ویلیام هرشل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ویلیام هرشل
ویلیام هرشل
ویلیام هرشل

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
استوګنځای
تابعیت
خور/ورور
عملي ژوند
نامتو زده کونکي Caroline Herschel   د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه ستورپوهنه ،  د نور فزیک   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې
لاسليک
ویلیام هرشل
ویلیام هرشل

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فریدریک ویلیام هرشل (په جرمني ژبه : فریدریش ویلهلم هرشل؛ زوکړه: د ۱۷۳۸ زکال د نومبر ۱۵ مه – مړینه: د ۱۸۲۲ زکال د اګست ۲۵ مه) جرمني الاصله بریتانوی ستور پوه او کمپوز جوړونکی و. هغه تر ډېره پورې له خپلې کوچنې خور، ستور پوهې کارولین هرشل (زوکړه:۱۷۵۰ زکال – مړینه: ۱۸۴۸ زکال) سره همکاري لرله. ویلیام هرشل د هانوفر په انتخابګر مېشته سیمه کې وزېږېد؛ نوموړی وړاندې له هغه چې د ۱۹ کلنۍ په عمر په ۱۷۵۷ زکال کې لویې بریتانیا ته کډوال شي له خپل پلار وروسته د هانوفر د پوځ په ارکستر کې شامل شو. [۱][۲][۳][۴]

هرشل خپل لومړنی لوی تلسکوپ په ۱۷۷۴ زکال کې جوړ کړ او له هغو وروسته یې ۹ کاله د آسمان په مشاهده تېر کړل څو د جوړه یي ستورو اړوند څېړنه وکړي. هرشل په ۱۸۰۲ زکال کې د سحابي (د ستورو ترمنځ د ګازاتو او پلازما څخه د جوړ ګرد) کتلوګ خپور کړ چې ۲۵۰۰ نمونو په کې شتون درلود؛ ورپسې یې په ۱۸۲۰ زکال کې د ۵۰۰۰ نمونو لرونکی بل کتلوګ خپور کړ. د هرشل د تلسکوپ د تفکیک وړتیا وښووله چې د مسیه د اجرامو په کتلوګ کې هغه اجرام چې سحابي ورته ویل کېږي په واقعیت کې د ستورو اړوندې کوچنې ټوټې دي. د ۱۷۸۱ زکال د مارچ په ۱۳ مه هغه مهال چې نوموړي د آسمان مشاهده کوله د جوزا په فلکي جوړښت کې یې نوي جسم ته پام شو. له نورو ستور پوهانو سره له اونیو بحثونو او د هغوی د هوکړې له لاسته راوړو وروسته یې څرګنده کړه چې دا نوې سیاره ده چې بیا بالاخره ورباندې د اورانوس نوم کېښودل شو. دا لومړنۍ سیاره وه چې له لرغونې زمانې وروسته کشف شوه او په دې سره هرشل په یوه شپه کې شهرت ته ورسېد. د دغه کشف په پایله کې دریم جورج نوموړی د دربار نجومي وټاکه. هغه د سلطنتي ټولنې غړی وټاکل شو او د نوي تلسکوپ جوړولو په موخه ورسره مالي مرستې وشوې.

هرشل د نجومي طیف سنجۍ څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې مخکښ و؛ هغه د تودوخې سنجونکو وسایلو او منشورنو (بلورونو) څخه په ګټڼې کولای شول د ستورو د امواجو د طیف اوږدوالی وسنجوي. د دغو څېړنو پر مهال هر شل ماورا بنفش وړانګه کشف کړه. د نوموړي په نورو چارو کې د مریخ د دوران د مهال کره توضیح، دا چې د مریخ قطبي سرونه په فصل کې تغیر مومي، د تیتانیا او اوبرون (د اورانوس سپوږمۍ دي) او همدارنګه د انسلادوس او میماس (د زهل سپوږمۍ) کشفول شاملېږي. هرشل په ۱۸۱۶ زکال کې د سلطنتي ولفي بنسټ د شوالیه (مخکښ) ځایګی خپل کړ. نوموړی په ۱۸۲۰ زکال کې د ستورپوهنې د سلطنتي ټولنې له تاسیس وروسته د هغو لومړی مشر وټاکل شو. هرشل د ۱۸۲۲ زکال په اګست میاشت کې ومړ او چارو ته یې د هغه یوازني زوی جان هرشل دوام ورکړ. [۵][۶]

