نېکروسېز

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
د پخښې نېکروټيک ټپ چې د نسواري غڼي د چيچلو وروسته پېښ شوی

نېکروسېز (په انګرېزي: Necrosis) (د يوناني نه νεκρός، "مړ"، νέκρωσις، "مړينه، د مړينې عمر، د وژلو عمل") د ژوندۍ ژونکو او ووبونو مخکې د وخته مړينه ده. د ژونکو او ووبونو نه دباندې د ويجاړونکو عواملو په سبب لکه انتان، ټاکسين (زهر) او يا هم ټراوما يا فيزيکي ټپي کېدل، د نېکروسېز سبب ګرځي. د ژونکو دا پروسه د اپوپټوسېز پروسې سره توپير لري. وروستۍ نومېدلې پروسه د ژونکو او ووبونو د مړينې يوه نورماله او طبيعي عمل دی. نېکروسېز ته ناورته اپوپټوسېز اکثراً ګټورې اغېزې لري، نېکروسېز نژدې تل يوه پرېکنده پايله لري او کله نا کله وژونکی هم ثابتېدلای شي.

هغه ژونکې چې د نېکروسېز په سبب مړې کېږي، د نورمالو ژونکو په څېر معافيتي غونډال ته هغه کيميايي سېګنالونه نه شي لېږدولی کوم چې د اپوپټوسېز د پروسې له مخې لېږدل کېږي. دا چار نژدې فاګوسايټونه نه پرېږدي چې د مړو شويو ژونکو موقعيت مالوم کړي او د خپل د غورځنګ لاندې يې په ځان کې منحل کړي. او په همدې توګه د مړو ووبونو پاتې شوونې هماغلته د مړينې په ځای کې سره راغونډې پاتې وي. نو په همدې سبب، د نېکروسېز په وخت کې اکثراً دا لازمه ده چې نېکروټيک ووبونه د جراحي کړنې په مرسته چې ډيبرايډمېنټ نومېږي، ليري شي.