ويلیم روفس کېنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ويلیم روفس کېنګ
ويلیم روفس کېنګ
ويلیم روفس کېنګ

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل نری رنځ   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت نری رنځ   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ويلیم روفس کېنګ
ويلیم روفس کېنګ

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ويلیم روفس دیوین کېنګ (د ۱۷۸۶ ز کال، د اپریل له ۷ مې – د ۱۸۵۳ز کال د اپریل تر ۱۸مې پورې) یو امریکایی سیاستوال او ډیپلومات و او د ۱۸۵۳ ز کال د مارچ له څلورمې نه تر اپریل پورې تر خپلې مړینې د متحده ایالاتو دیارلسم مرستیال و لسمشر و. له دې وړاندې نوموړي د شمالي کرولاینا په استازیتوب، د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې او او د الاباما د سناتور په توګه دنده ترسره کړې وه. هغه د ولسمشر جیمز ناکس پولک تر مشرۍ لاندې د فرانسې په چارو کې د وزیر (سفیر) په توګه دنده پر مخ وړې وه.

نوموړی یو دیموکرات، اتحاد غوښتونکی و او د هغه هم عصر کسان هغه په اداري سیمو د وېش، غلامۍ او د لوېدیځ پر لور د پراختیا په موضوعاتو کې د یوه معتدل کس په توګه په ګوته کوي، چې د امریکا له کورنۍ جګړې سر یې مرسته وکړه. نوموړي د ۱۸۵۰ ز کال د سولې تړون په ترتیب کې ونډه واخسته. هغه د متحده ایالاتو یوازینی مرستیال ولسمشر دی چې په بهرنۍ خاوره کې یې لوړه ترسره کړې، ځکه چې د خراب روغتیایی حالت له امله د نوموړي د لوړې مراسم په کیوبا کې ترسره شول. نوموړی د نري رنځ له امله ۴۵ ورځې وروسته مړ شو او د ولسمشر درېیم مرستیال شو، چې د دندې پر مهال له نړۍ سترګې پټوي. یوازې جان ټایلر او انډریو جانسن، چې دواړه د ولسمشر ځایناستي شول، د نوموړي په پرتله لنډ مهاله دندې درلودې. کېنګ د الاباما په استازیتوب د متحده ایالاتو یوازینی مرستیال ولسمشر و. [۱]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

کېنګ د شمالي کرولاینا په سمپسن ناحیه کې د وېلیم کېنګ او مارګریټ دي وین په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د نوموړي کورنۍ لویه، شتمنه او د غوره اړیکو درلودنکې وه. هغه په چپل هیل کې د شمالي کرولاینا له پوهنتون نه په ۱۸۰۳ ز کال کې فارغ شو، چې په هغه ځای کې نوموړی د بشرپالنې د ټولنې غړی و. ويلیم الکساندر ګراهام، چې نوموړی وروسته، د ۱۸۵۲ ز کال په ټاکنو کې پر وړاندې ودرېد، په همدې دوره کې په دې پوهنتون کې زده کړې کولې (ګراهام د سیالې منطقي بحث د ټولنې غړی و). هغه د شمالي کرولاینا د فایت ویل له قاضي ویلیم ډفي سره قانون ولوست او وروسته په ۱۸۰۶ ز کال کې مدافع وکیل شو او په کلنټن سیمه کې یې کار پیل کړ. نوموړی د فري مېسن د ټولنې یو زړور غړی و او د فایت ویل د فینکس د فري مېسن د ۸ شمېرې جونګړې غړیتوب یې درلود.  

سیاسي تجربه[سمول]

کېنګ په سیاست کې پښه کېښوده او د شمالي کرولاینا د ولسي جرګې د غړي په توګه وټاکل شو، چې نوموړي په دې ځای کې له ۱۸۰۷ ز نه تر ۱۸۰۹ز کال پورې خدمت و کړ او په ۱۸۱۰ ز کال کې د شمالي کرولاینا د وېلېمېنګټن ښار حقوقي سلاکار شو. نوموړی د کانګرېس په دوولسمه، ديارلسم هاو، څوارلسمه دوره کې د استازي په توګه وټاکل شو چې د ۱۸۱۱ ز کال د مارچ له ۴ مې نه د ۱۸۱۶ ز کال د نومبر تر ۴مې پورې یې تر هغه وخته پورې خدمت وکړ، چې له دې چوکۍ یې استعفا ورکړه او د ويلیم پنکني د سکرتر په توګه و ټاکل شو، چې د روسیي په چارو کې د دولت وزیر او د نیپال د ډيپلوماتیک ماموریت لپاره ځانګړی استازی و. کېنګ یوازې ۲۴ کاله عمر درلود، چې د لومړي ځل لپاره یې کانګرس ته لاره وموندله (هغه د استازو د مجلس لپاره د دورې تر پیل پورې  د ۲۵ کلونو قانوني عمر ته نه و رسېدلی، خو د کانګرس دوولسمه دوره، د ۱۸۱۱ ز کال د نومبرله ۴ مې پیل نه شوه او کېنګ تر هغه وخته پورې د لوړې مراسم نه وو ترسره کړي.)

