هري رود

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
Jam Qasr Zarafshan.jpg

هريرود د بابا دغره له لو يديځو لمنو څخه چي ۴۰۰۰ متره ارتـفاع لري او بند سر جنګل نوميږي ، سرچينه اخلي ، هر يرود د سنګل آب او سرجنګل له اوبو سره تر يوځای کېدو وروسته ګړندی دسياه کوه او سپين غر ترمنځ له ختيځ څخه لوېديځ ته درومي .

دهرات د او بې په ولسوالۍ کي د تګاو ايشان اوبه ورسره يوځای کيږي . هر يرود دهرات دښار له جنوب څخه ترتېرېدو وروسته دغور يانو شګلنو دښتوته ننوزي . دهرات په کوشان کي هر يرود دسمندرڅخه 740m لوړ موقعيت لري .

دهرات له اسلام کلا څخه مخ په ذوالفقار شمالاً ۳۰ کېلومتره دافغانستان او ايران ترمنځ طبيعي سرحد جوړوي .

په ۱۹۸۸ کال دهر يرود دبت /s 835 m3 حساب سوی دئ .