میګرین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

میګرین (بریټانیا کې: / ˈmiːɡreɪn/، متحده ایالاتو کې: / ˈmaɪ-/) یو عام عصبي اختلال دی چې په متکررو سردردیو سره ځانګړی کېږي. په معمول ډول، د سر درد د سر یوه خوا تر اغېزې لاندې راولي، ټکان لرونکی خصوصیت لري، کېدای شي شدت یې متوسط تر شدید وي او له څو ساعتونو تر درې ورځو پورې دوام کولی شي. د سر درد پرته نورو علایمو کې یې زړه بدوالی، کانګې او همدارنګه رڼا، غږ یا بوی سره حساسیت شامل دي. درد په ټوله کې د حملې په اوږدو کې له بدني فعالیت سره لا بدتره کېږي، که څه هم په منظم ډول ورزش کول کېدای شي له نورو راتلونکو حلمو څخه مخنیوی وکړي. یو پر درې کسان چې په دې مرض اخته دي اورا لري: په معمول ډول، دا د لیدلو یو لنډ اختلال دی چې ښکاروي د سر درد به ډېر ژر رامنځته شي. کله کله، اورا کېدای شي له لږ سر دردي یا هم پرته له سردردي څخه رامنځته شي، خو ټول خلک بیا دا علایم نه لري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

باور پر دې دی چې میګرین د چاپېریالي او جنیټیکي لاملونو ترکیب له امله رامنځته کېږي. د دې پېښې دوه پر درې پېښې په کورنیو کې لیدل کېږي. د هورمونونو د کچې بدلون هم کولی شي په کې رول ولري، ځکه چې مخکې له بلوغه له نجونو څخه هلکان ډېر په میګرین اخته کېږي او له بلوغ وروسته د سړیو په پرتله ښځې ډېرې پرې اخته کېږي. په معمول ډول د امېندوارۍ په وخت کې او له مینوپاز (د مېرمنو میاشتني عادت ختمېدو) وروسته په میګرین د اخته کېدو ګواښ کمېږي. اساسي میکانیزمونه په بشپړ ډول نه دي پېژندل شوي. په هرحال، باور پر دې دی چې لامل یې د اعصابو او د مغزو د وینو رګونو اخته کېدل کېدای شي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

لومړنۍ توصیه شوې درملنه کې د سردرد لپاره د درد له ساده درملو لکه ایبوپروفین او پرسټامول (اسټامینوفن)، د زړه بدوالي لپاره د درملو کارول او له محرکینو څخه مخنیوی شامل دي. ځانګړي درمل لکه ټریپټان او ارګوټامین کېدای شي د هغو کسانو لپاره چې د درد ساده درمل پرې اغېزه نه کوي، وکارول شي. کافئین د درد له نورو درملو سره په ترکیب کې د میګرین په درملنه کې بې‌خطره او اغېزناک دي. ځینې نور درمل لکه مېټوپرولول، والپروېټ او ټاپیرامېټ له حملو څخه د مخنیوي لپاره ګټور دي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په ټوله نړۍ کې، کابو ۱۵ سلنه خلک په میګرین اخته دي. په ۲۰۱۰م کال کې د ناروغۍ د مطالعې نړیوال بار کې، په نړۍ کې د دریمې ډېرې پراخې ناروغۍ ځای خپل کړ. ډېری د بلوغ په وخت کې پیلېږي او په منځني عمر کې ترټولو بد حالت خپلوي. له ۲۰۱۶م کاله، د ناتوانۍ یو له ډېرو عامو لاملونو څخه دی. د میګرین لومړنۍ تشریح د Ebers په پاپیروس کې شتون لري چې له میلاد څخه کابو ۱۵۰۰ کاله مخکې په لرغوني مصر کې لیکل شوی دی. د میګرین کلمه له یوناني ἡμικρᾱνίᾱ (hēmikrāníā)، «د نیم سر درد»، یانې له ἡμι- (hēmi-)، «نیم» او κρᾱνίον (krāníon)، «کوپړۍ» څخه اخېستل شوی دی.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

