په نیوزلنډ کې اقلیمي بدلونونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په نیوزلنډ کې د اقلیمي بدلونونو په موضوع کې د نیوزلنډ په اقلیم کې تاریخي، اوسني او راتلونکي بدلونونه او همدارنګه د نړیوال اقلیمي بدلون په برخه کې د نیوزلنډ ونډه او د هغو غبرګون شاملېږي. اوړي یې ورځ تر بلې اوږده او ګرمېږي چې له امله یې یو شمېر طبیعي یخچالونه په بشپړه توګه ویلي او یا هم کوچني شوي دي. په ۲۰۲۱ زکال کې د دغه هېواد د چاپېریال ساتنې وزارت اټکل وکړ چې نیوزلنډ د ټولې نړۍ د ناخالصه ګلخانه یي ګازونو د تولید ۰.۱۷ سلنه برخه تولید کوي. ورته مهال د سړي سر حساب له مخې نیوزلنډ په پام وړ کچه ګلخانه یي ګازونه تولید کوي چې د لومړني ضمیموي نوملړ په شپږو زیات تولید کوونکو هېوادونو کې شاملېږي، په داسې حال چې د مطلق ناخالص انتشار له مخې نیوزلنډ د ګلخانه یې ګازونو د تولید کوونکو هېوادونو په کتار کې ۲۴م ځایګی لري. [۱][۲][۳][۴][۵]

د نیوزلنډ د ګلخانه یي ګازونو نږدې نیمايي تولید له کرهڼې څخه دی چې په دغو کې میتان د پسونو او غویانو له ارمېږي څخه خارجېږي. له ۱۹۹۰ زکال څخه تر ۲۰۱۹ زکال پورې د دغو ګازاتو د تولید ناخالصې کچې (د ځمکې او ځنګلونو له خوا د جذب کېدونکې کچې پرته) ۲۶ سلنه زیاتوالی وموند. خو که چېرې د ځنګلونو په واسطه د کاربن ډای اکسایډ جذب په پام کې ونیول شي، بیا یې نو خالص انتشار له ۱۹۹۰ زکال راهیسې ۳۴ سلنه زیاتوالی لرلی. [۶][۷][۸]

د نیوزلنډ مدني ټولنه او دولت د اقلیمي بدلونونو اړوند بېلابېل غبرګونونه ښيي. په دغو کې د اقلیمي بدلونونو په اړوندو نړیوالو هوکړو او ټولنیزو سیاسي بحثونو کې ګډون هم شاملېږي. نیوزلنډ د ګلخانه یي ګازونو د سوداګرۍ یوه طرحه لري، ورته مهال یې په ۲۰۱۹ زکال کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د غبرګون (کاربن صفر) اصلاحي منشور معرفي کړ چې له مخې یې د اقلیمي بدلونونو اړوند کمیسون رامنځته شو او هغو ته یې د ګلخانه یي ګازونو د خپرېدو اړوند دولت ته د پالیسیو د جوړولو او د بودیجې د تخصیص په برخه کې د مشورې ورکولو مسئولیت ور تر غاړې کړ. [۹][۱۰]

