طیب اغا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ملا محمد طیب اغا نه مخ گرځېدلی)
طیب اغا
سيد
حافظ سيد محمد طيب اغا
ښاغلی طیب اغا په کال ۲۰۰۱ کي په سپين بولدک کې و خبريالانو ته دخبرو په حال کې.
ښاغلی طیب اغا په کال ۲۰۰۱ کي په سپين بولدک کې و خبريالانو ته دخبرو په حال کې.
ښاغلی طیب اغا په کال ۲۰۰۱ کي په سپين بولدک کې و خبريالانو ته دخبرو په حال کې.

 په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر
د واکمنۍ دوران
۲۰۰۹ – ۳ اګست ۲۰۱۵
ولسمشر حامد کرزی
امیرالمؤمنین ملا محمد عمر اخوند
(بنسټ)
ملا عبدالغني برادر
د شخص معلومات
اصلي نوم طیب
زېږېدنه ۱۹۷۶ (۴۷–۴۸ کلن)
جلاهور، ارغنداب ولسوالۍ، کندهار، افغانستان
تابعیت د افغانستان اسلامي امارت   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلرنی ټاټوبی کندهار
ګوند  طالبان
پلار مولوي سدوزی اغا
وروڼه او خوندې
عملي ژوند
کار/مسلک
  • طالب چاﺭواکی
کاروونکي ژبه(ي) پښتو
پوځي خدمت
وفاداري طالبان   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سيد محمد طیب آغا چي د ملا محمد طیب اغا او طیب اغا په نامه هم يادېږي يو افغان سياستوال، ديپلومات او جهادي مشر دی، چې په ۱۹۶۷ز کې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په جلاهور کلۍ کې زیږیدلی دی. هغه د ناصرو قبیلې سره تړاو لري، پلار یې د کندهار د دیني عالمانو له مشرانو بلل کیده. طیب آغا په قطر کي د طالبانو د سیاسی دفتر بنسټ ايښودونکی مشر وو.

نور ولولئ[سمول]

په ۱۹۸۴ ز کې روسانو ونیوه، دوه کاله وروسته له پخواني شوروي ځواکونو سره تبادله او پريښودل سو. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يي په څو وزارتونو کې د ژباړن په توگه دنده ترسره کړې ده، وروسته بیا د ملا محمد عمر ځانگړی استازي سو، له دندو څخه یې د طالبانو سیاسي ستراتیژۍ جوړول او له بهرنیانو سره اړیکې نیول وه. طیب اغا د سیاسي وړتیاوو له کبله د طالب مشرانو ترمنځ له پوره درناوي برخمن دی، د نورو په پرتله یې لوړه تعلیمي سویه لرل ، د عربي او انگلیسي په گډون پر پنځو ژبو خبرې کولای سي. له طالبانو سره د خبرو او سولې په برخه کې یې د مختلفو طالب پلاوو مشر تېر سوی دی.

له سیاسي دفتره استعفی[سمول]

ښاغلي سید طیب اغا د طالبانو د نوي امیر په توګه د ملا اختر محمد منصور له ټاکل کیدو سره سخت مخالفت وکړ او له همدې کبله يې په رسمي توګه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرۍ استعفا وړاندې کړه.[۱]

د استعفی بڼه[سمول]

بسم الله الرحمن الرحیم تر هرڅه وړاندې عالیقدر امیرالمومنین رحمه الله د وفات تعزیت د نوموړي کورنۍ، ملګرو او افغان مومن ولس او د امارت ټولو مجاهدینو ته وایم، الله تعالی دې نوموړي ته خپل رحمت او مغفرت نصیب کړي او د نوموړي جهاد، قرباني، تکلیفونه او ستړیاوې دې په خپل دربار کې قبولې او په جنت کې لوړې درجې ورکړي. آمین

عالیقدر امیرالمومنین رحمه الله چی ما ته یي د مهربانه مشر ورور حیثیت درلود، د الله په نصرت، شجاعت، قاطعیت او عزم سره د هېواد ۹۵٪ برخه له ملوک الطوایفۍ څخه وژغورله او اسلامي نظام یې حاکم کړ.

