خبرې اترې:طیب اغا

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د طالبانو د اسلامي تحريک په لومړيو کې سید طيب اغا کندهار کې د بهرنيو چارو رياست کې کار پيل کړی، له هغې وروسته اسلام اباد کې يې د طالبانو سفارت کې دنده درلوده او ورپسې د طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو کندهار کې د طالبانو د مشـر ملا محمد عمر سکرټر او د دفتر رييس و. طیب آغا ایله ۲۱ کلن وو چې په ۱۹۹۷ کال کې د طالبانو د مشر، ملامحمد عمر په امر په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت لومړی سکرټر وټاکل شو. د اداري اصولو له مخې، دی که څه هم تر سفیر په ټیټه رتبه کې وو خو تر سفیر یې خبره ډیره درنه وه او واک یې پراخ وو. افغان خبريال سمیع یوسفزی چې هغه مهال یې له ځوان طیب آغا سره ناسته او ولاړه لرله وايي "آغا صاحب ملا عمر سره مستقیمه اړیکه لرله او له همدې ډیر واکمن وو". طیب اغا ۲۰۱۰ کې د طالبانو د مشر مرکچي په توگه د جرمنيانو په منځگړيتوب امريکايانو سره مذاکرات پيل کړل او په دې خبرو کې دواړه لوري په يو لړ مسئلو سره سلا شول. د طالبانو د مشر مرکچي په توگه طيب اغا نيويارک ټايمز ته ويلي: «د لومړي ځل لپاره د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر په ۲۰۰۹ کې پرېکړه وکړه، چې له واشنگټن سره د خبرو لړۍ پيل شي. هغه وايي، چې د لومړي ځل لپاره طالبانو په ۲۰۰۹ کې جرمنيانو سره خبرې پيل کړې، د جرمن چارواکو غوښتنه دا وه، چې طالبان دې له افغان حکومت سره خبرې پيل کړي، له څو پرله‌پسې ناستو وروسته دې پرېکړې ته ورسېدو، چې د کابل پر ځای بايد امريکايانو سره خبرې وشي.» تر هغه وخته نړيواله ټولنه په دې باور وه، چې طالبان له جگړې پرته بله لار نه لري، خو هغه مهال، چې طالبانو د افغانستان کړکېچ ته د پای ته رسولو لپاره د سولې د خبرو وړانديز وکړ، مشر يې اجازه ورکړه، چې د سولې بهير لپاره دې داسې کسان وگومارل شي، چې په دې برخه کې پراخه تجربه ولري. د دې لپاره اړينه وه، چې يو شمېر مهم غړي په نظر کې ونيول شي، ملا محمد عمر امر کړی و چې د اسلامي امارت سياسي کميسيون «تر هغه وخته ډېر فعال نه و» په سياسي دفتر بدل شي او سيد محمد طيب اغا د دفتر مشر وټاکل شي. دغه مهال کابل کې د ملگرو ملتونو له ځانگړي استازي کای آيډه سره هم اړيکې ونيول شوې . د ۲۰۰۹ ډسمبر کې طيب اغا له لندنه خپرېدونکې الحيات ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل، که امريکا وغواړي، طالبان د سولې خبرو ته تيار دي. جرمنيانو سره د طالبانو اړيکې څرنگه جوړې شوې هغه مهال، چې سيد محمد طيب اغا اسلام اباد کې د افغانستان سفارت کې دنده درلوده، له هماغه وخته يې له ځينو جرمني ډيپلوماټانو سره اړيکې وې، په دغو جرمنيانو کې «Rüdiger König» ډيپلوماټ هم و، چې ۲۰۰۹ کې هم د همدې ډيپلوماټ له لارې د جرمني حکومت سره اړيکه ونيول شوه. دغه جرمنی ۱۹۹۷-۱۹۹۸ کې اسلام اباد کې د جرمني ډيپلوماټ و او وروسته کابل کې سفير شو. دغه جرمني (Rüdiger König) ډيپلوماټ هڅې پيل کړې، چې د خپل هېواد او طالبانو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي او له دې لارې څو ځل ليده کاته هم وشول. د جرمني استازو (Bernd Mützelburg و Michael Steiner) هم په دې اړه هڅې کړي دي. دغه مهال جرمني له طالبانو وغوښوتل، چې امريکا سره د