نیوزلنډ په ۲۰۱۹ زکال کې د اقلیمي بدلونونو د کمښت په موخه ګڼ شمېر ژمنې وکړې چې په دغو کې تر ۲۰۵۰ زکال پورې صفر ته د خالص کاربن د خپرېدو د کچې رسول، تر ۲۰۲۸ زکال پورې د یو میلیارد ونو کرل او تر ۲۰۲۵ زکال پورې د ګلخانه یي ګازونو د تولید څخه د مخنیوي په پالیسۍ کې د بزګرانو ورګډول شامل وو. همدغه کال نیوزلنډ په سمندر کې د ګازو او نفتو د استخراج په موخه نوې کنستنې منع اعلان کړی او پرېکړه یې وکړه چې د هرې مهمې پرېکړې وړاندې باید د اقلیمي بدلونونو اړوند مسایل وارزول شي. د ۲۰۲۰ زکال د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې لومړۍ وزیرې جاسیندا آردرن د اقلیمي بدلونونو په برخه کې د بېړني حالت اعلان وکړ او ژمنه یې وکړه چې د نیوزلنډ دولت به دغه هېواد تر ۲۰۲۵ زکال پورې د کاربن لرونکو ګازونو څخه په پاک هېواد واړوي. د دغې چارې په موخه په کلیدي نوښتونو کې د عامه سکتور له خوا د برېښنايي او هایبرډي وسایلو پېر، له نویو ودانیزو معیارونو (شنو معیارونو) څخه د ټولو دولتي ودانیو پیروي او همدارنګه په تدریجي بڼه عامه سکتور ته د اړوندو ټولو هغو ۲۰۰ بخار خانو تړل شامل و چې د ډبرو د سکرو پر مټ چلول کېدلې. [۱۱][۱۲][۱۳]

په طبیعي چاپیریال اغېزې[سمول]

د تودوخې او هوا بدلونونه[سمول]

نیوزلنډ له ۱۹۰۰مې لسیزې راهیسې د هوا د تودوخې د کچې اړوند باور وړ شواهد لري. د تودوخې کچه د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د هوا سنجونې له اوو سټېشنونو څخه د معلوماتو د راغونډونې او بیا له هغو څخه د منځنۍ کچې د ټاکلو پر مټ مالومېږي.

د نیوزلنډ د اوبو او اتمسفیر د ملي څېړنیز مرکز (NIWA) د راپور له مخې، ۲۰۲۲ زکال په دغه هېواد کې تر ټولو ګرم کال و. په دغه کال کې تودوخه په ملي اوسط کچه له ۱۹۸۱ زکال څخه تر ۲۰۱۰ زکال پورې د تودوخې له کلنۍ اوسط کچې څخه ۱.۱۵ سانتي ګراد درجې زیاته وه. له ۱۹۰۹ زکال څخه تر ۲۰۲۲ زکال پورې د نیوزلنډ په شاوخوا کې هوا ۱.۳۷ سانتي ګراد درجې ګرموالی درلود. دغه ریکارډ د تر ټولو ګرم کال په توګه د ۲۰۲۱ زکال د ثبت شوي ریکارډ ځایګی ونیو. پخلی کېږي چې د دغې پېړۍ تر پایه به د هوا تودوخه لږ تر لږه ۲ سانتي ګراد درجې زیاته شي، په داسې حال کې چې د برېکترو په نامه اسټرالیايي بنسټ په ۲۰۱۹ زکال کې وویل، چې د پاریس د هوکړې له مخې د هېوادونو له خوا د ګلخانه یي ګازونو له انتشار څخه په مخنیوي سره به بیا هم په دغه سیمه کې تودوخه شاوخوا ۳ سانتي ګراد درجې زیاته شي. دغه بنسټ زیاته کړه چې کېدای شي تودوخه له دې هم زیاته شي ځکه چې په دغه برخه کې کاریدونکې لارې چارې د کاربن اوږد مهاله دوران په ځان کې نه رانغاړي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ایکو سیسټم[سمول]

د نیوزلنډ د ځنګلونو او مرغانو څخه د ساتنې سلطنتي ټولنې څرګنده کړې چې د نیوزلنډ بومي بوټي او حیوانات د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې زیان منونکي دي. مکرر طوفانونه او د سمندر د سطحې لوړوالی د هویهو (ژیړو سترګو لرونکی پنګوین) په څېر د سمندري مرغانو سلپاره د خوراکي توکو موندنه ستونزمنه کوي. سربېره پر دې ګرمه هوا د ډیری حیواناتو د له منځه تلو لامل ګرځي (په ځنګلي سیمو کې په یوځلي بڼه د خوراکي توکو زیاتوالی د ګڼ شمېر موږکونو، څرمښکیو او سویو د له منځه تلو لامل ګرځي). دغه چاره بومي نوعو لکه کیوي ته ستونزې رامنځته کوي چې اوس مهال هم له ستونزو سره مخ دي. ګرمه هوا همدارنګه مضرو میاشو او بې کاره وښو ته اجازه ورکوي چې زیاتوالی ومومي او په دې سره نوې میاشې او ناروغۍ راپیدا کېږي. د سوسمار هګۍ هم د تودوخې پر وړاندې حساسیت لري: په دې سره د سوسمارانو ډیر لږ نسل له هګیو راوزي او له امله یې زموږ د طبیعت د دغه لوی ژوندي موجود بقا ګواښي.[۱۸][۱۹]