له امریکايي اشغال وروسته عالیقدر امیر المومنین رحمه الله د جهادي صف وحدت او استقلال په ډېره مېړانه او مدبرانه توګه وساتلو. د اسلامي امارت د داخلي او خارجي سیاست د مستقل ساتلو لپاره د ډېرو او لویو ستونزو په ګاللو سره چې د صحت او ورپسې د ژوند په بیه ورته تمام سول، ټول وخت د هېواد په داخل کې پاتې سو او د دې لوی مقصد لپاره يې سیاسي دفتر تاسیس کړ ترڅو د اسلامي امارت او ملت سیاسي استقلال، ملي منافع او د طالبانو او ولس قرباني وساتل سي او اسلامي امارت د خپلو سیاسي پریکړو ابتکار په خپله په لاس کې واخلي او خپلې فیصلې په خپله وکړي او هم یې په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا متحده ایالاتو سره د اشغال د خاتمي او د افغانستان د قضیي د سوله ییز حل لپاره د هغوی د غوښتنې په اساس د مذاکراتو موافقه وکړه.

سیاسي دفتر د خپل مشر د مستقیمو هدایاتو په اساس په ډېر لنډ وخت کې د الله پاک په فضل او نصرت سره اسلامي امارت د کلونو سیاسي کلابندۍ څخه وروسته او د ډیرو مشکلاتو او مخالفتونو سره سره د لومړي ځل لپاره په ملی او نړیواله کچه د یو اسلامی خپلواک او ملي سیاسي خوځښت په حیث مطرح کړ، چې ټولو په ژوندۍ بڼه وکتل او په دې سره د الله پاک شکر ادا کوم.

د عالیقدر امیر المومنین رحمه الله د وفات اعلان چې نژدې دوه کاله پټ ساتل سوی و، د دې خبر پټ ساتل د اړوندو اشخاصو تاریخي اشتباه بولم او د پاکستان د لارې له مذاکراتو سره موافقې د دې خبرې په ښکاره کیدو کې مهم رول لرلی دي.

اوس چې له هېواد څخه بهر مشرټاکنه وسول او د نوي امیر ټاکنه چې د هیواد په خارج کې د اوسیدونکو لخوا ترسره سوه دا یوه لویه تاریخي اشتباه ده، ځکه تاریخ ته په کتو سره هر ډول مشرټاکنه چې له هېواد څخه بهر ترسره سوي ده، د افغان مظلوم ولس لپاره یې ډېرې بدې پایلې لرلې دي. د بېلګې په توګه د شوروي اتحاد له یرغل سره سم د ماسکو، او بیا د تېر جهاد پر مهال د پاکستان او ایران مشرټاکني او بیا د امریکايي اشغال له پیل سره سم د جرمني (بون) ټاکنه یادولای سو.

ضروري ده چې د اسلامي امارت مشرټاکنه د سرښندونکو مجاهدینو د سنګرونو په منځ کې سوې وای او د عالیقدر امیرالمومنین رحمه الله په شان يې د سنګرونو په مینځ کې خپل ازاد او مستقل ژوند ته دوام ورکړی وای.

د یادولو وړ ده چی د ۲۰۱۳ کال له شروع څخه د مرحوم عالیقدر هیڅ کوم صوتي هدایت نه دی ترلاسه سوی. د هغه سبب اړونده طرف د عالیقدر عدم موافقه ښوول چی هغه وایي چی هر څوک دې خپل کار کوي او د صوتي هدایت ضرورت نسته او مونږ هم د هغوی د امنیت او احترام په خاطر ډیر ټینګار نه کاوی. البته دا غوښتنه مو کوله چې هغوی باید د خلکو د تشویشونو د رفع کولو لپاره یو صوتي پیغام راولیږي.

