په افغانستان کې د اپينو توليد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغانستان د کوکنارو د اپين د کرلو او ريبلو اوږد تاريخ لري. په ۲۰۲۱ز کال کې، په نړيواله کچه د افغانستان توليد د ناقانونه هيروينو له نوي سلنه نه زياته برخه جوړوله او اروپا ته د برابرېدونکو توکو له پنځه نوي سلنه نه زيات يې د افغانستان توليدات دي. څومره ځمکه چې په لاتينه امريکا کې د کوکنارو د کښت لپاره کارول کېږي، په افغانستان کې ترهغې ډېره ځمکه د اپينو لپاره کارول کېږي. افغانستان له ۲۰۰۱ز کال راهيسې، د نړۍ په کچه د ناقانونه نشه يې توکو د توليد مخکښ هېواد دی. په ۲۰۰۷ز کال کې، په بازار کې له غیر درمليزو شته اپينو موادو له ډلې درې نوي سلنه یې له افغانستان نه سرچينه اخېستي. په ۲۰۱۹ز کال کې هم افغانستان د نړيوال بازار څلور اتيا سلنه اپين توليدول. دا د صادراتو له اړخه د نږدې څلور مليارده امريکايي ډالرو معادل ارزښت دی، څلورمه برخه یې د کوکنارو کروندګرو ته ورځي، پاتې يې سيمه ييزو چارواکو، باغيانو، جنګسالارانو او د نشه يې توکو قاچاقبرو ته ورځي. په اوو کلونو کې (۱۹۹۴-۲۰۰۰)، مخکې تر دې چې طالبان اپين بند کړي، د اپينو د ناخالص عايد نه د افغان کروندګرو برخه د دوه سوه زره کورنيو تر منځ وېشل کېده. په ۲۰۱۷ز کال کې، په افغانستان کې د اپينو توليد څلور سوه زره دندې برابرولې، چې دا شمېره د افغان ملي امنيتي ځواکونو له شمېرنه هم لوړه وه. کله چې طالبانو په سيمه ييزوجنګ سالارانو واک له لاسه ورکړ، په ۲۰۰۶ز کال کې د اپينو سوداګري زياته شوه. پر اپينو سربېره، افغانستان د چرسو په توليد کې هم د نړۍ مخکښ هېواد دی. په ۲۰۲۱ز کال کې د کابل له سقوط وروسته، د اپينو سوداګرۍ وده وکړه. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

تاریخچه[سمول]

وچ اقليم او د تازه توليداتو د لېږد ستونزمنتيا په افغانستا کې د کرنيزو محصولاتو صادرات سخت کړي، خو اپين د وچکالۍ په وړاندې مقاومت کوي، د اوږد لېږد له امله نه خرابيږي او په ښه نرخ پلورل کېږي. [۱۱]

له هغه وروسته چې په ايران کې د کوکنارو کښت بند شو، په افغانستان کې د ۱۹۵۰ز لسيزې په نيمايي کې په زياته اندازه د اپينو توليد پيل شو، تر څو ګاونډي ايران ته واستول شي. افغانستان او پاکستان د اپينو توليد زيات کړاو کله چې د سياسي بې ثباتۍ او اوږدې وچکالۍ له امله له طلايي مثلث نه د نشه يې توکو چمتو کېدل له ستونزو سره مخامخ شول، د ۱۹۷۰ز لسیزې په نيمايي کې لويديځې اروپا او شمالي امريکا ته، افغانستان او پاکستان د اپينو ستر برابروونکي هېوادونه وګرځېدل.   [۱۲]

د شوروي اتحاد پړاو (۱۹۷۹-۱۹۸۹ز)[سمول]

