ملا اصغر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ملا اصغر د اخوند دروېزه ورور و، په پښتو ژبه يې شعرونه هم ليکل او د مخزن په آخر کې راغلی دی. آخوند دروېزه له قوله يوه ورځ يې د روښان د يوه خليفه سره بحث و، د بحث په منځ کې يې د پښتو يو بيت ووايه چې د عالمانو بده پکې وه په دې وخت کې زما ورور ملا اصغر د هغه په ځواب کې څه بيتونه ووييل:

واروی، يارانو نبي ناست په جماعت و
جبرييل و پرې راغلی له ښه خدايه پرې رحمت و
واروی عالمه عالمان د ملک ډيوه دی
عام و خاص بې جلب نيسي، دوی ناست د پاک رسول په ميراثه دي
عالمان گوره سواره د روغې لارې
دوی سواره د شريعت دي، وسکه هر گمراه نه رسي د شريعت په چارې