د دې لپاره چې د هېواد او ولس په راتلونکو احتمالي ناخوالو کې – الله دې نه پېښوي- خپل رب، وجدان او خپل ولس او هم د خپل عالیقدر مشر امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد سیاست او تګلارې ته ملامت نه سم او په دی اړوند لاسته راوړني په خپله خرابې نه کړم، د څو ورځو ښه غور او فکر وروسته د پورته وضاحت او صورت حال په نظر کی نیولو سره مې په ښه نیت سره فیصله وکړه چې نور د سیاسی دفتر د مشر او سیاسی مسوول په حیث زما کار پای ته رسیدلی او نور د امارت په نامه بیانونو، پریکړو او اجراآتو کی په هیڅ قسم دخیل نه یم او د طالبانو په موجوده خپلمنځي موضوعاتو کې د هیڅ طرف طرفداري نه کوم ځکه چی د طالبانو اړوند ټولو طرفونو په ارتباط کوشش روان دی چې د پردیو په دام کې ولویږي خو الله پاک دې وساتي. او د دی دام څخه د خلاصون یوازني لار دا ده چی د طالب په نامه د ټولو طرفو مسوولین باید د لکونو شهیدانو قربانیو، ثمرې، ملي وقار او استقلال د ساتلو په خاطر د عالیقدر مرحوم په شان د تکالیفو په ګاللو سره قربانی ورکړی. او همدا اوس د مشرانو د قربانی وخت دی. او د دی کار لپاره باید خپله او هم خپل اکثره کارونه داخل ته نقل کړی، ځانونه د خپل اختیار کړي اوبیا د امیر ټاکنی په شمول په ټولو موضوعاتو په ازاد مټ غور او پریکړی وکړی کنه ویره لرم چې ټول به د تاریخی رسوايي سره مخ سي .

نظامی مسوولین او ډلګۍ مشران باید په خپل کار کې د خپل مشر امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد د تګلارې او هدایت سره سم خپلمنځي وحدت او استقلال وساتي او د وطنوالو د سر او مال ساتنه وکړي او هغه هیوادونه او طرفونه چې زمونږ د غریب هیواد په بیارغونه او کومک کې حصه اخلي، په نښه نه کړی او سپیڅلی طالبان او حافظان یوازې د هیواد د ازادۍ او اسلامي نظام د حاکمیت او سرتاسری امنیت او دعدل د تامین لپاره وکاروي، خدای مکړه نه د پردیو د ګټو د ساتلو لپاره.

سر د نن څخه به زه د امارت، د طالبانو د تحریک، سیاسي دفتر یا کمیسون او یا کوم بل نامه او طرف په استازیتوب یا مشرتوب د داخلی یا خارجي طرف سره لیدل کتل نه کوم. البته د یو مسلمان افغان او د مرحوم عالیقدر د ملګري او د هغه د امارت د یو فرد په توګه به د خپل غیور ولس د سوکالي او هیواد د خپلواکي، امنیت، پرمختګ او خپل سرښندونکو مجاهدینو وروڼو د حمایت په لار کې چې هر هغه څه زما په وس پوره وي کوم ان شاء الله تعالی.

له الله تعالی څخه غواړم چې افغانانو او طالبانو ته د عالیقدر امیرالمومنین نعم البدل ورکړي اوهم دي الله پاک د هغه قهرمان مشر د ارمانونو سره سم اشغال ختم او په افغانستان کی یو خپلواک افغان شموله اسلامي حکومت قایم کړي.

سید محمد طیب آغا د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر ۸/ ۳/ ۲۰۱۵م

دا هم وګورئ[سمول]

سرچینې[سمول]

  1. افغان اسلامي اژانس (۰۴-۰۸-۲۰۱۵). "طیب اغا د ملا منصور ټاکل یوه تاریخي تېروتنه وبلله". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)