پرمليان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پرمليان په پښتنو کې يوه ډيره لرغونې قبيله ده چې د غرغښت په ټولنيز گروپ پورې اړه لري او ځانونه د کاکړو يو ه څانگه بولي. ددوی د استو گنې اصلي ټا ټو بی پر مل يا بر مل دی چې د سليمان د غرو نو لړۍ او د پکتيکاپه و لايت پورې يوه اړونده ولسوالي ده.

پرمليان زياتره په ارگون او د خرو ټو د سېمې په منځنۍ بر خه کې او سيږي.[۱] البيروني د قا نون مسعودي په دريم ټوک کې د پر مليا نو د سيمي مو قعيت د غز ني او ملتان تر مينځ ښو دلی دی. همداراز د صو لت افغا ني دتاريخ مؤ لف زردار خان نا غر د پر مليا نو د سيمې د مو قعيت په اړوند ليکلي دي:" برمل د غزني په تو ابعو کې د يوې سيمې نوم دی او هغه کسان چې د برمل په سيمه کې استوگن دي د پرمليانو په نامه ياديږي."

د افغانستان نامتو او وتلی مؤرخ ارواښاد استاد احمد علي کهزاد هم د پرمليانو اصلي ټاټوبی اورگون ښودلی چې پرمليان پکې ژوند کوي. که څه هم د پرمليانو د تو کميزو اړيکو په اړوند بيلابيلې نظريې څرگندې شوي او د ځينو په اند دوی د يفتلي شهزاده گانو اولاده ده چې د عربو د فتوحاتو او سوبو له وخته د غزنوي واکمنۍ پورې تر اوسه په سليمان او سپين غر کې مېشته دي.

همداراز د پرمليانو په اړوند دريم نظر د ادی چې دوی غلجي پښتا نه دي،خو د تا ريخي شو اهدو پر بنسټ دوی د پښتنو د غرغښت د ټو لنيز ې ډلې پورې اړه لري.

هغه وخت چې المتو کل علی الرحمن پښتون واکمن بهلول لودي د ډيلي سلطنت تر لا سه کړ نو د يوه فر مان له مخې يې پښتا نه قبا يل هند ته ور و بلل تر څو د خپلې وا کمنۍ ستنې پيا وړې او مضبو طې کړي او له بلې خوا پښتنو ته د خپلې وا کمنۍ په قلمرو کې جا گيرونه او منصبو نه ور کړي. د بهلول لو دي په دې فر مان کې را غلي وو:" ما ته خدای د هند وستان تخت راپه بر خه کړ، خو ددې تخت سا تنه هغه څوک کو لای شي چې دقوم او قبيلې خا وند وي. نو پښتنو ته په کار دي چې ددوی ډير شمير هند و ستان ته ر اشي او نه يو ازې د واکمنۍ په پيا وړ تيا کې بر خه وا خلي، بلکې دغې وا کمنۍ ته پر ا ختيا ور کړي او جا گير ونه تر لا سه کړي. " ددغه فر مان په ځواب کې ډير پښتا نه قبا يل چې په هغه کې لو ا ڼيان ، نيا زيان،لو ديان،سرواڼيان،پڼي، ترين، سړ بني،سو ريان، ميا ڼه، کاکړ،کر لا ڼي او پرمليان ( فر مليان) هم شا مل ووله افغا نستا نه دهند لور ته لاړل چې ډيرو يې لوړ لوړ منصبو نه او جا گيرونه تر لا سه کړل چې موږ کو لای شو د لو دي او سوري دو اکمنا نو په وخت کې د ځينو مشهورو امر اوو نو مو نه وا خلو چې پر ملي پښتا نه وو.

  1. خا نخا نان فر ملي: د سلطان بهلول لودي د مشهورو امر اوو نه شميرل کيده چې دده د واکمنۍ په و خت کې دده د سو بو يو پيا وړی ملگری پا تې شو ی دی. د ه د را جپو تا نه يا او سني را جستان په اوديپور کې د هند وانو د مشهور او پيا وړي را جپوت جنرال رانا خوريي چتر سال ته ما تي ور کړې وه.
  2. دولت خان فر ملي: د بهلول لودي د مشهورو اميرانو نه و.
  3. کالا پهاړ فر ملي: د لو دي او سوري وا کمنانو د واکمنۍ په وختو نو يو ډير مشهور امير و.
  4. شيخ سعيد فر ملي: چې د سلطان سکندر لودي له امر اوو نه و.

د پرمليانو د استوگنې سېمې

په او سني وخت کې پرمليان په افغا نستان کې په لا ند نيو سيمو کې مېشته دي:

زوړ ارگون

چې د او سني اور گون په شپږ کيلو مترۍ کې پروت دی او ويل کيږي چې په د غه ځای کې د پرمليان و تقر يبا څلور زره کو رنۍ ژوند کوي. د زاړه او رگون پرمليان په دوو ښا خو نو ويشل کيږي: شرف او سپري. شرف بيا د با لشتي، سيل احمد او ملت کلان په څانگو او علي خيل او قره خيل د سپري په ښا خ پورې اړه لري.

د کابل د چها رد هي په ولسوالۍ

هغه پرمليان چې د کا بل د چها رد هي په ولسوالۍ کې او سيږي نو ددوی د سيمو او محلو نو مو نه دادي:

کلای قاضي، کلای غيبي،اقا علي شمس، ده مراد خان،چهلستون،سر اسياب، مو سهي،پرمليان ،کلای کا شف،يو سف بنگي،بر پر ملي او کوز پر ملي چې د گلبا غ په سيمې پورې اړه لري، کلای غيب الله او کلای بهادر خان پر ملي . همداراز د کا بل درخت شنگ ته نږ دې په کوز پر ملي کې هم پرمليان ژ وند کوي. يو شمير پرمليان د مزار شر يف په چار کنت ا ود لو گر، غزني، هلمند او کند هار په و لايتو نو کې هم او سيږي. د پښتو نخوا په صو ابۍ او د پا کستان په پنجاب کې هم يو شمير پښتانه پرمليان استو گنه لري.

د پر ملي ټبر پورې اړوند مشهور خلک

  1. دکتور محمد عثمان صد قي: چې تاريخپوه و او د کا بل د چهاردهي د کلای قا ضي پر ملي و.
  2. ار وا ښاد معاون سر محقق محمد محسن فر ملي: چې د افغا نستان د علو مو غړی او دڅه مودې له پاره د نو مو ړې ا کيډ يمۍ سر پر ست پا تې شوی او د اعليحضرت محمد ظا هر شاه د واکمنۍ په وخت کې په ولسي جر گه کې د کا بل د چهاردهي و لسوالۍ د خلکو استا زی و.

يادښتونه

  1. ډپټي محمد حيات خان مشهور اثر تاريخ حيات افغاني :"

سرچينې

  1. حيات ا فغاني، د پيښور چاپ ٤٦٣-٤٦٤ مخونه.
  2. پښتني قبيلې، دپېښور چاپ،٦٧-٦٨،او ٦٩ مخو نه.
  3. تا ريخ شا هي چې په تا ريخ سلا طين ا فا غنه سره هم يا ديږي، داحمد ياد گار تا ليف،١٩٣٩،کلکته.
  4. د پر مليا نو قبيله، محمد محسن فر ملي ،حقيقت سر باز،٤٧ گڼه، ١٣٦٧،کابل.
  5. داؤدي تا ريخ، د پيښور چاپ،کابل،٢٠٠٧ کال.