زما عظمت دی چې هر چېرې حاضره یم.

ــ ریګ ودا ۱۰. ۱۲۵. ۳ – ۱۰. ۱۲۵. ۸ (

ورته مهال، دا په ډېره لږ بڼه منل شوې چې په ریګ ودا متنونو کې چې د هند د نیمه لویې وچې څخه د اندو آریایانو رسېدل مستند کوي په سلګونو داسې بیتونه شتون لري چې د ښځو محکومیت، انقیاد او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالو ته له هماغه مهاله پراختیا ورکوي. هغه پوهان چې د دغه ډول موضوعاتو اړوند بحث کوي په مخ پر زیاتوالي ډول د ځورونې، تښتونې او په مرګ د ګواښلو له امله چوپتیا غوره کوي. [۱۸]

ډاکټر آموتور سرینواسن یو له هغو پوهانو څخه دی چې څرګنده کړې یې ده چې «ریګ ودا هغه متن دی چې د ښځو ځایګی ټیټ بولي او دا ترویج کوي چې هغوی باید د نارینه و فرمان منونکې وي؛ همدارنګه لا هم په هندويي ټولنو کې په ښځو باندې ظلم ته دوام ورکوي».

اوپانیشادونه

مک ډانیال بیانوي چې د ریګ ودا دیوي سوکتا نظریات په شکتا اوپانیشادونو (اوپانیشادونه د هندوئېزم لرغونو متنونو ته ویل کېږي چې هر یو یې ځانګړې نوم لري) کې نسبتا وروسته ځای پرځای شوي، چېرې چې دیوي ادعا کوي چې هغه برهمن ده، له هغې څخه پراکرتي (ماده) او پروشا (شعور) رامنځته شوی او هغه نیکمرغه کوونکې او بدمرغه کوونکې ده؛ وداګان او هغه څه چې ورسره توپیر لري، زېږېدلي او نا زېږېدلي او مونث په پایله کې ټوله نړۍ جوړوي. هغه په ټولو پنځه ګونو عناصرو او هر هغه څه کې چې ورسره توپیر لري، هغه چې پورته دي، هغه چې لاندې دي او همدارنګه هغه څه یې چې په شاوخوا کې دي شتون لري او په دې سره د ټول جهان تمامیت ورته اړوند دی. دغه فلسفه په تریپوراتاپاني اوپانیشاد او باهوریچا اوپانیشاد کې موندل کېږي.[۱][۱۶][۱۹]

ورته مهال لرغوني اوپانیشادونه د ښځو او نارینه و اړوند ساکت دي او تر ډېره پورې په جنسیت نه لرونکي برهمن او له آتمن (روح، ځان) سره د هغو په اړیکې تمرکز لري. همدارنګه یو شمېر استثناآت هم په کې شتون لري. د بریهدآرنیکه اوپانیشاد له میلاد څخه شاوخوا ۸۰۰ کاله وړاندې جوړ شوی، د بېلګې په توګه د هغو په وروستي فصل کې د یو زده کوونکي د زده کړو اړوند راغلي چې د ګریهاشتا (کورني ژوند) په پړاو کې د هغه زده کړې په کې شاملېږي. [۲۰]

لرغونې هندويي حماسې[سمول]

په دوه لرغونو هندويي حماسو، رامانیا او مهابهاراتا کې د ښځو ونډه څو ډوله ده. په مهابهاراتا کې اصلي ښځینه رول لوبونکې، د دروپدي له ټولو پنځو پانداواسانو سره د ماتاکونتي په لارښوونه واده کړی څو د هغو شیانو له کتلو پرته چې پانداواسان یې راوړي وه یې ویشي. هغې ته دوریودانا سپکاوی کوي له همدې امله د هغوی د جګړې اصلي لامل د خپلې ښځې د عزت بېرته ګټل دي. د شري رام د ژوندانه اړوند په تاریخي حماسه رامیانا کې چې له میلاد ۸۰۰ زره کاله وړاندې په ترتایوګ کې جوړه شوې، سیتا ته درناوی کېږي او ستایل کېږي؛ همدارنګه د یوې پوهې او جلا نه منونکې محبوبې په توګه بلل کېږي، خو د رام د کډې، کور سمبالونکې او آیډیال شریکې په توګه ژوند کوي. په هندي ډرامو کې د ښځو له خوا د رامیانا شفاهي لوستل په کور کې د خوشالۍ، ښو اولادونو او غوره سلامتیا لامل ګرځي او کورنیو ته له بدچانسۍ او ستونزو څخه نجات ورکوي.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ McDaniel 2004، مم. 90-92.
  2. C. Mackenzie Brown (1990), The Triumph of the Goddess, State University of New York Press, ISBN , page 77
  3. Thomas Coburn (2002), Devī Māhātmya: The Crystallization of the Goddess Tradition, Motilal Banarsidass, ISBN 978-8120805576, pages 138, 303-309
  4. Rajbali Pandey (1969), Hindu Sanskāras: Socio-religious Study of the Hindu Sacraments, ISBN 978-8120803961, pages 158-170 and Chapter VIII
  5. The Illustrated Encyclopedia of Hinduism: A-M, James G. Lochtefeld (2001), ISBN 978-0823931798, Page 427
  6. Witzel, Michael (1996). "Little Dowry, No Sati: The Lot of Women in the Vedic Period". Journal of South Asia Women Studies. 2 (4). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Brick, David (April–June 2010). "The Dharmasastric Debate on Widow Burning". Journal of the American Oriental Society. 130 (2): 203–223. JSTOR 23044515. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Yang, Anand A.; Sarkar, Sumit (ed.); Sarkar, Tanika (ed.) (2008). "Whose Sati?Widow-Burning in early Nineteenth Century India". Women and Social Reform in Modern India: A Reader. Bloomington, Indiana: Indiana University Press. د کتاب پاڼي 21–23. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780253352699. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  9. Sashi, S.S. (1996). Encyclopaedia Indica: India, Pakistan, Bangladesh. 100. Anmol Publications. د کتاب پاڼې 115. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788170418597. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. Bryant, Edwin (2007), Krishna: A Sourcebook, Oxford University Press, د کتاب پاڼې 441 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. David Kinsley (2005), Hindu Goddesses: Vision of the Divine Feminine in the Hindu Religious Traditions, University of California Press, ISBN 978-8120803947, pages 6-17, 55-64
  14. Flood, Gavin, ed. (2003), The Blackwell Companion to Hinduism, Blackwell Publishing Ltd., ISBN 1-4051-3251-5, pages 200-203
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ McDaniel 2004، م. 90.
  17. Brown 1998، م. 26.
  18. https://www.cbc.ca/news/canada/academics-harassed-criticism-india-politics-1.6402486
  19. McDaniel 2004، م. 91.
  20. Paul Deussen, Sixty Upanishads of the Veda, Volume 1, Motilal Banarsidass, ISBN 978-8120814684, pages 534-539