نری رنځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نری رنځ
ډلبندۍ او باندنۍ سرچينې
Chest X-ray of a patient with far-advanced tuberculosis
ICD-10 A15.A19.
ICD-9 010018
OMIM 607948
DiseasesDB 8515
MedlinePlus 000077 کينډۍ:MedlinePlus2
eMedicine med/2324  emerg/618 radio/411
MeSH D014376

نری رنځ چې د سل او توبرکلوز (په انگرېزي:Tuberculosis) په نومونو هم يادېږي، يوه مزمنه انتاني ناروغي ده چې د ميکوباکټېريام ټوبرکلوسېز په مېکروب تر اخته کېدو وروسته دا ناروغي پېښېږي.[۱] د نري رنځ په ناروغۍ کې اکثراً سږي اغېزمن کېږي، خو دا يوه داسې ناروغي هم ده چې د بدن نور غړي هم په ناروغۍ اخته کولای شي. دا ناروغي د هوا له لارې هغه وخت چې ناروغ ټوخېږي، پرينجېږي او يا هم توکاڼی غورځوي نو د ناروغ دغه عمل روغ وگړي په ناروغۍ اخته کوي.[۲] په انسانانو کې اکثره انتاني ناروغۍ د بې علايمو، پټو انتانونو په توگه پېښېږي، او نژدې يو په لسو پټو انتاني ناروغيو کې د يوې فعالې ناروغۍ په لور وده کوي، چې که دا حالت بې درملنې پاتې شي، نو دا په ۵۰٪ ناروغانو کې د مړينې سبب گرځېدلی شي.

د دې ناروغۍ عامې نښې اوږدمهاله ټوخی چې اکثراً په وينو ککړ بلغم ورسره مل وي، تبه، د شپې خوله، او وزن بايلنه دي. د بدن د نورو غړو انتانيت بيا د گڼ شمېر نښو نښانو سره راڅرگندېږي. د دې ناروغۍ پېژندنه د راډيولوژۍ په تخيک پورې تړاو لري، چې د ناروغ د ټټر اکس رې اخيستل د دې ناروغۍ په تشخيص کې يوه اړين کار دی، د دې تر څنگ د توبرکلوز جلدي آزمېښت، د وينې آزمېښت، او همداراز مايکروسکوپي لابراتواري آزمېښتونه او د مېکروبو د شتون د پاره د بدن د معاياتو مايکروبيالوژيکي کرنې د يادولو وړ آزمېښتونه دي. د نري رنځ درملنه د اوږدې مودې او ډېره مشکله او ستونزمنه ده. د دې ناروغي درملنه د اوږدې مودې لپاره د انټيبيوتيکونو د کارولو پورې اړه لري. هغه څوک چې د ناروغ د کتنې لپاره روغتون ته ورځي د هغه څارنه هم بايد د طبي املې له لوري وشي او د اړتيا په وخت کې يې درملنه هم وشي. د انتيبيوتيکونو په وړاندې د نري رنځ د مېکروبو مقاومت هغه لويه ستونزه ده چې په ځينو ناروغانو کې ليدل شوې. د درملو په وړاندې د مېکروبو مقاومت اکثراً د گڼ درملي مقاوم توبرکلوسېز يا multi-drug-resistant tuberculosis په ناروغۍ کې ليدل کېږي. د توبرکلوسېز نه ځان ژغورنه د گڼ شمېر طبي کتنو او د واکسينونو د پروگرام پورې اړه لري، د نري رنځ نه د ژغورنې لپاره اکثراً د Bacillus Calmette-Guérin واکسين کارېږي.

داسې اټکل کېږي چې د نړۍ نژدې درېمه برخه وگړي د ميکوباکټېريم توبرکلوسېز په مېکروب اخته دي،[۳] او همداشان په هرې ثانيې کې يو روغ کس په دغه مېکروب اخته کېږي.[۴] د هغو خلکو تناسب چې په هر کال کې د توبرکلوسېز يا نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي ثابته دی او يا هم په نړېواله کچه مخ په ټيټه روان دی، خو د وگړو د شمېر ډېرېدل دا په ثبوت رسوي چې د نوو پېښو مطلقه شمېره لا تر اوسه پورې مخ په لوړه ده.[۴] په 2007 ز. کال کې نژدې 13.7 ميليونه وگړي د اوږدمهالي فعالې ناروغۍ پېژندل شوي، نژدې 9.3 ميليونه نوې پېښې، او نژدې 1.8 ميليونه مړينې چې ډېری يې د مخ په ودې هېوادونو کې و راپور ورکړ شوی.[۵] د دې تر څنگ د مخ په ودې هېوادونو کې ډېر خلک د نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي دا ځکه چې د هغوی د بدن معافيت د معافيت کمزوري کوونکي درملو، د مخدره موادو کارېدنه او يا هم د اېډز د ناروغۍ په سبب کمزوری وي. په نړېواله کچه د نري رنځ خپرېدا يوه منظمه پروسه نه ده، په ډېری آسيايي او افريقايي هېوادونو کې نژدې ۸۰٪ وگړي د توبرکلوز په معاينه کې مثبته نتيجه ښکاره کوي، خو د امريکا په متحده ايالاتو کې يوازې 5-10% وگړي د معاينې په وخت مثبته نتيجه ښيي.[۱]

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Kumar, Vinay; Abbas, Abul K.; Fausto, Nelson; & Mitchell, Richard N. (2007). Robbins Basic Pathology (الطبعة 8th). Saunders Elsevier. د کتاب پاڼي 516–522. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4160-2973-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  2. Konstantinos, A (2010). "Testing for tuberculosis". Australian Prescriber, 33:12-18. http://www.australianprescriber.com/magazine/33/1/12/18/
  3. Jasmer RM, Nahid P, Hopewell PC (December 2002). "Clinical practice. Latent tuberculosis infection". N. Engl. J. Med. 347 (23): 1860–6. doi:10.1056/NEJMcp021045. PMID 12466511. http://jasoncartermd.com/resources/pdf/Latent%20TB%20Infection.pdf. 
  4. ۴٫۰ ۴٫۱