پارلماني حکومت
مشروطه شاهي په کوم کې چې واک پارلمان ته سپارل شوي دی.
پارلماني جمهوريت چېرته چې پارلمان د دولت په ډېرو لوړپوړو چارواکو برلاسی دی.
Parliamentary republics with an executive president elected by and responsible to a parliament.
پارلماني حکومت د اوسني وخت تر ټولو منلی ولسواک ډول دی. دې ته د حکومت وزارتي ډول هم وايي. په پارلماني حکومت کې د ولسمشر واک تش په نامه وي. ټول واک د کابینې له وزیرانو سره وي او هغوی په خپلو کارونو کې قانون جوړونکي مجلس ته ځواب ورکونکي وي. وزیران د قانون جوړونکي مجلس غړي وي . هغوی په هغه ګوند پوری مربوط وي کوم ګوند چې په پارلمان کې اکثریت لري. پارلمان د هغوی پر ضد د نه باور رایې په ورکولو سره هغوی له چوکۍ څخه لیرې کولی شي. دوی تر هغه وخته پوری په خپلو چوکیو پاته کیدلی شي تر څو پورې چې د اعتماد رایه له ځانونو سره ولري.
د کابینې د مجلس مشر ته لومړی وزیر وایي. نوموړی ډېر مهم شخص وي. دی په قانون جوړونکې مجلس کې د اکثریت لرونکي ګوند مشر هم وي. د حکومت په دې ډول کې د ولسمشر واک محدود وي. اجراییه قوه د مقننې تابع وي. وزیران ګډ مسولیت لري. وزیران د مقننې غړي وي دوی مقننې ته د ځواب ویلو مسولیت لري. د حکومت په وزارتي ډول کې هر کار د اولس له خوښې سره سم کېږي . کچېرې وزیران کوم کار د اولس د خوښې پر ضد وکړي نو قانون جوړونکی مجلس د هغوی پر ضد د نه باور رایه ورکولی شي او هغوی له خپلو دندو څخه لیری کولی شي. د حکومت په داسې ډول کې د عامه کټو لپاره کار کېږي دا ډول حکومت په انګلستان او هندوستان کې شته.