میرمېسیا پیلوسولا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Myrmecia.pilosula
میرمېسیا پیلوسولا
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
طایفه حشرات
ډله پرده وزری خوځندکې
تیره د غویی مېږيان

میرمېسیا پیلوسولا (په لاتيني توري: Myrmecia.pilosula) د ميرمېسیانانو (غویی) ډلو څخه یو زهرلرونکي مېږی دی چی په سهيلي آسټراليا او ټاسمانيا کی ژوند کوي.

توصيف[سمول]

میرمېسیا پیلوسولا تور رنگ یا سور او تور رنگ لری او د پشو او آنتینونو رنگ یی ژيړ یا نارنجی دي. اوږدوالي یی ۱۰ - ۱۲ میلیمتر دي. نوموړي خطرناک مېږی رهرلرونکی نیش او لوی فکونه لری. زهر یی د حشرو رهرونو څخه تر ټولو آغېزمند او وژونکي زهر بلل کېږي. میرمېسیا پیلوسولا غوښه خوری او کولای سی غومبسه هم ښکار وکړي. کله چی دغه مېږی پر انسان باندی برید وکړی نو انافلاکتيک شاک د دي برید په سبب رامېنځ ته کېږي.