نښې او علایم[سمول]

میګرین په عموم ډول له په خپله محدودېدونکي، تکراري او شدید سردرد چې له اوټونومي نښو سره تړاو لري څرګندېږي. کابو ۱۵ تر ۳۰ سلنه خلک چې له میګرین سره ژوند کوي، ځینې پړاوونه له اورا سره تجربه کوي، او همدارنګه ډېری کله له اورا پرته ځینې پړاوونه تجربه کوي. د سردرد شدت، دوام او تعداد په خلکو کې متغیر دی. د میګرین حمله چې کله له ۷۲ ساعتو څخه ډېر دوام وکړي د میګریني حالت په نوم یادېږي. د میګرین حملې لپاره څلور پړاوونه شتون لري، که څه هم اړینه نده چې څلور پړاوونه ټول تجربه شي:[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

  • د پروډروم پړاو، کوم چې له سردرد څخه څو ساعته یا څو ورځې مخکې رامنځته کېږي
  • د اورا پړاو، کوم چې سمدستي له سردرد څخه مخکې پیلېږي
  • د درد پړاو، چې د سردرد پړاو په نوم هم یادېږي
  • پوسټ ډروم پړاو، کوم کې چې د میګرین حملې له پای وروسته ورپسې اغېزې ښکاروي

میګرین له ژور خپګان، دوه قطبي اختلال، اضطرابي اختلالاتو او جنوني اجباري وسواس سره تړاو لري. دا اروایي اختلالونه کابو له ۲ تر ۵ برابره په هغو کسانو کې چې اورا پړاو نه لري او له ۳ تر ۱۰ برابره په هغو کسانو کې چې اورا پړاو لري، عام دي.[۲۹]

د پرو‌ډروم پړاو[سمول]

د پروډروم یا مخکینۍ نښې په میګرین اخته کابو ۶۰ سلنه کسانو کې رامنځته کېږي چې پیل یې کېدای شي د درد له پیل یا اورا څخه دوه ساعته تر دوه ورځې مخکې وي. دې نښو کې کېدای شي د پدیدو یو پراخه لړۍ لکه د بدل شوی مزاج او خوی، تحریک پذیري، خپګان یا خوشالي، ستړیا، د (ځانګړو) خوړو لېوالتیا، د عضلاتو کلکېدل (په ځانګړې توګه په غاړه کې)، قبضیت یا اسهال او بوی یا شور ته حساسیت ښکارول شامل وي. دا کېدای شي په هغو کسانو کې چې میګرین له اورا سره یا میګرین له اورا پرته ولري رامنځته شي. عصبي تصویر اخیستنه (نیوروایمیجنګ)،  لیمبیک سیسټم او هایپوټلاموس د پروډرومي نښو د سرچینې په توګه ښکاروي.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د اورا پړاو[سمول]

اورا یوه لنډمهاله فوکل عصبي پدیده ده چې له سردردي څخه مخکې یا یې په لړ کې رامنځته کېږي. اورا په تدریج سره د څو دقو په لړ کې راڅرګندېږي (په معمول ډول د ۵ تر ۶۰ دقیقو په لړ کې رامنځته کېږي) او معمولاً له ۶۰ دقیقو څخه لږ دوام کوي. نښې یې کېدای شي بصري، حسي یا حرکتي طبیعت ولري او ډېری کسان له یوه څخه ډېر یې تجربه کوي. بصري اغېزې ډېرکله رامنځته کېږي: ۹۹ سلنه پېښو کې بصري اغېزې رامنځته کېږي او له ۵۰ سلنه زیاتو کې ورسره حسي یا حرکتي اغېزې یوځای نه وي.[۳۶][۳۷][۳۸]