لومړی ژوند او موسیقاري چارې[سمول]

هرشل د جرمني په انتخابګر نشینه هانوفر سیمه کې وزېږېد چې هغه مهال د روم د مقدسې سترواکۍ برخه و. نوموړی د ایزاک هرشل او د هغه د مېرمنې انا ایلسه موریتزن له لسو ماشومانو څخه و چې لوتري جرمني اجدا یې لرل. د نوموړي اجداد له پیرنا څخه ساکسوني ته راکډه شوي و. دغه لیدلوری چې نوموړی د بوهمیا له پروتستانتانو څخه و د هامل له خوا له پوښتنې سره مخ شوي، ځکه د هرشل کورنی نوم له یوې پېړۍ راهیسې په هغه سیمه کې شتون درلود چېرې چې د نوموړي کورنۍ ژوند کاوه.

د هرشل پلار په هانوفر پوځي جوړښت کې ترومپېت غږونکی و. په ۱۷۵۵ زکال کې د هانوفر ګارد چې ویلهلم یا ویلیام او د هغه ورور ژاکوب په کې د ترامپیت غږونکو په توګه کار کوه انګلستان ته وغوښتل شو. دغه مهال د لویې بریتانا او هانوفر پاچاهۍ د د پاچا دویم جورج تر واکمنۍ لاندې یو موټی شوې وې. له فرانسې سره د جګړې د ګواښ په زیاتېدو سره هانوفري ګارد له هانوفر څخه د دفاع په موخه له انګلستان راوغوښتل شو. په هاسټنبک جګړه کې د هغوی له ماتې وروسته، د ۱۷۵۷ زکال په وروستیو کې د هرشل پلارایزاک خپل دوه زامن د کډوالۍ په موخه انګلستان ته ولېږل. په داسې حال کې چې د نوموړي مشر ورور ژاکوب له هانوفري ګارد څخه ترخیص اخیستی و او ویلهلم له خدمت څخه په تېښته تورن شو خو بیا ورته دریم جورج په ۱۷۸۲ زکال کې بخښنه وکړه. [۷][۸]

دغه مهال ویلهلم ۱۹ کاله عمر درلود او د انګلیسي ژبې تکړه زده کوونکی و. نوموړی په انګلستان کې د خپل نوم په انګلیسي ډول یا فریدریک ویلیام هرشل باندې خپلو چارو ته دوام ورکړ.

نوموړي د ترومپېت سربېره ویلون، هارپسیکورد او وروسته ارګن هم غږولی شو. نوموړي د ګڼ شمېر موسیقاری اثارو کمپوزونه جوړ کړي و چې ۲۴ سمپونيک اثار، ګڼ شمېر یو غږ لرونکي اثار او یو شمېر کلیسايي موسیقۍ په کې شاملېږي. شپږ سمپونيک آثار یې د ۲۰۰۲ زکال په اپرېل میاشت کې د لندن موزارت موسیقۍ غږونکو (London Mozart Players) له خوا د ماتیاس بامرت تر رهبرۍ لاندې ثبت شول. [۹][۱۰][۱۱]

هرشل په ۱۷۶۱ زکال کې سانډرلنډ ته کډه وکړه چېرې چې چارلز آویزون هغه د خپل نیوکسل ارکستر د تکنوازه ویلون غږونکي په توګه وګماره او د یو فصل لپاره یې هلته کار وکړ. [۱۲][۱۳][۱۴]

په ۱۷۶۶ زکال کې هرشل په باث ښار کې د اته ضلعي سالون ارګن غږونکی شو؛ هغه ښکلې ودانۍ چې په ارامښت ځای یې شهرت درلود او هرشل هم د دغه ښار د عامه کنسرتونو مدیر و. نوموړی په ۱۷۶۶ زکال کې د ښار ارګن غږونکی وټاکل شو او خپل پیلنی کنسرت یې د ۱۷۶۷ زکال د جنوري په لومړۍ نېټه ترسره کړ. له دې امله چې تر دغه مهاله د ارګن جوړښت لا بشپړه وده نه وه کړې نوموړي د ویلون کنسرتو، ترامپیت کنسرتو او هارپسیکورد سوناتا په ګډون د خپلو کمپوزونو په وړاندې کولو سره خپله وړتیا وښوله. [۱۵][۱۶][۱۷]