یخچالونه[سمول]

نیوزلنډ له ۳۰۰ څخه زیات طبیعي یخچالونه لري چې ډیری له دغو څخه په سویلي ټاپو کې موقعیت لري. له ۱۹۷۷ زکال راهیسې د دغه هېواد د اوبو او اتومسفیر ملي څېړنیز انستیتیوت په دغه ټاپو کې د اوړي په وروستیو کې د واورینې کرښې اړوند هوايي سروې ګانې کوي څو دلته د شته ۵۰ یخچالونو کتلوي بېلانس تخمین کړي. واورینه کرښه د یو طبیعي یخچال د تعادل کرښه مشخصه کوي. د دغې کرښې د پاسه په یخچال کې واوره زیرمه کېږي او لاندې یې بیا یخچال ویلې کېږي. کتلوي بېلانس بیا د واورې او یخ زیاتوالی او یا هم کمښت څرګندوي. په ۲۰۰۹ زکال کې د NIWA له خوا ترسره شوې یوې څېړنې وښووله چې د نیوزلنډ په طبیعي یخچالونو کې د یخ حجم د تېرې پېړۍ په پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه کمښت لرلی، په داسې حال کې چې د دغه هېواد تودوخې بیا په اوسط کچه یوه سانتي ګراد درجه زیاتوالی لرلی دی. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په وګړو باندې اغېزې[سمول]

د اقلیمي بدلونونو ترکیبي اغېزې په دغه هېواد کې د نه جبران کېدونکي اغېز لامل ګرځي. نیوزلنډ به د دغې پېړۍ په پای کې د پریمانه ورښت، په مکرر ډول په اوبو او هوا کې د بدلونونو، د سمندر د سطحې د لوړوالي او د تودوخې د زیاتوالي شاهد واوسي. دغه ډول اغېزې په نیوزلنډ پام وړ اغېز کولای شي ځکه چې د تودوخې زیاتوالی د وچ اوړي لامل ګرځي او له امله یې د اوبو ویش له محدودیتونو سره مخ کېږي چې بیا وچکالي رامنځته کوي. د چاپېریال ساتنې وزارت وايي چې د اقلیمي بدلونونو تر ټولو زیات اغېز به د نیوزلنډ د اوبو پر سرچینو وي ځکه چې په لویدیځ کې به بارانونه زیات او په ختیځ کې به کم شي. اقلیمي شدیدې پېښې لکه وچکالي کېدای شي په ختیځو برخو کې زیاتوالی ومومي او همدارنګه د پریمانه ورښت له امله به په کې سېلابونه رامنځته شي. [۲۴][۲۵]

لوړه تودوخه په ډېر احتمال سره یو لړ ستونزې لکه د اوړي پر مهال تشویش رامنځته کوي او همدارنګه د ژوندانه په دغه ډول سختو چاپېریالونو کې د مړینې کچه لوړوي. د میاشو په څېر د ناروغیو انتقال کووونکي حشرات کولای شي د هوا په ګرمېدو په اسانۍ سره هرځای ته ولاړ شي. د تودوخې زیاتوالی همدارنګه د نیوزلنډ پر بوټو او حیواناتو هم ناوړه اغېز لري ځکه چې اقلیم د دغو حیواناتو او بوټو د بقا چانس ګواښي.[۲۶][۲۷]