په بصري اختلالاتو کې یې ډېری څرکنده سکوټوما (د لید په ډګر کې له جزئي بدلونونو سره یوه ساحه ده چې څرکېږي او کېدای شي د یوه کس د لوستلو یا موټر چلولو په وړتیا کې اختلال رامنځته کړي). دا په معمول ډول د لیدلو مرکز ته نږدې څخه پیل کوي او وروسته له زیګزاګي کرښو سره چې د یوې کلا د دېوالونو یا قلعو په شان توصیف شوي دي دوه اړخونو ته پراخېږي. په معمول ډول کرښې تور او سپین رنګ لري خو ځینې خلک رنګه کرښې هم ویني. ځینې خلک خپل د لید ساحې یوه برخه چې د همیانوسپيا په نوم یادېږي له لاسه ورکوي په داسې حال کې چې ځینې نور بیا تیاره لید تجربه کوي.[۳۹]

حسي اورا دوهمه عامه بڼه ده؛ دا د هغو کسانو په منځ کې چې په اورا اخته دي له ۳۰ تر ۴۰ سلنه رامنځته کېږي. ډېری په یوې خوا کې د لاس او مټې په ستنې ستنې کېدو سره پیلېږي او په هماغه خوا کې د پوزې او خولې سیمې ته پراخوالی مومي. کرخت‌والی په معمول ډول د خارښت له تېرېدو وروسته د هماغه موقعیت د حس له لاسه ورکولو سره رامنځته کېږي. د اورا پړاو په نورو نښو کې کېدای شي د وینا یا د ژبې اختلالات، د نړۍ تاوېدل (چکر وهل) او په کمه توګه حرکتي ستونزې شامل وي. حرکتي نښې ښکاروي چې دا یو همي پلژیک میګرین دی او د نورو اورا ګانو په خلاف په دې بڼه کې ضعف ډېری له یوه ساعت څخه اوږدېږي. اورېدونکي توهمات او هذیان (فریب) هم په کې بیان شوي‌ دي.[۴۰]

د درد پړاو[سمول]

په کلاسیک ډول د سردرد یواړخیز، ټکان لرونکی او له متوسطه تر شدید شدت لرونکی دی. په معمول ډول ورو ورو رامنځته کېږي او د حملې په وخت کې له بدني فعالیت سره زیاتېږي. په هرحال، پر میګرین د بدني فعالیتونو اغېزې پېچلې دي او ځینې څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي دي چې په داسې حال کې چې ورزش کولی شي میګریني حملې وهڅوي، منظم ورزش کېدای شي ترې مخنیوی وکړي او د حملو تعداد را ټیټ کړي. د ټکان وهونکي درد احساس له نبض سره په یوه پړاو کې ندی. که څه هم، له ۴۰ سلنه ډېرو پېښو کې، درد کېای شي دوه اړخیز وي (د سر دواړو خواوو کې وي) او په معمول ډول د غاړې درد هم ورسره یوځای وي. دوه اړخیز درد په ځانګړې توګه هغو کسانو کې ډېر دی چې له اورا پرته میګرین لري. لږ درد کېدای شي په عمده ډول په شا یا هم د سر په پورتنۍ برخه کې رامنځته شي. درد په معمول ډول په لویانو کې له ۴ تر ۷۲ ساعتونو دوام کوي؛ په داسې حال کې چې په وړو کوچنیانو کې ډېری کله له ۱ ساعته کم دوام کوي. د حملو ګڼ والی متغیر دی، په ټول ژوند کې له څو حملو څخه نیولې تر دې چې په هره اونۍ کې څو ځلې رامنځته شي، چې منځنۍ کچه یې په هره میاشت کې کابو یوځل ده.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