کله چې نوموړی په ۱۸۱۸ ز کال کې متحده ایالاتو ته راستون شو، د لوېدیځ پر لور په وړاندې سویل کې یې د پنبې کاروبار پیل کړ، چې د الاباما په دالاس ناحیه کې د الاباما سیند په اوږدو کې د اوسنیو سیلما او کاهابا سیمو تر منځ، چې په وروستیو کې له مسیسیپي نه جلا شوې وې، ملکیت وپېرود چې وروسته د کېنګ بېنډ په نوم مشهور شو. نوموړي د غلام کارګرانو پر مټ د پنبې لوی کښت رامنځ ته کړ چې د "چیسټنټ هیل" په نوم یادېده. کېنګ او د هغه خپلوان د دې ایالات د غلامانو ترټولو لویه درلودونکې کورنۍ شوه ،چې په ټولیزه توګه یې نږدې ۵۰۰ غلامان درلودل.  

وییم روفس کېنګ د هغه کنوانسیون استازی و، چې د الاباما ایالتي حکومت یې تشکیل کړ. کله چې الاباما په ۱۸۱۹ ز کال کې د ۲۲م ایالت په توګه را منځ ته شوه، نوموړی د ایالت د مقننه قوې له خوا د ډیموکرات - جمهوري غوښتونکو په استازیتوب د متحده ایالاتو د سنا مجلس ته وټاکل شو.

کېنګ د انډریو جکسن ملاتړی و او نوموړی چې د ۱۸۱۹ ز کال د ډسمبر له ۱۴ مې نه په سنا کې خدمت پیل کړ، په ۱۸۲۲، ۱۸۲۸، ۱۸۳۴، ۱۸۴۱ ز کلونو کې د جکسن د پلوي په توګه سنا ته و ټاکل شو او د ۱۸۴۴ ز کال د اپریل په ۱۵ مه یې استعفا ورکړه. د دې مودې په اوږدو کې، د ۱۸۲۴ ز کال د مارچ او اپریل په میاشتو کې نوموړي د دیموکرات جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا د ۱۸۲۴ز کال په ټولټاکنو کې د مرستیال ولسمشر د چوکۍ د نوماندۍ لپاره د رایو په لومړي پړاو کې د ټاکل کېدو ویاړ ترلاسه کړ. نوموړي وروسته د ۲۴ نه تر ۲۷ دورې پورې د متحده ایالاتو د سنا د لنډمهاله رئیس په توګه دنده ترسره کړه. کېنګ به سنا مجلس کې د عامه ځمکو او د سوداګرۍ د کمېټې رئیس هم و.

نوموړی له ۱۸۴۴ ز کال نه تر ۱۸۴۶ ز کال پورې د فرانسې په چارو کې د وزیر (سفیر) په توګه وټاکل. کېنګ متحده ایالاتو ته د راستنیدو سره سم، په سنا کې بېرته دنده پیل کړه، او د ارتور پی د استعفا له امله د هغه تشې چوکۍ ته وټاکل شو. هغه د ۱۸۴۸ ز کال د جولای له لومړۍ نېټې نه د ۱۸۵۲ ز کال د ډسمبر تر شلمې  نېټې پورې په خپله چوکۍ پاتې شو، خو په دې وخت کې نوموړي د ناروغۍپه سبب، د امریکا د مرستیال ولسمشر د ټاکل کېدو له امله استعفا ورکړه.  

کېنګ د هغو شخړو په ترڅ کې چې د ۱۸۵۰ ز کال د جوړجاړي لامل شوې، د غلامۍ ضد غوښتنو په وړاندې، د سنا د اوږده بحث د منعې له قانون نه ملاتړ وکړ او د کولمبیا په ولسوالۍ کې د غلامۍ د پای له وړاندیز سره چې د کانګرس له خوا پلی کېده، مخالفت وکړ. کینګ د غلامۍ پلوه درېځ ملاتړ وکړ او استدلال یې وکړ چې: اساسي قانون په سویلي ایالتونو او فدرالي سیمو کې د غلامۍ بنسټ خوندي کړی. نوموړي په دې سیمو کې د غلامۍ د پای د پلویانو د هڅو او هم د غلامۍ پلوه سخت درېځو له خو،ا د سويل د تجزیې له غوښتنې سره مخالفت وکړ.[۲]

د ۱۸۵۰ ز کال  د جولای په ۱۱ مه نېټه د ولسمشر زکاري تایلر له مړینې دوه ورځې وروسته، کېنګ د سنا د لنډمهاله ولسمشر په توګه وټاکل شو، ځکه چې میلرډ فیلمور د ولسمشرۍ چوکۍ ته وټاکل شو، نو د مرستیال ولسمشر چوکۍ خالي وه، چې د هغه وخت د قانون پر بنسټ کېنګ د ولسمشر د مرستیال ځایناستۍ شو. نوموړي د سنا په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې او د تقاعد د کمېټې د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

سرچینې[سمول]

  1. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.