روغتیايي اغېزې[سمول]

په ۲۰۱۸ زکال کې د متحده ایالاتو د ارواه پوهنې ټولنې په اروايي روغتیا باندې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو اړوند راپور خپور کړ. د دغه راپور پر بنسټ «په اقلیم کې تدریجي او اوږد مهاله بدلونونه کولای شي د ویرې، غصې، د ناتوانۍ د احساس یا هم ستړیا په ګډون بېلابېلې ستونزې په انسانانو کې را پیدا کړي». د نیوزلنډ د ارواه پوهنې ټولنې هم د ورته موندنو راپور خپور کړ. دغې ټولنې څرګنده کړه چې ډیر شمېر کسان «د زیاتې ستړیا، زیاتې اندېښنې او تر یوې کچې د اروايي ستړیا» له امله دوی ته مراجعه کوي چې دا ټولې له اقلیمي بدلونونو څخه سرچینه اخلي. [۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. Scripps Institution of Oceanography, La Jolla, California, U.S.A.
  2. "Our atmosphere and climate 2017". Ministry for the Environment and Statistics NZ. October 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Climate Change Implications for New Zealand. Royal Society of New Zealand. 19 April 2016. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-877317-16-3. Archived from the original on ۲۳ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  4. "Snapshot How New Zealand compares to other countries". Ministry for the Environment. 15 April 2021. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اکتوبر ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 8 December 2018 باندې). New Zealand's out-sized climate change contribution. Stuff
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. Key findings of the inventory, Ministry for the Environment, 1 April 2021, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۳ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "New Zealand's Greenhouse Gas Inventory 1990 2017", ME1411, Ministry for the Environment, April 2019 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Proposed Climate Change Response (Zero Carbon) Amendment Bill". Ministry for the Environment. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ نومبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Rt Hon Jacinda Ardern (8 May 2019). "Landmark climate change bill goes to Parliament". New Zealand Government. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 4 December 2019 باندې). Climate change to steer all New Zealand government decisions from now on. The Dunedin
  12. (په 2 December 2020 باندې). New Zealand declares a climate change emergency. The Guardian.
  13. (په 2 December 2020 باندې). Government will have to buy electric cars and build green buildings as it declares climate change emergency. Stuff.
  14. "Annual Climate Summary 2022". NIWA. 11 January 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Annual Climate Summary 2021". NIWA. 11 January 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Tasman Glacier, New Zealand". Climate Hot Map. Union of Concerned Scientists. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 6 June 2019 باندې). Is it true climate change will cause the end of civilisation by 2050?. New Scientist
  18. Climate Archived 7 May 2019 at the Wayback Machine., Forest & Bird
  19. Rastandeh, Amin (2018). "Urban biodiversity in an era of climate change: Towards an optimised landscape pattern in support of indigenous wildlife species in urban New Zealand". hdl:10063/7979. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  20. New Zealand Glaciers, NASA 2017
  21. Chinn, Trevor.J. (1989). Williams, R.S.; Ferrigno, J.G. (المحررون). Glaciers of New Zealand. U.S. Geological Survey. د کتاب پاڼې 48. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-607-71457-9. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جون ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Salinger, Jim; Chinn, Trevor; Willsman, Andrew; Fitzharris, Blair (September 2008). "Glacier response to climate change". Water & Atmosphere. New Zealand: National Institute of Water and Atmospheric Research. 16 (3): 16–17. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Glaciers Continue to Shrink" (Press release). National Institute of Water and Atmospheric Research (NIWA). 23 November 2009. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. Climate change impacts on new Zealand[مړه لينکونه],
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. Climate change impacts on new Zealand[مړه لينکونه],
  28. Climate Change's Toll On Mental Health, APA, 29 March 2017
  29. Kids, don't let climate grief stop you looking forward to the future, Stuff 17 June 2019
  30. Kiwis suffering depression, anxiety and hopelessness because of climate change, Stuff, 14 July 2019