درد ډېری له زړه بدوالي، کانګو، رڼا سره حساسیت، شور سره حساسیت، بوی سره حساسیت، ستړیا او تحریک پذیري سره یوځای وي. له همدې کبله ډېری ناروغان د یوې تیارې او خاموشه کوټې په لټه کې وي. په بازیلار میګرین کې، هغه میګرین چې د مغزو ډډ اړوند عصبي نښې یا هم د بدن په دواړو اړخونو کې عصبي نښې ولري، ګډو اغېزو کې د نړۍ څرخېدل (چکر وهل)، د سر تاوېدل او ګنګس‌توب شامل دي. زړه بدوالی کابو په ۹۰ سلنه کسانو کې رامنځته کېږي او کانګې یو پر درې پېښو کې لیدل کېږي. نورو نښو کې کېدای شي تیاره لید، د پوزې بندوالی، اسهال، پرله پسې متیازې کول، د رنګ سپین تښتېدل یا خوله کېدل شامل وي. کېدای شي د سر د پوستکي پړسوب یا حساس توب او همدارنګه د غاړې شخ‌والی هم رامنځته شي. تړلې نښې په زړو خلکو کې لږ لیدل کېږي.[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

سرچينې[سمول]

  1. اشرف غنیمتی
  2. کينډۍ:Cite EPD
  3. "Headache disorders Fact sheet N°277". October 2012. خونديځ د اصلي څخه ۱۶ فبروري ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Simon RP, Aminoff MJ, Greenberg DA (2009). Clinical neurology (چاپ 7). New York, N.Y: Lange Medical Books/McGraw-Hill. د کتاب پاڼي 85–88. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780071664332. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Headache Classification Subcommittee of the International Headache Society (2004). "The International Classification of Headache Disorders: 2nd edition". Cephalalgia. 24 Suppl 1 (Suppl 1): 9–160. doi:10.1111/j.1468-2982.2004.00653.x. PMID 14979299. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) as PDF Archived 31 March 2010 at the Wayback Machine.
  6. Amin FM, Aristeidou S, Baraldi C, Czapinska-Ciepiela EK, Ariadni DD, Di Lenola D, et al. (September 2018). "The association between migraine and physical exercise". The Journal of Headache and Pain. 19 (1): 83. doi:10.1186/s10194-018-0902-y. PMC 6134860. PMID 30203180. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Pryse-Phillips W (2003). Companion to clinical neurology (چاپ 2nd). Oxford: Oxford university press. د کتاب پاڼې 587. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195159387. خونديځ د اصلي څخه ۱۳ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Piane M, Lulli P, Farinelli I, Simeoni S, De Filippis S, Patacchioli FR, Martelletti P (December 2007). "Genetics of migraine and pharmacogenomics: some considerations". The Journal of Headache and Pain. 8 (6): 334–9. doi:10.1007/s10194-007-0427-2. PMC 2779399. PMID 18058067. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Bartleson JD, Cutrer FM (May 2010). "Migraine update. Diagnosis and treatment". Minnesota Medicine. 93 (5): 36–41. PMID 20572569. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Lay CL, Broner SW (May 2009). "Migraine in women". Neurologic Clinics. 27 (2): 503–11. doi:10.1016/j.ncl.2009.01.002. PMID 19289228. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Stovner LJ, Zwart JA, Hagen K, Terwindt GM, Pascual J (April 2006). "Epidemiology of headache in Europe". European Journal of Neurology. 13 (4): 333–45. doi:10.1111/j.1468-1331.2006.01184.x. PMID 16643310. S2CID 7490176. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "NINDS Migraine Information Page". National Institute of Neurological Disorders and Stroke. 3 November 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ فبروري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Gilmore B, Michael M (February 2011). "Treatment of acute migraine headache". American Family Physician. 83 (3): 271–80. PMID 21302868. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Nowaczewska M, Wiciński M, Kaźmierczak W (July 2020). "The Ambiguous Role of Caffeine in Migraine Headache: From Trigger to Treatment". Nutrients. 12 (8): 2259. doi:10.3390/nu12082259. PMC 7468766. PMID 32731623. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Shapiro RE, Cowan R (2017-01-10). "Caffeine and Migraine". American Migraine Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Diener HC, Charles A, Goadsby PJ, Holle D (October 2015). "New therapeutic approaches for the prevention and treatment of migraine". The Lancet. Neurology. 14 (10): 1010–22. doi:10.1016/s1474-4422(15)00198-2. PMID 26376968. S2CID 26523013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Armstrong C (April 2013). "AAN/AHS update recommendations for migraine prevention in adults". American Family Physician. 