هندواڼه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هنډوانه

هندوانه چې علمي نوم یې ( Citrullus lanatus ) دی په انگلیسي کې ورته watermelon او په دري کې ورته تربوز وایي. د دې مېوې اصلي سرچینه هندوستان دی او له هغه ځایه یې د نړۍ نورو سیموته لاره پیدا کړې ده .

هندوانه یو کلن نبات دی، چې پلنې پاڼې، څښېدونکی بوټی او ژېړ گلان لري، پوټکی یې شین او د ننه برخه یې سور رنگ لري .

هندوانه ډېره یخه ده، چې څومره یې خوږوالی زیاتېږي، نو گرم والي ته مایله کېږي. که چېرې اوبه یې په مخ او یا نور پوستکي وموښل شي، نو د مخ د پوستکي ښایست زیاتوي او انسان د پوټکي له ناروغیو ژغوري، مثانه ډېره قوي کوي او تیږه یا کاڼی یې له منځه وړي. که له خرما سره وخوړل شي، گټه یې ډېره زیاتېږي . حضرت نبي کریم (ص) به هندوانه له خرما سره یوځای خوړله، د هندوانې نورې هم ډېرې گټي دي، چې په لاندې مبارک حدیث کې یې یادونه شوې ده :

البطیخ طعام و شراب و ریحان یغسل المثانه وینظف البطن و یکثر ماء الظهر و یعین علی الجماع و ینقی البشره و یطع الابراه .

ژباړه : هندوانه هم ډوډۍ ده، هم اوبه او هم خوشبویي ده، چې مثانه پاکوي، خېټه ( معده ) نرمه ساتي، د ملا اوبه زیاتوي او جماع کې انسان ته قوت حاصلېږي او پوټکی پاکوي .

هندوانه د سیترولین په نامه امیني تېزاب، د کاروتن او لیکوپن په نامه ځینې نورو مواد او د مانیتول په نامه یو ډول قند لري او دغه راز د A.B.C ویټامینونو لرونکې هم ده .

په سل گرامه هندوانه کې لاندې مواد شتون لري :

اوبه 92 گرامه

پروتین 0/5 گرامه

غوړ مواد 0/2 گرامه

کلسیم 0/7 ملي گرامه

نشایسته 6 گرامه

فاسفورس 10 ملي گرامه

اوسپنه 0/5 ملي گرامه

سودیم 1 گرام

پوتاشیم 100ملي گرامه

ویټامین اې 600 ملي گرامه

ویټامین بي یو 0/03 ملي گرامه

ویټامین بي دوه 0/3 گرامه

ویټامین سي 8 ملي گرامه .

د ډاکټرانو له لیدلوري هندوانه ډېرې روغتیایي گټې لري، چې په لاندې توگه پرې رڼا اچول کېږي :

هندوانه د وینې فشار را کموي .

هندوانه د مثانې پړسوب له منځه وړي .

بدن تازه او ښکلی ساتي .

معدې او بډوډو ته گټه رسوي .

په هضم او د وینې په جوړښت کې مرسته کوي .

د دې مېوې ریښې د خونریزۍ په مخنیوي کې رغنده رول لري .

د وچکۍ ( محرقې ) له پاره هندوانه له درملو څخه کمه نه ده .

هندوانه د زړه ناروغۍ په درملنه کې مهم رول لوبوي .

تنده له منځه وړي .

د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ذ هني وړتیا پیاوړې کوي .

ټوخی له منځه وړي .

د یادونې وړ ده، چې له ډوډۍ خوړولو مخکې هندوانه بد هضمي پیدا کوي، ژر نه هضمېږي او په نس کې باد پیدا کوي. له وریجو سره یو ځای یې خوړل بلغمي ناروغۍ را پنځوي او شهواني ځواک له منځه وړي. زاړه خلک باید هندوانه له گبینو سره یو ځای وخوري .

دا هم وګورئ

سرچينې