واټن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

واټن (په انگرېزي: Distance) د دوه شيانو او ځايونو تر مېنځ د ليرېوالي حسابي څرگندونه ده. په فيزيک او يا هم په ورځيني سکالو کې، واټن فيزيکي اوږدوالي لور ته اشاره کوي او يا هم داسې اټکلېدنه چې په يو څو نورو شرايطو بنسټ شوې وي لکه د دوؤ هېوادونو تر مېنځ. په شمېرپوهنه کې يو واټنيز تابع يا مېټريک د فيزيکي واټن يو ټولگړی مفهوم دی. يو مېټريک يو داسې تابع دی چې د ځانگړو ټاکل شويو قوانينو له مخې خپل کړه وړه ترسره کوي او بله دا چې په يوې فضا کې د عناصرو تر مېنځ د نژدې والی او ليرې والی د څرگندولو يوه ثابته لار برابروي. په اکثرو قضيو کې د الف او ب تر مېنځ اوږدوالی د ب او الف تر مېنځ د واټن په مانا څرگندېږي.