د نوموړي خور کارولین د ۱۷۷۲ زکال د اګست په ۲۴ مه انګلستان ته راغله څو له ویلیام سره د باث ښار په نیوکېنګ واټ کې ژوند وکړي. دغه مهال د هر شل وروڼه دیتریش، الکساندر او ژاکوب (۱۷۳۴- ۱۷۹۲ زکال) د باث ښار د موسیقۍ غږونکو په توګه پېژندل کېدل. په ۱۷۸۰ زکال کې هرشل د باث ښار د ارکستر مدیر وټاکل شو او خور به یې هم تر ډېره د زیر غږ لرونکې تک نوازې په توګه راڅرګندېده. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

کورنۍ او مړینه[سمول]

د ۱۷۸۸ زکال د مۍ میاشتې په ۸ مه، ویلیام هرشل له کونډې ماري پیت (کورنی نوم یې بالدوین و) سره د سلاو د آپتون سیمې په سنت لورانس کلیسا کې واده وکړ. هغوی د جان په نوم یو زوی درلود چې د ۱۷۹۲ زکال د مارچ په ۷ مه رصد خانې ته په اړوند کور کې وزېږېد. د ویلیام مخینې او د یو عالم په توګه د نوموړي څرګندېدو د هغه د ماشومانو او لمسیانو پر لویوالي پام وړ اغېز درلود. نوموړی په ۱۷۸۸ زکال کې د امریکا د علومو او هنرونو د اکاډمۍ د بهرني افتخاري غړي په توګه وټاکل شو. په ۱۸۱۶ زکال کې ویلیام د ولیعهد شهزاده له خوا د ولفي سلطنتي ټولنې شوالیه (مخکښ) وټاکل شو او د «ښاغلي» افتخاري لقب ورکړل شو، په داسې حال کې چې د بریتانیا د رسمي شوالیه و له ځایګي سره برابر نه و. نوموړي مرسته وکړه څو په ۱۸۲۰ زکال کې د لندن د ستورپوهنې ټولنه رامنځته شي؛ دغې ټولنې په ۱۸۳۱ زکال کې سلطنتي فرمان ترلاسه کړ او د ستور پوهنې په سلطنتي ټولنې واوښته. نوموړی په ۱۸۱۳ زکال کې د سویډن د علومو د سلطنتي اکاډمۍ د بهرني غړي په توګه وټاکل شو. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

هرشل د ۱۸۲۲ زکال د اګست په ۲۵ مه له یوې اوږد مهالې ناروغۍ وروسته د سلاو د وینزر واټ په رصد خانه کې ومړ. نوموړی د سلاو په آپتون سیمه کې د سنت لورنس کلیسا ته څېرمه خښ کړای شو. د هغه د قبر په ډبره لیکل شوي چې؛ هغه د اسمانانو له دیوالونو تېر شوی (Coelorum perrupit claustra). [۲۸]

