ورک شوی نسل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ورک شوی نسل هغه ټولنیزې نسلي ډلې ته ویل کېږي چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال نوې ځوانۍ ته رسېدلې وه. په دغه اصطلاح کې د «ورک شوي» کلمه له جګړې وروسته دورې لومړیو کې «سرګردانه او لار ورکو» پاتې کسانو ته اشاره کوي. له دې سربېره دغه اصطلاح په ځانګړې توګه په امریکا کې میشتو هغو لیکوالانو ته هم کارول کېږي چې د ۱۹۲۰مې لسیزې پر مهال یې په پاریس کې ژوند کاوه. د دغې اصطلاح ابداع ترود سټاین ته اړونده بلل کېږي چې بیا د ارنست همینګوی له خوا په ۱۹۲۶ زکال کې د «لمر بیا راخېژي: تاسو ټول ورک شوي نسل ته اړوند یاست» (The Sun Also Rises: "You are all a lost generation.") تر نامه لاندې ناول کې د کارېدو له امله یې شهرت وموند. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

په ټولیزه توګه په ورک شوي نسل کې هغه کسان شاملېږي چې له ۱۸۸۳ زکال څخه تر ۱۹۰۰ زکال پورې زېږېدلي. د صنعتي انقلاب د رامنځته کېدو پر مهال د ورک شوي نسل لویدیځ غړي په زیاتو باسواده، مصرف پالونکو او له رسنیو څخه په اشباع ټولنو کې را لوی شول، خو ورته مهال یې د بشپړو محافظه کارانه ارزښتونو له ساتنې سره لېوالتیا لرله. [۷]

دغې ډلې ته اړوند ځوانان په لویه کچه په لومړۍ نړیواله جګړه کې ښکېل شول، هغه جګړه چې د هغوی د ژوندانه په اوږدو کې د دوی د سني ډلو د ټاکونکې لحظې په توګه ګڼل کېږي. ځوانو ښځینه و هم په دغه جګړه کې مرسته کوله او له جګړې اغېزمنې شوې چې له هغو وروسته یې په سیاسي ډګر او د ژوندانه په نورو برخو کې پریمانه آزادیو ته لاسرسی وموند. له دې سربېره ورک شوی نسل د هسپانوي انفلونزا د وبا له امله هم پام وړ زیان ولید او د ځلاندې شلېزې پر مهال په یو شمېر مهمو ښارونو کې د کلتوري بدلونونو په محرکه قوه واوښتل

له دې وروسته هغوی د لوی اقتصادي ناورین اغېزې تجربه کړې او ډیری یې د دویمې نړیوالې جګړې ډګر ته د خپلو اولادونو د تلو شاهد و. په پرمختللې نړۍ کې دوی له جګړې څخه په وروسته لسیزو کې تقاعد ته په رسېدو په منځنۍ کچه ژوندانه ته د تمې لرلو هیلې پیدا کړې چې آن یو شمېر یې په پام وړ توګه له کچې زیات ژوند وکړ. د دغې دورې وروستی پاتې شوی کس چې په ۱۹ مه پېړۍ کې زېږېدلی و په ۲۰۱۸ زکال کې ومړ.

ځانګړنې[سمول]

د ماشومتوب او نوې ځوانۍ پر مهال[سمول]

کورنی ژوند او روزنه[سمول]

هغه مهال چې ورک شوی نسل د لوی کېدو په حالت کې و، د کورنیو ایډیال نظام په ټولیزه توګه په داسې بڼه و چې د کور نارینه په کې د کور لپاره نفقه موندونکی او اصلي اقتدار لرونکی شخصیت و؛ په داسې حال کې چې مېرمن به یې ځان د کور چارو او د ماشومانو تربیې ته وقف کړی و. ډیری متاهلو جوړو هڅه کوله څو خپل ژوند لږ تر لږه له دغه لیدلوري سره برابر کړي. دا معموله وه چې د یوې کورنۍ درې جلا نسلونه دې یو مشترک کور ولري. بډایه کورنیو بیا لیوالتیا لرله چې کورني خدمت کوونکي ولري، په داسې حال کې چې د هغوی شمېر له یوه مجرد خدمت کوونکي څخه تر یوې لویې ډلې پورې د کورنۍ د شتمنۍ کچې ته اړوند و. [۸][۹][۱۰][۱۱]