مذاکراتو لپاره به د درېيمگړي رول ادا کړي، د منځگړي هېواد لپاره ملا محمد عمر څلور شرطونه کېښودل. • اسلامي هېواد به وي • گاونډی به نه وي • افغانستان ته يې خپل پوځونه نه وي رالېږلي • طالبانو سره به يې له ۲۰۰۱ وروسته ناوړه چلند نه وي کړی. د ترکيې، متحده عربي اماراتو او اردن په څېر هېوادونه نه شي کولای، چې د طالبانو کوربه شي، عربستان هم له ۲۰۰۱ وروسته گڼ طالب مشران نيولي دي او له همدې امله نه شي کولای، چې د سولې د بهير په اړه د طالبانو کوربه شي. له همدې امله طالبانو پرېکړه وکړه، چې قطر امريکايانو سره د مذاکراتو لپاره د دفتر په توگه غوره کړي. امريکا سره د سولې خبرې او د قطر دفتر د پرانيستو هڅې طالبانو د لومړي ځل لپاره امريکايانو سره په جرمني کې مذاکرات پيل کړل او موخه يې دا وه، چې د دواړو لوريو ترمنځ باور رامنځته شي او د خبرو بهير دوام پيدا کړي. طالبانو په دې اړه درې غوښتنې وړاندې کړې. ٭ د گوانتانامو زندانيان دې ازاد شي ٭ له تور ليسته دې د طالب مشرانو نومونه لرې شي ٭ د سولې بهير لپاره دې د ادرس په توگه قطر کې د طالبانو دفتر پرانيستل شي. د طيب اغا په وينا ټاکل شوې وه، چې د خبرو په دويم پړاو کې افغان حکومت هم د خبرو برخه شي، خو د حامد کرزي حکومت د دې خبرو مخالفت وکړ. دی وايي، چې ۲۰۱۰ کال د سولې خبرو لپاره ډېر مناسب وخت و، موږ د خبرو لپاره امريکا سره دې پايلې ته رسېدلي وه، چې په ۲۰۱۱م کې به په قطر کې سياسي دفتر پرانيستل کېږي او زموږ زندانيان به هم له گوانتانامو د قطر پلازمېنې دوحه ته ولېږدول شي، خو هغه مهال د حامد کرزي په مشرۍ افغان حکومت د دې خبرو مخالفت وکړ او له دوحې يې خپل سفير راوويست. طيب اغا وايي: «داسې پرېکړه شوې وه، چې په ۲۰۱۳ کې به په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر پرانيستل کېږي، موږ د قطر حکومت سره دا منلې وه، چې دغه دفتر به د افغان چارواکو په گډون د ټولو افغانانو پر مخ پرانيستی وي او د سولې خبرې به ورسره کېږي.» ۲۰۱۳ کې د قطر دفتر د لږ وخت لپاره پرانيستل شو، د الجزيرې ټلويزيون له لارې د پرانيست غونډې مراسم هم خپرېدل، خو افغان حکومت د اسلامي امارت له نوم او د طالبانو له بيرغ سره مخالفت وښود او د دفتر د پرانيستو مخالفت يې وکړ. سید طيب اغا وايي، چې په دې اړه د قطر حکومت او امريکا ترمنځ شفاهي تړون هم شوی و. د طالبانو د سياسي دفتر استازو د فرانسې، چاپان، ناروې، ايران او نورو هيوادونو په کنفرانسونو کې ګډون وکړ، او خپل نظرونه يې په ښکاره ډول تر نړيوالو ورسول، دا په داسې حال کې چې پاکستان نړۍ سره د طالبانو د مستقيمو اړيکو نيولو مخالف و، او هڅه يې کوله ترڅو نړۍ قانع کړي چې پاکستان د افغاني طالبانو رښتيني استازي دی، خو په قطر کې د سیاسي دفتر د فعالیتونو په پیل سره له دې هرڅه پرده پورته شوه او له پاکستان څخه د طالبانو استقلال نړۍ ته په ډاګه شو. سید طيب اغا وتوانېد چې د سياسي دفتر له لارې د نړۍ له څو هيوادونو سره د طالبانو د تحريک اړيکې جوړې کړي، او ترټولو ستره لاسته راوړنه يې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر او امریکا ترمنځ د بنديانو د تبادلې هوکړه وه، چې په پایله کې يې پنځه لوړپوړي طالب چارواکي د ګونتنامو له زندان څه د يو امريکايي بندي په بدل کې خوشې کړی شول. سیدطيب اغا وايي: «موږ هېڅکله دا شرط نه