کارولین د هغه په مړینې سخته خواشینه شوه او د هغه له مړینې وروسته فورا هانوفر ته ستنه شوه؛ هغه پرېکړه چې وروسته پرې پښېمانه وه. هغې ۵۰ کاله په انګستان کې ژوند کړی و او علایق یې په شدیده توګه په هانوفر کې د خپلې کورنۍ پر ځای له خپل وراره جان هرشل سره یوشان و چې هغه هم ستور پوه و. هغې د سحابي ګانو د نوملړ په جوړولو خپل کار ته دوام ورکړ او هغه څه یې تولید کړل چې وروسته د سحابي ګانو په عامه نوي نوملړ واوښت. نوموړې د ۱۸۴۸ زکال د جنوري په ۹ مه مړه شوه. [۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. Hoskin, Michael, سمونګر (2003). Caroline Herschel's autobiographies. Cambridge: Science History Publ. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0905193069. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. "Herschel". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  4. "Sir William Herschel | British-German astronomer". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "Herschel discovers infrared light". Cool Cosmos. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "Mars in the Classroom". Copus. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Hoskin, M. (2004). "Was William Herschel a deserter?". Journal for the History of Astronomy. 35, Part 3 (120): 356–358. Bibcode:2004JHA....35..356H. doi:10.1177/002182860403500307. S2CID 117464495. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Clerke, Agnes M (1908). "A Popular History of Astronomy During the Nineteenth Century" (چاپ 4 (republished as eBook number 28247)). London (republished eText): Adam and Charles Black (republished Project Gutenberg): 18. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود)
  9. Griffiths, Martin (18 October 2009). "Music(ian) of the spheres William Herschel and the astronomical revolution". LabLit. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Chan 10048 William Herschel (1738–1822)". Chandos. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Holmes 2008، مم. 67.
  12. "Seagull city: Sunderland's literary and cultural heritage". Seagull city. 24 May 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Lubbock, Constance Ann (1933). The Herschel Chronicle: The Life-story of William Herschel and His Sister, Caroline Herschel. CUP Archive. د کتاب پاڼي 1–. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Barentine, John C. (2015). The Lost Constellations: A History of Obsolete, Extinct, or Forgotten Star Lore. Springer. د کتاب پاڼې 410. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783319227955. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Cowgill, Rachel; Holman, Peter, سمونګران (2007). Music in the British Provinces, 1690–1914. London and New York: Routledge. د کتاب پاڼي 100–111. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781351557313. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Macpherson, Hector Copland (1919). Herschel. London & New York: Society for Promoting Christian Knowledge; Macmillan. د کتاب پاڼې 13. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Duckles, V. (1962). "Sir William Herschel as a Composer". Publications of the Astronomical Society of the Pacific. 74 (436): 55–59. Bibcode:1962PASP...74...55D. doi:10.1086/127756. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Schaarwächter, Jürgen (2015). Two Centuries of British Symphonism: From the beginnings to 1945. Olms: Verlag. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783487152288. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Winterburn, E. (25 June 2014). "Philomaths, Herschel, and the myth of the self-taught man". Notes and Records. 68 (3): 207–225. doi:10.1098/rsnr.2014.0027. PMC 4123665. PMID 25254276. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Hoskin, M. (1980), "Alexander Herschel: The forgotten partner", Journal for the History of Astronomy, 35 (4): 387–420, Bibcode:1980JHA....11..153H, doi:10.1177/002182868001100301, S2CID 115478560. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "Welcome to Herschel Museum of Astronomy". Herschel Museum of Astronomy. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Hoskin, Michael, سمونګر (2003). Caroline Herschel's autobiographies. Cambridge: Science History Publ. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0905193069. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Hanham, A.; Hoskin, M. (2013). "The Herschel Knighthoods: Facts and Fiction". Journal for the History of Astronomy. 44 (120): 149–164. Bibcode:2013JHA....44..149H. doi:10.1177/002182861304400202. S2CID 118171124. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. "Book of Members, 1780–2010: Chapter H" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. "A brief history of the RAS". Royal Astronomical Society. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Shortland, E. (1820). "The Astronomical Society of London". Journal of the British Astronomical Association. 81: 44–47. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Holmes 2008، مم. 186.
  28. Pendergrast, Mark (2004). Mirror mirror : a history of the human love affair with reflection. New York: Basic Books. د کتاب پاڼې 159. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0465054718. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Herschel, Caroline (1876). Herschel, Mrs. John (سمونګر). Memoir and Correspondence of Caroline Herschel. London: John Murray, Albemarle Street. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Olson, Roberta J. M.; Pasachoff, Jay M. (2012). "The Comets of Caroline Herschel (1750–1848), Sleuth of the Skies at Slough". Culture and Cosmos. 16: 53–80. arXiv:1212.0809. Bibcode:2012arXiv1212.0809O. doi:10.46472/CC.01216.0213 تأكد من صحة قيمة|doi= (لارښود). S2CID 117934098. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. "Caroline Herschel Biography". Space.com. 4 September 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)