کله چې د شوروي اتحاد له ملاتړ نه برخمن چپ اړخی حکومت، په افغانستان کې د ولس د ملاتړ په ترلاسه کولو کې ناکام شو، شورويانو د يرغل پریکړه وکړه. د مقاومت يو شمېر مشرانو، پرته له دې چې په اسلام کې د اپينو حرمت ته نظر وکړي، په خپلو سيمو کې د اپينو پر توليد تمرکز زيات کړ، تر څو د خپلو عملياتو لپاره لګښتونه پوره کړي، په ځانګړي ډول ګلبدين حکمتيار، ملا نسيم اخوندزاده او عصمت مسلم. د ۱۹۸۲ او ۱۹۸۲ز کلونو تر منځ موده کې توليد دوه برابره او ۵۷۵ ميټريک ټنه ته لوړ شو. (په دې موده کې متحده ايالاتو د «د وسلې په مرسته» د مجاهدينو د ملاتړ تګلاره تعقيبوله او اصلي موخه يې دا وه چې د چټک او پرېکنده ماتولو پر ځای، شوروي اتحاد کرار کرار د شاتګ لور ته  کمزوری کړي). حکمتيار چې له CIA او پاکستان نه يې تر ټولو زياتې مرستې تر لاسه کولې، د پاکستان شمال لويديځ د کوه سلطان په سیمه کې د هيروينو شپږ کارخانې جوړې کړې وې، په داسې حال کې چې نور جنګسالاران د اومو(خامو) اپينو په پلورلو خوښ وو. نسيم اخوندزاه، چا چې د کوکنارو د کښت دوديزه سيمه شمالي هلمند په واک کې درلود، د اپينو د توليد لپاره يې برخه صادره کړه، د چا په اړه چې داسې اوازه شته چې دا برخه (سهميه) يې په ربړولو او سخت تاوتريخوالي عملي کوله. په دې موخه چې د قاچاق اندازه زياته کړي، نسيم د ايران په زاهدان ښار کې يو دفتر هم درلود. [۱۳][۱۴][۱۵]

شوروي اتحاد ادعا کړې وه چې د متحده ايالاتو د استخباراتو ادارې (CIA) کارکوونکي له افغانستان نه د اپينو د قاچاق په برخه کې مرسته کوي، يا د لويدیځ پر لور، تر څو د افغانستان د مقاومت لپاره پيسې راټولې کړي، يا د شوروي اتحاد پر لور، تر څو ياد هېواد په نشه يې توکو د روږديتابه په مټ کمزوری کړي. د الفريډ مککوای په وينا: سي.آی.ای. په نشه يې توکو کې د ښکېلو افغان چارواکو ملاتړ کاوه، د بېلګې په ډول ګلبدين حکمتيار او ځينې نور لکه حاجي ايوب افريدي.[۱۶]

بل لامل يې په پاکستان کې د منځه وړلو هڅې وې، (د کوم هېواد استخباراتي اداره ISI چې په تصادفي ډول د مجاهدينو ملاتړې وه). پاکستاني حکومت، د نړيوالې پرمختيا لپاره د متحده ايالاتو اداره (USAID)  او ځينې نورې ډلې په هغو هڅو کې شاملې وې چې د افغانستان پر پوله د سرحد ايالت (اوس خيبرپښتونخوا) له ځينو ټاکلو سيمو نه د کوکنارو کښت محوه کړي. د ۱۹۸۰ز په لسيزه کې د اپينو صنعت له پاکستان نه افغانستان ته واوښت.[۱۷][۱۸]

د جنګسالارانو پړاو (۱۹۸۹-۱۹۹۴)[سمول]

کله چې په ۱۹۸۹ز کال کې شوروي پوځ اړ شو چې له افغانستان نه ووځي، نو د واک تشه رامنځ ته شوه. د ځواک د تر لاسه کولو په موخه د مجاهدينو بېلا بېل ګوندونه په خپلو کې سره په جګړه شول. د لويديځ د ملاتړ د نه شتون له امله، دوی تر پخوا هم د کوکنارو  کرنه زياته مراجعه کوله، تر څو د خپل پوځي شتون لپاره مالي لګښت پيدا کړي.

