ټولنيزې پوهنې
د ويکيپېډيا لخوا
ټولنيزې پوهنې د هغو دسپلينونو ( پوهنيزو څانګو ) ټولګه ده ، چې د څېړنې او پلټنې موضوع يې ټولنه ، ټولنيز واقعيت ، د ټولنيزو ډلو او افرادو ژوند او د ژوند طرز دى . ټولنيزې پوهنې د موضوع ، مضمون او د څېړنې د مېتودولوجۍ له مخې ډېرى وختونه له بشري پوهنو سره يو ډول ګڼل كيږي ، يا ( هغوى قطع كوي ) . د ټولنيزو پوهنو لړليك په لاندې ډول دى :
- لرغونپوهنه
- ليكپوهنه (ګرافولوجي)
- وټه وټپوهنه
- تاريخ
- كولتورپوهنه
- ژبپوهنه
- پيداګوجي
- سياستپوهنه
- ارواپوهنه
- ټولنيزه او كولتوري وګړپوهنه
- ټولنيزه-اقتصادي جغرافيه
- سيمپوهنه (چې ختيځپوهنه ، افريقاپېژندنه هم پكې شامل دى)
- ټولنپوهنه (سوسيولوجي)
- رښتپوهنه (حقوقپوهنه)
- توكمپوهنه
- فلسفه
- اخلاق
- ښكلاپوهنه