87 (8): 584–5. PMID 23668450. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Linde M, Mulleners WM, Chronicle EP, McCrory DC (June 2013). "Valproate (valproic acid or sodium valproate or a combination of the two) for the prophylaxis of episodic migraine in adults". The Cochrane Database of Systematic Reviews (6): CD010611. doi:10.1002/14651858.CD010611. PMID 23797677. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Vos T, Flaxman AD, Naghavi M, Lozano R, Michaud C, Ezzati M, et al. (December 2012). "Years lived with disability (YLDs) for 1160 sequelae of 289 diseases and injuries 1990-2010: a systematic analysis for the Global Burden of Disease Study 2010". Lancet. 380 (9859): 2163–96. doi:10.1016/S0140-6736(12)61729-2. PMC 6350784. PMID 23245607. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. Vos, Theo; et al. (GBD 2016 Disease and Injury Incidence and Prevalence Collaborators) (September 2017). "Global, regional, and national incidence, prevalence, and years lived with disability for 328 diseases and injuries for 195 countries, 1990-2016: a systematic analysis for the Global Burden of Disease Study 2016". Lancet. 390 (10100): 1211–1259. doi:10.1016/S0140-6736(17)32154-2. PMC 5605509. PMID 28919117. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Miller N (2005). Walsh and Hoyt's clinical neuro-ophthalmology (چاپ 6). Philadelphia, Pa.: Lippincott Williams & Wilkins. د کتاب پاڼې 1275. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780781748117. خونديځ د اصلي څخه ۱۲ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Liddell HG, Scott R. "ἡμικρανία". A Greek-English Lexicon. خونديځ د اصلي څخه ۰۸ نومبر ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) on Perseus
  24. Anderson K, Anderson LE, Glanze WD (1994). Mosby's Medical, Nursing & Allied Health Dictionary (چاپ 4). Mosby. د کتاب پاڼې 998. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8151-6111-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Bigal ME, Lipton RB (June 2008). "The prognosis of migraine". Current Opinion in Neurology. 21 (3): 301–8. doi:10.1097/WCO.0b013e328300c6f5. PMID 18451714. S2CID 34805084. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. The Headaches, Pg 232–233
  27. Gutman, Sharon A. (2008). Quick reference neuroscience for rehabilitation professionals: the essential neurologic principles underlying rehabilitation practice (چاپ 2). Thorofare, NJ: SLACK. د کتاب پاڼې 231. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781556428005. خونديځ د اصلي څخه ۱۲ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Jes Olesen (2006). The headaches (چاپ 3). Philadelphia: Lippincott Williams & Wilkins. د کتاب پاڼې 512. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780781754002. خونديځ د اصلي څخه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Baskin SM, Lipchik GL, Smitherman TA (October 2006). "Mood and anxiety disorders in chronic headache". Headache. 46 Suppl 3: S76-87. doi:10.1111/j.1526-4610.2006.00559.x. PMID 17034402. S2CID 35451906. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Simon RP, Aminoff MJ, Greenberg DA (2009). Clinical neurology (چاپ 7). New York, N.Y: Lange Medical Books/McGraw-Hill. د کتاب پاڼي 85–88. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780071664332. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Lynn, D. Joanne; Newton, Herbert B.; Rae-Grant, Alexander (2004). The 5-minute neurology consult. Philadelphia: Lippincott Williams & Wilkins. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780683307238. خونديځ د اصلي څخه ۱۳ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Buzzi MG, Cologno D, Formisano R, Rossi P (October–December 2005). "Prodromes and the early phase of the migraine attack: therapeutic relevance". Functional Neurology. 20 (4): 179–83. PMID 16483458. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. Rossi P, Ambrosini A, Buzzi MG (October–December 2005). "Prodromes and predictors of migraine attack". Functional Neurology. 20 (4): 185–91. PMID 16483459. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Ropper, Allan H; Adams, Raymond Delacy; Victor, Maurice; Samuels, Martin A (2009). Adams and Victor's principles of neurology (چاپ 9). New York: McGraw-Hill Medical. د کتاب پاڼي Chapter 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780071499927. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. May A, Burstein R (November 2019). "Hypothalamic regulation of headache and migraine". Cephalalgia. 39 (13): 1710–1719. doi:10.1177/0333102419867280. PMC 7164212. PMID 31466456. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. Tintinalli, Judith E. (2010). Emergency Medicine: A Comprehensive Study Guide (Emergency Medicine (Tintinalli)). New York: McGraw-Hill Companies. د کتاب پاڼي 1116–1117. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-148480-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. Ashina M (November 2020). "Migraine". The New England Journal of Medicine. 383 (19): 1866–1876. doi:10.1056/NEJMra1915327. PMID 33211930 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). S2CID 227078662. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. The Headaches, pp. 407–419
  39. The Headaches, pp. 407–419
  40. Slap, GB (2008). Adolescent medicine. Philadelphia, PA: Mosby/Elsevier. د کتاب پاڼې 105. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780323040730. خونديځ د اصلي څخه ۱۳ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  41. Jes Olesen (2006). The headaches (چاپ 3). Philadelphia: Lippincott Williams & Wilkins. د کتاب پاڼې 238. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780781754002. خونديځ د اصلي څخه ۱۳ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  42. Dalessio (2001). Silberstein SD, Lipton RB, Dalessio DJ (سمونګران). Wolff's headache and other head pain (چاپ 7). Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 122. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195135183. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  43. Bigal ME, Arruda MA (July 2010). "Migraine in the pediatric population--evolving concepts". Headache. 50 (7): 1130–43. doi:10.1111/j.1526-4610.2010.01717.x. PMID 20572878. S2CID 23256755. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  44. Tintinalli, Judith E. (2010). Emergency Medicine: A Comprehensive Study Guide (Emergency Medicine (Tintinalli)). New York: McGraw-Hill Companies. د کتاب پاڼي 1116–1117. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-148480-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  45. Qubty W, Patniyot I (June 2020). "Migraine Pathophysiology". Pediatric Neurology. 107: 1–6. doi:10.1016/j.pediatrneurol.2019.12.014. PMID 32192818. S2CID 213191464. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  46. Tepper, Stewart J; Tepper, Deborah E. (1 January 2011). The Cleveland Clinic manual of headache therapy. New York: Springer. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781461401780. خونديځ د اصلي څخه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  47. Lisak, Robert P.; Truong, Daniel D.; Carroll, William; Bhidayasiri, Roongroj (2009). International neurology: a clinical approach. Chichester, UK: Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼې 670. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781405157384. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  48. Kaniecki RG (June 2009). "Basilar-type migraine". Current Pain and Headache Reports. 13 (3): 217–20. doi:10.1007/s11916-009-0036-7. PMID 19457282. S2CID 22242504. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  49. Sirven, Joseph I.; Malamut, Barbara L. (2008). Clinical neurology of the older adult (چاپ 2). Philadelphia: Wolters Kluwer Health/Lippincott Williams & Wilkins. د کتاب پاڼې 197. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780781769471. خونديځ د اصلي څخه ۱۲ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  50. Joel S. Glaser (1999). Neuro-ophthalmology (چاپ 3). Philadelphia: Lippincott Williams & Wilkins. د کتاب پاڼې 555. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780781717298. خونديځ د اصلي څخه ۱۳ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  51. Simon RP, Aminoff MJ, Greenberg DA (2009). Clinical neurology (چاپ 7). New York, N.Y: Lange Medical Books/McGraw-Hill. د کتاب پاڼي 85–88. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780071664332. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)