ټاپو
د ويکيپېډيا لخوا
د فيجي يو وړوکی ټاپو.
سازان، د البانيا يو تر ټولو لوی ټاپو.
په تايلېنډ کې سامويي ټاپو
يو ټاپو يا جزيره د ځمکې يوې داسې ټوټې ته وييل کېږي چې شاوخوا په اوبو کې راګيره وي. په بله وينا په اوبو کې راګير د ځمکې وچې ټوټې ته ټاپو يا جزيره وايي. وړوکي ټاپو ته ټاپوګی وايي. ټاپوان په دوه عمده ډولونو وېشل شوي چې په دغو کې براعظمي يا د لويې وچې ټاپوان او سمندري ټاپوان شامل دي. ځينې ځايونو کې صنعتي ټاپوان هم شته چې انسانانو جوړ کړي. د ټاپوانو جغرافي ډلبندۍ يا جغرافيې ته اړونده ډلبندۍ د آرکيپېلاګو په نامه يادېږي.