ملالۍ جويا
د ويکيپېډيا لخوا
ملالۍ جویا (زېږېدنه ۲۶ ثور، ۱۳۵۷ د فراه ولايت) د افغانستان د ولسي جرګې ترټولو ځوانه غړې ده. نوموړې د ۲۰۰۳ زېږيز کال د ډېسمبر په مياشت کې د فراه ولايت د پلاوې په توګه لويه جرګه کې وټاکله شوه او په لويه جرګه کې يې د يو ۲ دقيقو لپاره د نانديريزې وينا وروسته نه يواځې په افغانستان کې بلکه په ټوله نړۍ کې نوم ترلاسه کړ.
هغې يو څه موده په پاکستان او ايران کې هم د پناه غوښتونکې په توګه ژوند کړی او وروسته يې د ښځو د حق غوښتنې او د هغوی د روزنې او زده کړې لپاره په هېواد کې دننه او د هېواد نه دباندې کارونه ترسره کړي دي.
باندنۍ تړنې
- Defense Committee for Malalai Joya
- Enemies of Happiness, a documentary film about Malalai Joya, made by Danish filmmaker Eva Mulvad
اوریدنه
وډيوګانې
- د لويې جرګې يوه لنډه وډيويي ټوټه
- په Youtube.com باندې د ملالۍ جويا کلېپونه
- د ملالۍ جويا سره ويډيويي مرکه, د جون 14مه, 2007
- د ملالۍ جويا مرکه, from Democracy Now! program, June 19, 2007