و ايښی، چې لومړی دې بهرني ځواکونه ووځي او له هغې وروسته به افغان حکومت سره خبرې وکړو. که امريکايانو سره د سولې بهير پرمختگ کړی وای، نو بيا مو غوښتنه کوله، چې د بهرنيانو د وتلو نېټه دې وټاکل شي، دا زموږ حق او معقوله غوښتنه وه.» طيب اغا د قطر د سياسي دفتر له مشرۍ وروسته سيد طيب اغا د د سياسي دفتر د مشرۍ ترڅنګ د رهبري شورا غړی هم و، خو د ملا محمد عمر د مرگ له افشا کېدو لږ مخکې ملا اختر محمد منصور له دغې شورا څخه د طيب اغا او ورپسې د ملا حسن رحماني د ګوښه کولو هڅه کړې وه، بيا چې کله د ۲۰۱۵ په جولای کې د ملا محمد عمر وفات افشاء شو نو سيد طيب اغا قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرۍ استعفا ورکړه. له استعفا وروسته یې د کار پرېښودو د لامل په اړه وویل، د اوږدې مودې لپاره د ملا محمد عمر مرگ پټ ساتل ځينې سوالونه راپورته کړي او دا کار يوې څېړنې ته اړتيا لري. هغه وايي، تر هغو چې ملا محمد عمر ژوندی و، زه پر دې باور وم، چې رهبر به يې هېڅکله دا اجازه ورنه کړي، چې طالبان د پاکستان تر اغېز لاندې راشي، خو د ملا عمر د مرگ له افشا کېدو وروسته پاکستان کې د منصور صیب د بيعت غونډې زما لپاره يو شمېر سوالونه راپورته کړل. سیدطیب اغا ویلي "زه نه غواړم، چې منصور صیب سره د مخالفت بيرغ پورته کړم، ، زه يو کال انتظار باسم، چې منصور صیب د طالبانو خوځښت څرنگه رهبري کوي، نژدې دوه کاله د طالبانو د مشر د مرگ خبر پټ ساتل او ما چې په دغو دوو کلونو کې بهرنيانو سره مذاکرات کول، د منلو وړ نه دي". سید محمد طیب اغا په ۲۰۱۶ کال کې په یوه مرکه کې د طالبانو غورځنگ «خپل گډ کور» وباله او د نوې ډلې د جوړولو اوازې يې رد کړې وې. د طالبانو د سیاسي دفتر د مشرۍ پرېښودو وروسته داسې برېښېدل چې سید طیب اغا به له طالبانو خپله لار جلا کړي. خو په دې وروستیو کې يې پر یو لړ اصلاحاتو ټینگار کړی. د طیب اغا په نوي لیک کې راغلي «د طالبانو اسلامي تحریک یا اسلامي امارت زموږ په شمول د ټولو گډ کور او پېژندگلوی ده او د ساتنې لپاره به يې ټول خپل وس کوو». خو دې سره لیکي چې «متفقه قیادت او قوي تحریک» کولی شي د دوی «ارمانونه پوره کړي». د طالبانو نوي مشر ته د سید طيب اغا ليک سره له دې، چې د ملا محمد عمر کورنۍ وروسته له ملا اختر محمد منصور سره بيعت وکړ، خو طيب اغا دوی سره په دې بيعت کې ملگری نه شو او بېرته يې د قطر دفتر غړيتوب وا نه خيست. د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته طيب اغا د طالبانو نوي مشر مولوي هبت الله ته يو اته ماده ييز ليک لېږلی دی. https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%AF_%D8%B3%DB%8C%D8%AF_%D8%B7%DB%8C%D8%A8_%D8%A7%D8%BA%D8%A7_%DB%B8_%D9%88%DA%93%D8%A7%D9%86%D8%AF%DB%8C%D8%B2%D9%88%D9%86%D9%87 طيب اغا په دې ليک کې د طالبانو له مشر څخه غوښتنه کړې، چې د طالبانو خوځښت دې د اسلامي امارت پر ځای د طالبانو په اسلامي تحريک بدل شي، دی همدارنگه د طالبانو مشر لپاره د اميرالمؤمنين پر نوم هم نيوکه کوي او وړانديز يې کړی، چې د دې پر ځای دې د امير نوم غوره شي. د طيب اغا وړانديزونه او په نړيوالو غونډو کې د طالبانو د سياسي دفتر استازو څرگندونې سره ورته دي. قطر کې د پگواش په وروستۍ غونډه کې طالب استازو وويل، چې دوی د واک انحصار نه غواړي، دوی په څرگندو