انافلاکسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انافلاکسي (په انگرېزي: Anaphylaxis) يا انافلاکتيک شاک د حساسيت (الرژي) يو شديد غبرگون دی چې اکثراً د ژوند تهديدونکی دی. دا حالت د فرط حساسيت غبرگون دی چې د بېلابېلو لاملونو په سبب رامېنځ ته کېږي او انټيجېن د ايميونوگلوبولين اي (IgE) سره په ماسټ او بازوفيل ژونکو کې يوځای کېږي او په بې شمېره کچه هسټامين او نور انافلاکسي زېږنده توکي د وينې بهير کې خوشې کېږي. انافلاکسي په هغو کسانو کې چې د ځانگړو باندني اغېزپارونکو توکو پر وړاندې حساسيت لري رامنځ ته کېږي او يا هم شونې ده چې د حساسيت پرته رامېنځ ته شي.

نښې نښانې

د انافلاکسي لومړنۍ نښې نښانې په جلد کې څرگندېږي. د ناروغ د بدن تودوخه لوړېږي، د پوستکي رنگ يې تک سور اوړي او خارښ کوي. بيا همدا حالت نور هم پرمخ ځي او په جلد باندې لړمۍ او آن وړې تڼاکې هم رامېنځ ته کېږي. د ناروغ مخ، شونډې او ژبه پړسېږي او د سا د نلۍ د پړسوب او اېډيما په سبب ناروغ نه شي کولی په آسانۍ سره سا واخلي. ناروغ داسې احساسوي گنې ستونی يې بند دی. د دغو نښو نښانو تر څنگ سيانوسېز يا په وينه کې د آکسيجن د کمښت په سبب د پوستکي رنگ شين اوښتنه، برانکوسپازم، هايپوآکسي، د رگونو توسع يا پلنوالی، د وينې خج مخ په زوړه او ډېره ټيټېدنه چې د شاک سبب کېږي، رامېنځ ته کېدلای شي.

پېژندنه

د انافلاکسي د پېژندلو لپاره د ناروغۍ يو بشپړ پېښليک اخيستنه، په ناروغ کې ښکاره اعراض او نښې نښانې ليدل، او په آزمېښتون کې د ناروغ د وينې معايناتو د ترسره کولو بنسټيزې چارې دي. د وينې په پلازما کې د ټرېپټاز د کچې ټاکنه د انافلاکسي په پېژندنه کې او د پوستکي د اغېزمنۍ آزمېښتونه د حساسيت پارونکي توکي په پېژندنه کې مرسته کوي. انافلاکتيک شاک د انافلاکسي په سبب په لويه کچه د وينې د خج تر ټيټېدو وروسته پېښېږي. د دغه حالت درملنه که په وخت سره و نه شي نو دا يو وژونکی حالت رامېنځ ته کوي. د انافلاکتيک شاک درملنه بايد عاجله او بېړنۍ وي.