د طالبانو واک ته رسېدل (۱۹۹۴-۲۰۰۱)[سمول]

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، په افغانستان کې د اپينو کښت تر ټولو زيات يعنې په ۱۹۹۹ز کال کې ۴۵۰۰ ميټرک ټنو ته ورسېد (۴۴۰۰ بریتانوي ټنه ۵۰۰۰ امريکايي ټنه). [۱۹]

د ۲۰۰۰ز کال په جولای مياشت کې، د طالبانو مشر ملا محمد عمر، په افغانستان کې د هيروينو د توليد له منځه وړلو په موخه له ملګرو ملتو سره د همغږۍ په هدف اعلان وکړ چې: د کوکنارو کرل له اسلام سره په مخالفت کې دي او دا په نړۍ کې د نشه يي توکو پروړاندې يوه بريالۍ مبارزه وه. طالبانو د ګواښونو، په زور بنديز او سرغړوونکو ته د عامه سزا د ورکولو په مټ د کوکنارو پر کښت بنديز عملي کړ. په پايله کې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې د اپينو د کښت د سيمو اندازه نهه نوي سلنه کمه شوه چې هغه مهال يې د ټولې نړۍ ته د درې پر څلور برخه هيروین مهيا کول. دا بنديز يوازې د لنډې مودې لپاره عملي و، ځکه چې په ۲۰۰۱ز کال کې د طالبانو حکومت ړنګ کړای شو.[۲۰]

خو ځينې خلک (مارټين، يوه ګرانه جګړه، ۲۰۱۴ز) وړانديز کوي چې، د بنديز پر مهال ځينو ځانګړو ډلو د بیې(نرخ) له لوړوالي نه ګټه پورته کړه. ان ځينې باور لري چې د نشه يي توکو د ځينو کاروباريانو په برخه کې دا د بازار د اداره کولو يوه طريقه وه. د ډېرو کرنيزو محصولاتو په خلاف، شونې ده چې وچ شوی آپين، له يخ ساتلو يا ګران بيه وسايلو پرته د اوږدې مودې لپاره ساتل کېدای شي. طالبان او نورې هغه ډلې چې د نشه يي توکو په سوداګرۍ کې ښکېل و، د اپينو د سترو پټو زېرمو په لرلو سره په خپل نظرکې وتوانيدل چې د ۲۰۰۰ز کال له بنديز او د يوولسم سپتمبر له بريدونو وروسته، د نرخونو د پورته کېدو پر مهال زياتې شخصي ګټې تر لاسه کړي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د افغانستان جګړه (۲۰۰۱-۲۰۲۱)[سمول]

د ۲۰۰۱ز کال د نومبر په مياشت کې او د افغانستان د جګړې په پيليدو سره، د هېواد د اقتصاد پرېوتلو او عايد د نورو سرچينو کمېدو، د هېواد ډېری کروندګر اړ کړل چې بيا د صادراتو په موخه د اپينو کرلو ته مخه کړي (د نشه يې توکو او جرمونو په اړوند د ملګرو ملتونو د دفتر په وينا: په ۲۰۰۴ز کال کې ۱،۳۰۰ کيلو متر مربع يا ۵۰۰ ميل مربع).

د ۲۰۰۱ز کال د دسمبر په مياشت کې، يو شمېر پېژندل شويو افغانانو د ملګرو ملتونو تر څار لاندې، د المان په بن کې سره وکتل، تر څو د افغانستان د دولت د بيا جوړولو لپاره، د نوي اساسي قانون د مقرراتو او ملي ټولټاکنو په ګډون يوه طرحه جوړه کړي. د هغه تړون د برخې په توګه، انګلستان په افغانستان کې د نشه يي توکو ضد مسائلو ته د رسېدنې لپاره د مخکښ هېواد په توګه وټاکل شو. له دې وروسته، افغانستان خپل نوی اساسي قانون عملي کړ او ملي ټولټاکنې يې ترسره کړې. د ۲۰۰۴ز کال د دسمبر په اوومه نېټه، حامد کرزي په رسمي ډول د ديموکراتيک افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. [۲۵][۲۶]