ټکو وويل، چې افغانستان کې د واک انحصار تجربه ناکامه ده، له همدې امله طالبان هېواد کې داسې يو شامل اسلامي نظام غواړي، چې ټولو جهتونو ته د منلو وړ وي. د طالبانو له څرگندونو ښکاري چې د واکمنۍ پر مهال يې د اسلامي امارت نوم د واک د انحصار نښه نه وه او که غواړي، چې خپله خبره کې رښتينې شي، بايد اسلامي امارت نوم لرې کړي. طالبان لا هم خپل نظام اسلامي امارت بولي او له همدې امله افغانستان کې ټولې جهتونه طالبان واک کې د انحصار غوښتونکي بولي او فکر يې د سولې او پخلاينې پر وړاندې خنډ بولي. د طالبانو اوسني مشر ته د امير المؤمنين پر ځای د امير لقب غوره کول شايد له دې امله وي، چې ملا محمد عمر په داسې يوه سيمه کې اميرالمؤمنين ټاکل شوی و، چې د طالبانو تر واک لاندې وه او د اسلامي نړۍ په گډون د هېواد زرگونو علماوو په کندهار کې ملا محمد عمر اميرالمؤمنين وټاکه. د هغې په پرتله اوسنی حالت ډېر بدل دی او د اميرالمؤنين د نوم شرايط نه دي پوره اوس غوره دا ده، چې د طالبانو مشر اميرالمؤمنين ونه بلل شي. سره له دې، چې د طيب اغا اوسنۍ څرگندونې به د ځينو لپاره د تفرقې اچولو نښې ښکاره شي، خو که طالبان د خپلو کړنو او ذات نقد وکړي او خپل فکر کې بدلون او اصلاحات راولي د طالبانو لپاره به يې گټه ډېره وي. دا منل شوې خبره ده، که طالبان په خپلو ليکو کې د زړه له تله اصلاحات رانه ولي، د ځان د نقد او اصلاحاتو جرئت ونه کړي او هغه څه چې، حق او حقيقت بولي، په څرگنده يې بیان نه کړي، دغه ډله به منجمده پاتې شي او د وخت په تېرېدو به د اصلاحاتو شته چانسونه هم له لاسه ورکړي. په تېرو وختونو کې طالبانو پر دوی نيوکې او نقد نه شو زغملی او دا يې نوی بدعت باله، خو اوس د دوی يو مشر ملگری داسې نيوکې او نقد د تخريب په نيت نه، بلکې د اصلاحاتو لپاره کوي، د طالبانو په ليکو کې دا نوی بدلون بلل کېږي او همدغه بدلون د پخلاينې او سولې لپاره ښه گام بلل کېږي. د ۲۰۱۷ کال د اپرېل مياشتې له اتمې تر پنځلسمې نېټې پورې د طالبانو يو درې کسيز پلاوی د حافظ محب الله او ملا عباس اخوند په ګډون دوحې ته تللی و، ترڅو طيب اغا قانع کړي چې دغې ډلې سره بېرته يو ځای شي او له ملا هبة الله خپل ملاتړ اعلان کړي. د سرچينو په حواله دغه پلاوي طيب اغا ته ويلي که له ملا هبة الله سره بيعت اعلانوي، بې له دې چې دی يو ځل بیا د قطر دفتر مشر وټاکل شي، داسې ګامونه به پورته کړي چې هغو مسايلو ته رسېدګي وشي چې ده يې تېر کال په خپل خط کې يادونه کړې وه. طيب اغا په دې باور دی چې طالب مشران افغانستان ته راوګرځي او له پاکستان سره دې پټې او نا رسمي اړيکې پرې کړي ترڅو د پاکستان له فشاره لرې خپلواک تصميمونه ونيولی شي. طيب اغا له ملا هبة الله څخه غوښتې چې د امارت په نامه د مشروع حکومت دعوه پرېږدي او پر بهرنيو جهاديانو محدويتونه وضع کړي، ترڅو د ټولې افغان ټولنې استازولي وکړی شي. د رپوټونو له مخې طيب اغا د طالبانو د هيات وړانديز ته په ځواب کې ويلي چې که طالب مشرتابه چمتو وي چې په اته ماده ييز خط کې مطرح شوو ټکو باندې، د ده له خوا له هر ډول اعلان وړاندې، کار وکړي، له هغې وروسته دی چمتو دی چې خپل بيعت اعلان کړي. د سرچينو په حواله طيب اغا طالب هيات ته په ډاګه کړې چې چمتو دی له ملا هبة الله سره هر ډول همکاري وکړي، بې له دې چې په تحريک کې کومه رسمي دنده ولري.