ټراک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Sylvia borin
ټراک
مملکه ژوی
عمومي بڼې Chordata
ځانتياوي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
طبقه مرغان
لاندي طبقه الوتونکی مرغان
طایفه مرغۍ
کورنۍ Sylviidae
جنس Sylvia
Cuculus canorus canorus + Sylvia borin borin

ټراک (علمي نوم: Sylvia borin) د کوچنيو مرغانو څخه دي چې د Sylviidae په کورنۍ او د Sylvia په جنس پورې اړه لري. اوږدوالي يې ۱۳،۵ - ۱۴،۵ سانتيمتره ، وزن يې ۱۶ - ۲۲ گرامه او رنگ يې نسواري دي ښځينه او نارينه همرنگه دي. نوموړي مرغۍ قوي مښوکه لري او خوځندکې،غڼې او نور بې شمیرۍ ژوي خوري. ټراکان په اروپا او لويديځي آسيا کې په ځنگلونو کي ژوند کوي او د مۍ څخه تر جون پورې ځاله کوي. د ټراک ښځينه هر کال ۴ - ۵ هگی لري. ښځينه او نارينه ۱۰ -۱۲ ورځه پر خپلو هگو باندي کښېنی. د ټراکانو بچې ۱۰ - ۱۲ ورځه تر زیږیدلو وروسته ځاله پرېښودي. په اوس وخت کې په اروپا کې ۸ - ۱۶ میلیونه جوړه مرغان ژوند کوي.