په افغانستان کې ښځې د کرهڼه په برخه کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کرهڼې په برخه کې د افغان مېرمنو ونډې د دې هېواد له فرهنګي جوړښت يا شاليد څخه شکل اخيستی دی. په دې هېواد کې مېرمنې د کرکېلې او کرهڼې نيمايي ځواک تشکيلوي. په وروستيو کلونو کې افغان مېرمنې د مالدارۍ او کرهڼیز کارونو کې ونډه لري او پيسې تر لاسه کوي يا يې د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره توکي تبادله کوي.

تاریخچه[سمول]

افغان نارينه لکه په متحده ايالاتو کې د اميش خلکو غوندې په سنتي ډول کرهڼیز کارونه په غاړه لرل، په داسې حال کې چې د دوی مېرمنو په ځينو وختونو کې په کرهڼیز کارونو يا د حيواناتو په ساتنه کې مرسته کوله. په افغانستان کې د تخم توليد هم په سنتي ډول عمدتاً د نارينه بزګرانو په واسطه تر سره کېږي. [۱][۲]

په افغانستان کې ښځې د ځمکې د مالکيت لږ حقونه لري، که څه هم د افغانستان اساسي قانون ښځو ته اجازه ورکړه چې د ځمکې مالکانې اوسې او د اسلام شريعت هم حکم ورکړی دی چې له مخې يې کونډې او نجونې هم د ځمکې د ميراث برخه لري. هغه ښځې چې د هېواد په ځينو برخو کې د ځمکو څښتنانې دي او يا هغه اداره کوي، ځمکې نه شي خرڅولی او ځمکه د ميراث له لارې وارثانو ته پاتې کېږي. په سنتي ډول د ښځو د تګ راتګ لپاره محدوديتونه وضع شوي دي او ډېری ښځې نه شي کولی له خپل کلي څخه د باندې سفر وکړي. [۳][۴][۵]

عصري کرهڼه[سمول]

نننۍ ښځې د کرهڼیز کارونو نيمايي ځواک تشکيلوي، که څه هم په زياترو کليوالي سيمو کې ښځې اوس هم ګوښه دي (په حاشيه کې قرار لري). د زراغت په برخه کې د ښځو فعاليتونه په غالب ګومان «لږ عايد» لري. د ترياکو په کښت، مالدارۍ او د شيدو محصولاتو په برخو کې د ښځو د مرستې کچه ډېره لوړه ده، مګر په نهايت کمه اندازه اداينه ترلاسه کوي. سربېره پر دې په کرهڼیز فعاليتونو کې د ښځو ګډون « نه يوازې د کرهڼیز توليداتو د زياتوالي د ډاډمنتیا لپاره؛ بلکې د غذايي او خوراکي موادو د خونديتوب د غوره والي لپاره اصلي لامل ګڼل کېږی». ښځې «د دوی په ټولنو کې د ثبات لپاره ځواک» دی. ښځې همدا راز ښځې په خپلو کورنيو کې د بدلون د عامل په توګه ګڼل کېږي. [۶][۷][۸][۹]

ښځې په وروستيو کلونو کې د کليو (قريو) په کچه د کوچنيو کرهڼیزو اتحاديو په تنظيم کې اغېزناکه ونډه درلوده. په دې ډول کرهڼیزو اتحاديو کې د ښځو کار د اوسېدلو په سيمه کې د هغوی د موقف د لوړوالي سبب شوی دی، هغوی نور د نارينه وو د مېرمنو يا ميندو په نه پېژندل کېدلې؛ بلکې په همغه ونډې سره پېژندل کېدلې چې دوی په اتحاديه کې لرله. د دې تر څنګ ښځې توانېدلې دي چې کرهڼیز محصولات لکه: کرم، ګلپي، روميان او لوبيا چې په بازار کې غوره رقابت کوي، په هغو سيمو کې چې کرهڼه په کې کوي معرفي کړی. [۱۰]

په پروان ولايت کې ښځو دا فرصت درلوده چې د تخم په توليدولو کې ګډون وکړي او «د کليو په سطحه د تخم دستګاهګانې» جوړې کړې. د ښځو لپاره د بزګرانو د روزنې پروګرامونه له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا له کابله د باندې تطبيقېږي. دا پروګرامونه به ښځو سره مرسته کوي، چې پيسې تر لاسه او مالي خپلواکۍ ته ورسېږي. [۱۱]

غير دولتي سازمانونو لکه د افغانستان لپاره نړيواله مرسته (GPFA) له ښځو سره مرسته کړې ده چې په کرهڼیزو فعاليتونو کې زياته ونډه واخلي. دا نوښتونه د نوو باغونو په جوړولو، د سړو خونو په جوړولو او د محصولاتو او منابعو په برابرولو کې ګټور واقع شوي دي. يو بل پروګرام چې د ښځو له کرهڼیزې سوداګرۍ سره يې مرسته کړې ده د ملي پيوستون پروګرام (NSP) دی، چې په ۲۰۰۳ کال د د کليو د پراختيا او بيا رغونې وزارت له خوا پيل شو. د ملي پيوستون پروګرام ښځو ته کرهڼیزې سرچينې چمتو کوي، دا سرچينې د چرګانو د وېش، د ماليې موقتي معافيت او د هغوی سوداګرۍ ته د بازار موندنې برخې رانغاړي. [۱۲][۱۳]

جنسيتي توپير يا تبعيض[سمول]

ځينې افغان مېرمنې د هغوی د جنسيت له امله د خپلو محصولاتو په پېرلو کې له ستونزو سره مخامخ دي. د بغلان ولايت يوې مېرمنې خپله تجربه داسې شريکه کړه: «دا مې په ريښتيا ځوروي، چې کله له هټيوالو سره د خپلو مېوه جاتو د خرڅلاو په اړه خبرې کوم؛ هغوی راته وايي، چې لاړه شه او د کورنۍ يو نارينه غړی راولېږه، ځکه چې ته ښځه يې».

سرچینې[سمول]

  1. Mohammadai, Arzo (23 June 2016). "Afghan Women Take on Farming". Global Voices. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lala-Pritchard, Tana (9 March 2016). "Women Farmers in Afghanistan Score Success With Village Seed Enterprise". CGIAR. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Afghanistan: Land Ownership and Agricultural Laws Handbook. 1. International Business Publications. 2011. د کتاب پاڼي 47–78. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1438758442. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  4. Grace 2004، م. 16.
  5. Grace 2004، م. 5.
  6. Skaine, Rosemarie (2008). Women of Afghanistan in the Post-Taliban Era: How Lives Have Changed and Where They Stand Today. McFarland & Company, Inc. د کتاب پاڼې 94. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780786437924. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Afghanistan: Launch of National Strategy on Women in Agriculture Development". Food and Agriculture Organization of the United Nations. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 4 December 2014 باندې). Helping Afghan Farmers Regrow the Economy. PBS Newshour.
  9. Deveraux, Taryn. "Strengthening Agricultural Extension for Female Afghan Farmers". YPARD. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 31 August 2016 باندې). In Afghanistan's Farm Belt, Women Lead Unions and Find New Status. The New York Times.
  11. (په 29 September 2016 باندې). How This Farming Project Helps Afghan Women Grow Financial Independence. PBS Newshour.
  12. (په 25 May 2011 باندې). Amid Afghanistan's Turmoil, Farmers Learn And Thrive. The Huffington Post.
  13. Mohammadai, Arzo (23 June 2016). "Afghan Women Take on Farming". Global Voices. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)