نظر محمد مطمين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نظر محمد مطمئن (په انگرېزي: Nazar Mohammad Mutmaeen) يو افغان خپلواک لیکوال او د افغانستان د سیاسي اوضاع شنونکی دی. د افغانستان په رسنيو کې په منظمه توگه ليکنې خپروي، همداراز د راډيوگانو او تلويزونونو په گردي مېزونو کې گډون کوي.


مخینه

نظر محمد مطمئن د جوم سرمست زوی په۱۹۷۳زېژدیز کال کی د هلمند ولايتد نادعلي ولسوالۍ د زرغون کلي په یوه نالوستي غریبه او دینداره کورنۍ کې دنیا ته را غلی دی.

زده کړه

دکمونسټانو له کودتا وروسته د ډیرو افغانانو په څیر د مطمئن کورنۍ هم هجرت ته اړه شوه ، او د ډيورنډ کرښه هاخوا ته دبلوچستان دپنجپایې په کمپ کی هستوگن شول. لومړنۍ زده کړې يې د شهيد خټک په لومړنۍ ښوونځۍ کې پېل کړي، منځنۍ زده کړې يې د گردي جنگل کمپ دعبدالله ابن مسعود (رض) په مدرسه ، دکويټې ښار د مولوي حبيب الرحمن په لیسه کې، او دولسم ټولگی يې په پېښور کې د سيد جمال الدين افغان په عالي لیسه کې پای ته رسولي. په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د ننگر هار اسلامي پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځۍ ته بریالی شو، کابل پوهنتون ته يې په ۱۳۷۶ لمریز کال کې تبدیلي وکړه او په ۱۳۷۷لمریز کال کې د کابل پوهنتون د سيول انجنیري په څانگه کی خپلي لوړي زده کړي بشپړي کړي . دینی زده کړی یی په شخصي ډول د هجرت په وخت کې په بېلابېلو مدرسو (ښوونځيو) او دا ډول د قران کریم ترجمه او تفسیر يې له دین پوه مولوي عبدالسلام عابد څخه کړې .

څیرمه دندي

په ۱۳۷۵لمریز کال کې نظرمحمد مطمئن دلوړو زده کړو د زده کړې تر څنگ دننگرهار ولايت د راډيو او تلویزیون د رئیس په توگه وټاکل شو. په ۱۳۷۶ لمریز کال کې په کابل کې د عامه کتابتون او ملي آرشيف د لوی رياست مرستیال او د کتاب مجلې مسؤل مديرپه توگه یې کار کړی . په۱۳۸۷ لمریز کال کي دبیهقي کتابتون د رئېس په توگه وټاکل . په ۱۳۷۸ لمریز کال کي يې رسمی دنده پریښوده اود هلمند په ولایت کي يي د المطمئن په نامه دانگریزي ژبې او دساینسي مضامینو ښوونیز مرکز پرانست . په ۱۳۷۹ لمریز کال کې دهلمند ولايت اطلاعات او کلتور د رئيس په توگه وټاکل شو. او په همدې کال یې په هلمند ولايت کې د سولگر(کمپيوټر) د زده کړي روزنیز مرکزجوړکړ . په ۱۳۸۰ لمریز کال کې يې له بهرنیو نړیوالو مؤسیسو او د ښوونځیو او کوچنیو روغتونو جوړولو نړيوالو ادارو سره کار پېل کړ او په ۱۳۸۴ کې یی د ملگرو ملتونو د ساختماني پروژو د تطبیق (يو ان او پي ایس ) سره په کندهار ولايت کې دنده درلودله، چې وروسته بیا د کابل دفتر ته تبدیل او تر ۱۳۸۸ لمریز کال پورې يې په ياد دفتر کې د انجنیري په برخه کې دنده مخته يوړه، چې وروسته يې په خپله خوښه دنده پريښودله.

سیاسی اړیکې او ژوند

هغه مهال چې مطمئن په زده کړو بوخت ؤ کورنۍ او مشران يې د اسلامي حزب سره تړاو درلود، او مطمئن هم خپلې لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړي د اسلامي حزب په ښوونځيو کې سرته رسولي دي. د طالبانو د نظام پر مهال يې د پوهنتون ویلو تر څنگ د اطلاعات او کلتور وزارت په بېلابېلو برخو کې دنده سرته رسولي. په افغانستان باندی د امريکا او د امريکا د متحدینو تر حملې وروسته يې له بهرنيو نړیوالو مؤسیسو سره د ساختمان په برخه کې کار پېل کړ. او بیا ورسته له ملگرو ملتونو سره د مشر انجنیر په دنده پاتې شوې دی. په کابل کې د اوسیدو پرمهال د بېلابېلو سیاسي او اصلاحي ټولنو سره يې ناستې او مجلسونه درلودل، په هیواد کې د ريښتونې سولې اړوند يې سیاسي هلې ځلې پېل کړي، او د سولې اړوند په ځینو کورنیو او نړیوالو کنفرانسونو کې يې گډون کړی، چې يو له ډیرو مهمو کنفرانسونو څخه د جاپان د کیو ټیو ښار د دوشیشاپوهنتون کې په ۲۰۱۲ زېژدیز کال کې هغه کنفرانس چې د طالبانو استازو، د اسلامي حزب (حکمتیار) استازي هم گډون کړی ؤ، مطمئن هم په هغه کانفرانس کې شرکت درلود. او له دي مخکې په ۲۰۱۱ زېژدیز کال کې هم په نوموړي پوهنتون کې د سولي اړوند کنفرانس کې شرکت کړی ؤ. په ۲۰۰۹ زېژدیز کال کې د ترکيې په استانبول ښار کې په نړيوال اسلامي کانفرانس او په ۲۰۱۴ زېژدیز کال کې د پاکستان په اسلام آباد کې د سولي اړوند نړيوال کانفرانس کې يې شرکت درلود. د افغانستان اړوند مسایلو له پاره يې د پولنډ هیواد وارسا او کاراکوب ښارونو کې هم په ځینو مهمو ناستو کې گډون کړی. اوس مهال په کابل کې د افغانستان له پاره د واقعي سولې اړوند هڅو باندي بوخت دی.

لیکلی ناچاپه آثار

  1. د مجاهدینو، کمونسټانو، طالبانو او حامد کرزي دورې ته لنډه کتنه
  2. افغان جهادي گوندونه او د رهبرانو د ځای ناستو ستونزه
  3. دبېلابېلو سیاسي مقالو ټولگه
  4. بېلابېلو ټولنیزو مقالو ټولگه
  5. دبېلابېلو څیړنیزو مقالو ټولگه

سرچینه

حقیقت نیوز پاڼه