ويکيپېډيا:د نن ورځې غوره ليکنه/2015/12

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پوهاند زیار

پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار (په انگرېزي: Mujawir Ahmad Zyar) د افغانستان يو ژبور څېړونکی ، ژبپوه، لرغونپوه، شاعر، ليکوال او اديب دی نوموړی په ۱۹۳۷ زېږديز کال د ننگرهار د مزينې رود په حصارک کې وزېږېد . له 1966 تر 1972 ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر کاري برخوال په توگه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه ، ادبپوهنه او توکمپوهنه ( اتنالوجۍ ) کې د ماسترۍ او ډاکترۍ لوړترين بريليکونه ترلاسه کړي دي . له هغه راهيسې يې د کابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ وړې ده . بشپړ متن ...