سرچینې[سمول]

  1. Felbab-Brown p. 113
  2. David Greene (host, Morning Edition), Hayatullah Hayat (Governor of Helmand Province, Afghanistan), Tom Bowman (reporter), Dianne Feinstein (U.S. Senator, Chair of the Caucus on International Narcotics Control) (6 July 2016). Afghan Governor Wants Government To Control Poppy Crop (Radio broadcast). NPR. وقع ذلك في 0:10. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۶. Afghanistan's poppy production… accounts for more than 91 percent of the world's heroin. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "UNODC 2010 world drug report, page 43" (PDF). د لاسرسي‌نېټه November 30, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. UNITED NATIONS Office on Drugs and Crime. "Afghanistan Opium Survey 2007" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر January 28, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 27, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  5. "World Drug Survey 2019" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Opium Amounts to Half of Afghanistan's GDP in 2007, Reports UNODC" (Press release). UNODC. November 16, 2007. د اصلي آرشيف څخه پر June 18, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 18, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The opium economy in afghanistan" (PDF). UNITED NATIONS OFFICE ON DRUGS AND CRIME. 2003: 7. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر September 8, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 25, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  8. (په April 4, 2017 باندې). Does Afghanistan grow more opium poppies than before 2001?. PolitiFact
  9. (په March 31, 2010 باندې). UN: Afghanistan is leading hashish producer. Fox News
  10. (په 2021-12-12 باندې). Meth and heroin fuel Afghanistan drugs boom. BBC News.
  11. Malkasian, Carter (2021). The American war in Afghanistan : a history. New York: Oxford University Press. OCLC 1240264784. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-755077-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Felbab-Brown p.114
  13. Felbab-Brown p.115
  14. "UN Office for the Coordination of Human Affairs website – Bitter-Sweet Harvest: Afghanistan's New War" (PDF). Irinnews.org. August 2, 2004. د لاسرسي‌نېټه November 30, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Felbab-Brown p.116
  16. DeRienzo, Paul (November 9, 1991). "Interview with Alfred McCoy". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Killing the Cranes, Edward Girardet, Chelsea Green Archived August 12, 2014, at the Wayback Machine. publisher. Opium/Pakistan – p 133
  18. [pdf.usaid.gov/pdf_docs/PDABK009.pdf Project Assistance Completion Report], Northwest Frontier Area Development, 391-0485, USAID Mission to Pakistan and Afghanistan
  19. "Press conference on Afghanistan opium survey 2004" (Press release). United Nations. November 18, 2004. د لاسرسي‌نېټه January 14, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Where have all the flowers gone?: evaluation of the Taliban crackdown against opium poppy cultivation in Afghanistan Archived April 8, 2016, at the Wayback Machine.
  21. Seeds of Terror, Gretchen Peters, MacMillan
  22. PRICES AND MARKET INTERACTIONS IN THE OPIUM ECONOMY Archived June 5, 2013, at the Wayback Machine., William A. Byrd and Olivier Jonglez, World Bank (analysis of prices)
  23. "U.S.: Taliban continue to profit from drug trade". CNN. October 3, 2001. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Pharr, Jasper (January 25, 2016). Life, Liberty, and the Pursuit of Terrorist on U.S. Soil. د کتاب پاڼې 142. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4809-6646-8. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Glaze, John A. (October 2007). "Opium and Afghanistan: Reassessing U.S. Counternarcotics Strategy" (PDF). Strategic Studies Institute, U.S. Army War College. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  26. Afghanistan Immigration Policy, Laws and Regulations Handbook: Strategic Information and Regulations. April 4, 2013. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781438782003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)