ملکه رضيه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ملکه رضيه (Raziyya al-Din) په اوردو ژبه (جلالۃ الدین رضیہ سلطانه) د هند يوه نامتو پښتنه وه[۱]. چې د هند لويې وچې باندې خپل پلار څخه وروسته په کال (۶۳۴ هجري) يې درې کاله ، درې مياشتې او شپږ ورځې سلطنت وکړ . [۲]دغه ملکه د پخواني افغانستان د لرغونو غوري پاچاهانو له سلسلې څخه ده .

مخينه

ملکه رضيه يا رضيه سلطانه د شمس الدين التمش لور ده . پخپل پلار له ځامنو ډېره گرانه وه . شمس الدین التمش د لوی هند لرغونی پاچا و چې په کال (۶۰۷م هجري) کې د ډهلي په تخت کېناسته.[۳] د سلطان شمس الدین التمش ټبر د غور ولایت پښتانه وه چې په دغې سیمې يې ډېر اوږد حکومت کړی . دی د سلطان قطب الدین ایبک زوم و. ملکه رضيې خپل تخلص يا وروستی نوم ٫٫شرينه٬٬ غوره کړی و. پاچا التمش د ښو صفاتو خاوند و او تل به يې خلکو سره انصاف په پام کې ساته .

زده کړې

تاريخپوهان وايي چې سلطانه رضيه پخپل پلار ډېره گرانه وه او د همدې گرانښت له کبله يې تر ځامنو ډېره گڼله . دېته یې پلار پخپل ژوندوني د مېړنتوب د تورې د زده کړې هنر او پوځي تعلیم ورکاوه . ددې برسېره يې لیکل او لوستل ، سپارلۍ نښه ویشتل يې د نارینه پشان ورښودلي وه . دغې مېرمنې ديني زده کړې درلودې ، قرآن عظيم الشان يې په ښه توگه زده و او هر وخت به يې په جگ غږ قرات کاوه [۴]. ملکې رضيې ټول هغه صفات چې په يوه پاچا کې وي درلودل يې ، برسېره پر پښتو خبرو يې لیک او لوست پر هندي ، فارسي او تورکي هم کولای شول . د خپل پلار په ژوندوني يې د سلطنت اداري چارې پر مخ وړلې . دا مېرمن شاعره هم وه او شعرونه یې په فارسي او تورکي لیکل . د پښتنو پاچايانو د دود له مخې تل ادارات د لاس لاندې وگړو ته د خدمت له کبله د هغوی د پوهاوي پر بنسټ د اړوندو توکمونو په ژبو پرمخ بوول .دې هم خپل د پلار پر دود خلکو سره ښه چلند لاره او غریبو خلکو څخه به یې د هغوی هر ډول عریضې او غوښتنې اورېدلې او خلکو سره به يې د مهربانۍ او عدالت لار خپله کړې وه . [۵]

سلطنت ته رسېدل

تر سلطان شمس الدین التمش وروسته دده زوی رکن الدین فېروز شاه باچا شو ، خو دا چې دی ځوان هلک و او د پښتنو د شاهنشاهۍ کارونه يې نشوای کولی نو هغه مهال پشتانه مشاهیر او لوی پوړي مشران ، لکه ملک اعزالدین دبدوان سالار ، ملک علاّالدین شېرخانی د لاهور حاکم، ملک سيف الدین کوچی د هانسي حاکم ، ملک اعزاز الدین د ملتان والي ، تاج الدین غوري ، بهاالدین حسن غوري ، ملک کریم الدین او همدا رنگه نورمشران راټول شول او رکن الدین فېروز شاه يې تر شپږو مياشتو او اتلسو ورځو وروسته معزول کړ. [۶] او دده پر ځای يې دده مشره خور رضيه سلطانه يې د هند په شاهنشاهۍ ومنله . دغه مېرمنه د لومړۍ خور په ۱۸مه کال (۶۳۴ هجري) د ډهلي په تخت کېناسته . [۷] دغې مېرمنې به د خپل پلار په توگه په سلطنتي تخت کېناسته او د خلکو عرض او داد یې اورېده . ډېره هوښياره او عادله پښتنه وه . د جنگ په ډېرو ډگرونو کې بريالۍ او فتحه يې موندلې ده [۸] رضيې د سیمې د هېواد وزارت خواجه مهدي غزنوي ته ورکړ چې يو لوی فاضل پښتون و . په ده باندې يې د دود له مخې نظام الملک نوم کېښود . ملک سيف الدین ایبک یې سپه سالار کړ او هغه قوانین او اصول چې ددې پلار پر مهال کې وه او ثواعد و ضوابط يې بلل بېرته یې نافذ کړل او عدالت ته يې مخه کړه .[۹]

سکه وهل

دې پخپل نامه سکه ووهله او پر سکې يې داسې لیکلي و: پر يوې خوا يې داسې لیکل شوي و : عمد هّ النسوان ملکه زمان سلطان رضيه بنت شمس الدین التمش . او پر بلې خوا يې داسې لیکلي و : ضرب بلد هّ ډهلي سنه ۶۳۴ جلوس [۱۰]

مړينه

دغه مېرمن د لومړۍ خور په ۲۵مه کال (۶۳۷م هجري) په ډېره مېړانه مړه شوې ، ځینې بیا وايي چې په درېنۍ ورځ (سې شنبې) د ربیع الاخر ۲۵مه په (۶۳۸ هجري) کې مړه شوې [۱۱]

سرچینې

  1. پښتنې مېرمنې - د عبدالروف بېنوا اثر - مخ ۱۶۰
  2. فرشته
  3. فرشته
  4. طلوع افغان د ۱۳۱۵م کال کالنۍ
  5. اې مارسډن اثر
  6. تاریخ فرشته
  7. فرشته-اثر
  8. داې مارسډن د هند تاریخ
  9. اې مارسډن د هند تاریخ
  10. تذکره الخواتین -مخ. ۱۶۱
  11. طبقات ناصری ـ دوهم جز ـ مخ ۱۹۰