د ماشومانو د هوساینې اړوند عمومي اندېښنې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې له ماشومانو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې څخه د مخنیوي په موخه د قوانینو د تصویب او ټولنیزو جوړښتونو له امله زیاته شوې. دولت په مخ پر زیاتېدوني ډول په خصوصي کورونو او کورني ژوند کې د قانوني مداخلې حق ترلاسه کړ څو له قانوني سن څخه د کم عمر لرونکو کسانو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیولای شي. له دې سره د ناسم چلن له امله د ماشومانو وهل ډبول نه یوازې چې دود چاره وه، بلکې د یوه مسئول پالونکي له دندو څخه ګڼل کېده. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

روغتیايي او د ژوندانه شرایط[سمول]

په ښاري سیمو کې د انساني فاضله موادو د ویستو لپاره د فاضلابو طراحي شوو سیستمونو چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې یې په صنعتي ښارونو کې وده کړې وه، د وبا په څېر یو شمېر ناروغیو په کمښت کې یې مرسته کوله. د څښاک د اوبو د کیفیت اړوند قانوني معیارونه هم مخ پر رامنځته کېدو شول. له دې سره برېښنا ته د لاسرسي چټکتیا کمزورې وه او د ورک شوي نسل د را لوی کېدو پر مهال ګازي څراغونه او شمعې د کورونو د روښانه کولو لپاره تر ټولو دود وسایل و. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په داسې حال کې چې د ورک شوي نسل د لومړیو پر مهال د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې اړوند ډېر لږ مالومات شتون لري، خو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په خپل راپور کې څرګنده کړې چې په ۱۹۰۰ زکال کې له هرو لسو نویو زېږدلو امریکايي ماشومانو څخه یو یې د خپلې لومړۍ کالېزې وړاندې مړ کېده. د بریتانیا اړوند شمېرې ښيي چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د ماشومتوب په لومړیو پنځو کلونو کې له هرو څلور ماشومانو څخه نږدې یو ماشوم له مړینې سره مخ و. د ۱۸۰۰ زکال په پرتله چې دغه شمېره نږدې یو په درې وه، په راتلونکو سلو کلونو کې د ماشومانو د مړینې کچه راکمه شوې وه، خو د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې په پام وړ کچه راښکته شوه چې تر ۱۹۵۰ زکال پورې یو پر شلو ته ورسېده. دغه چاره په دې معنی وه چې په لږ عمر کې د ورک شوي نسل د غړو د مړینې کچه د هغوی د والدینو او اجدادو د مړینې ترکچې پورې تر یوه حده کمه وه، خو د هغو ماشومانو په پرتله چې په راتلونکو څو لسیزو کې تولد شوي و زیاته وه. [۲۰][۲۱]

سواد او زده کړې[سمول]

په کارخونو کې د ماشومانو د کار کولو محدود کوونکي قوانین له ۱۸۴۰ زکال راهیسې رامنځته شول چې بیا د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې ډېری لویدیځو هېوادونو د ماشومتوب په حد اقل څو کلونو کې زده کړې اجباري کړې. په ۱۹۰۰ زکال کې په متحده ایالاتو کې د بې سوادۍ کچه نږدې ۱۱ سلنه، په لویه بریتانیا کې ۳ سلنه او په جرمني کې یوازې یو سلنه راکښته شوه. ورته مهال د اروپا په ختیځ او سویل کې د بې سوادۍ او په ښوونځي کې د نه ګډون ستونزې په شدت سره احساس کېدلې. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د دغې دورې په ښوونځیو کې په نظم او دسپلین شدید ټینګار شتون درلود او له زده کوونکو تمه کېدله څو ټول موارد له یادو زده کړي. د ښوونکو له کموالي سره د مبارزې په موخه له ډېر عمر لرونکو زده کوونکو څخه د ځوانو زده کوونکو د ښوونې او روزنې په موخه کار اخیستل کېده. د ښوونځیو په زیاتوالي سره د عمر پر بنسټ په ټولګیو کې د زده کوونکو ویش پراختیا ومونده. [۳۳]

له دې سره په داسې حال کې چې د پېړۍ په لومړیو کې ډیری لویدیځو ماشومانو لومړنیو زده کړو ته لاسرسی درلود، متوسطه زده کړو بیا د ډېر لوکس ژوند لرونکو کسانو لپاره شتون درلود. په ۱۹۰۰ زکال کې له څوارلس کلنۍ څخه تر اوولس کلنۍ پورې یوازې ۱۱ سلنه امریکايي ځوانانو د عالي لیسې په کچه زده کړې کولې، هغه شمېر چې تر۱۹۱۰ زکال پورې یې ډېر لږ زیاتوالی وموند. په داسې حال کې چې له ۱۹۰۰ زکال څخه د لومړۍ نړیوالې جګړې تر مهاله د ښوونځي د پرېښودو رسمي عمر ۱۴ کاله و، ډېری بریتانوي ماشومانو کولای شول د سیمه ئیزو واکمنانو له خوا د وضع شوو قوانینو پر بنسټ په ۱۲ کلنۍ یا ۱۳ کلنۍ کې ښوونځی پرېږدي. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د ۹ کلنۍ یا ۱۰ کلنۍ په عمر د ښوونځي پرېښودل د کاناډايي ماشومانو لپاره کومه غیر معمول چاره نه وه. [۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. Hynes, Samuel (1990). A War Imagined: The First World War and English Culture. London: The Bodley Head. د کتاب پاڼې 386. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-370-30451-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Madsen, Alex (2015). Sonia Delaunay: Artist of the Lost Generation. Open Road Distribution. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781504008518. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Fitch, Noel Riley (1983). Sylvia Beach and the Lost Generation: A History of Literary Paris in the Twenties and Thirties. WW Norton. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780393302318. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Monk, Craig (2010). Writing the Lost Generation: Expatriate Autobiography and American Modernism. University of Iowa Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781587297434. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hemingway, Ernest (1996). The Sun Also Rises. New York: Scribner. OCLC 34476446. د کتاب نړيواله کره شمېره 0684830515. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Monk, Craig (2010). Writing the Lost Generation: Expatriate Autobiography and American Modernism. Iowa City, IA: University of Iowa Press. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781587297434. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Time use of millennials v. non-millennials". 8 April 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۹ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Family Life: New Roles for Wives and Children". www.encyclopedia.com. مؤرشف من الأصل في ۲۴ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. (په 21 September 2012 باندې). Servants: A life below stairs. BBC News.
  12. Myers, John E. B. "A Short History of Child Protection in America" (PDF). Sage Publishing. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۷ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Swain, Shurlee (October 2014). "History of child protection legislation" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۹ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 5 March 2008 باندې). Was childhood ever innocent?.
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. "Slow Sand Filtration of Water" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. "Achievements in Public Health, 1900-1999: Healthier Mothers and Babies". www.cdc.gov. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. O'Sullivan, Michael E. (1 January 2006). "Review of Kastner, Dieter, Kinderarbeit im Rheinland: Entstehung und Wirkung des ersten preußischen Gesetzes gegen die Arbeit von Kindern in Fabriken von 1839". www.h-net.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Hindman, Hugh (18 December 2014). The World of Child Labor: An Historical and Regional Survey. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317453864. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Timeline". Child labor in the U.S. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ نومبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Mass Primary Education in the Nineteenth Century". www.sociostudies.org. مؤرشف من الأصل في ۲۰ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Grinin, Leonid E.; Ilyin, Ilya V.; Herrmann, Peter; Korotayev, Andrey V. (2016). Globalistics and globalization studies: Global Transformations and Global Future. د کتاب پاڼې 66. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-5705750269. مؤرشف من الأصل في ۲۰ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  28. Lloyd, Amy. "Education, Literacy and the Reading Public" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۰ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۱. ...by 1900 illiteracy for both sexes [in England and Wales] had dropped to around 3 percent... by the late nineteenth century, the gap [in illiteracy] between England, Wales and Scotland had narrowed and closed الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Parallel worlds: literacy as a yardstick for development". مؤرشف من الأصل في ۲۰ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Mironov, Boris N. (1991). "The Development of Literacy in Russia and the USSR from the Tenth to the Twentieth Centuries". History of Education Quarterly. 31 (2): 229–252. doi:10.2307/368437. ISSN 0018-2680. JSTOR 368437. S2CID 144460404. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Parallel worlds: literacy as a yardstick for development". مؤرشف من الأصل في ۲۰ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Moving towards mass literacy in Spain, 1860-1930" (PDF). May 2019. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۰ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  34. "The 1900s Education: Overview | Encyclopedia.com". www.encyclopedia.com. مؤرشف من الأصل في ۲۴ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  36. Oreopoulos, Philip (May 2005). "Canadian Compulsory School Laws and their Impact on Educational Attainment and Future Earnings" (PDF). Statistics Canada. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۷ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)