محمد فاتح

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد فاتح

زېږېدنه 1432
مړينه 1481
کوړنی د عثمانیانو کورنی
مخکنی حکمران مراد 2
پیرو دویم بایزید


محمد فاتح (په ترکي ژبی کی: محمد ثانى Meḥmed-i s̠ānī) د عثمانی کورنۍ څخه یو مشهور سلطان وو چی د ۱۴۵۱ کال څخه تر ۱۴۸۱ کال پوری یی حکومت کاوه.

دوهم  محمد ( په عثماني ترکي: محمد ثانى، رومي بڼه یې: Meḥmed-i s̱ānī؛ په ترکي: II. Mehmed، تلفظ یې [icinˈdʒi ˈmehmed] د ۱۴۳۲ کال د مارچ له ۳۰ – د ۱۴۸۱ کال د مې تر ۳)، چې په عام ډول د فاتح محمد په نوم یادېږي (په عثماني ترکي کې: ابو الفتح، رومي بڼه یې: Ebū'l-fetḥ ، لفظي معني یې: د "فتحې پلار"؛ په ترکي ژبه: فاتح سلطان محمد - Fatih Sultan Mehmed) د عثماني ستروکۍ سلطان و چې د ۱۴۴۴ کال له اګست څخه د ۱۴۴۶ کال تر سپټمبر پورې، او وروسته د ۱۴۵۱ کال د فبروري څخه د ۱۴۸۱ کال تر می پورې یې واکمني وکړه. دوهم محمد په خپله لومړي واکمنۍ کې، د جان هنیادي په مشرۍ صلیبي جګړه وروسته له هغه ماته کړه چې هنګري یرغل د هغه تر واک لاندې هېواد کې د سیزګ د سولې شرایط مات کړل. کله چې په ۱۴۵۱ کال کې دوهم محمد بیا پر تخت کېناست، نو عثماني سمندري ځواک یې پیاوړې کړ او په قسطنطنیه یې د برید لپاره چمتوالی ونیو. په ۲۱ کلنۍ کې یې قسطنطنیه فتحه کړه او د بیزانس سترواکۍ ته یې د پای ټکی کېښود.

محمد له فتحې وروسته د روم سترواکۍ د سیزار (عثماني ترکي: قیصر روم، په رومي بڼه یې: Qayser-i Rûm) د لقب ادعا د داسې حقیقت پر بنسټ وکړه چې قسطنطنیه په ۳۳۰ ز کال کې د سترواک قسطنطین له لوري له تقدیس راهیسي  د ختیځ روم د سترواکۍ چوکۍ او د ژوندۍ پاتې کېدو پلازمېنه وه. یوازې د قسطنطنیې د مشر کشیش له لوري دا ادعا په رسمیت و پېژندل شوه. خو د خپل ژوند په پاتې برخه کې دوهم محمد عثماني دولت ته د روم د سترواکۍ د دوام په سترګه کتل، ځان یې د سترواکۍ "دوام ورکوونکي" په توګه انګېره، نه د "ځایناستي" په توګه.  [۱]

محمد د اناتولیا په نیولو سره، په سوېل ختیځه اروپا کې د بوسنیا تر لویدیځ پورې خپلو فتوحاتو ته دوام ورکړ. په هېواد کې یې زیات سياسي او ټولنيز اصلاحات رامنځ ته کړل، هنرونه او سیاینسي علوم يې وهڅول او د خپلې واکمنۍ په پای کې يې د بيا رغاونې پروګرام قسطنطنيه د سترواکۍ په یوه پر مختللې پلازمېنه بدله کړه. نوموړی د اوسنۍ ترکیې او د پراخې اسلامي نړۍ په برخو کې یو اتل ګڼل کېږي. د استانبول فتحه ولسوالۍ، د فاتح سلطان محمد پل او فاتح جومات هغه څه دي چې د هغه په نوم نومول شوي دي.

لومړۍ واکمني

دوهم محمد د ۱۴۳۲ کال د مارچ په ۳۰ نېټه د عثماني سترواکۍ په پلازمینه ادرین کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. پلار یې دوهم سلطان مراد (۱۴۰۴-۱۴۵۱) او مور یې هما خاتون وه، چې له یوې ناڅرګندې ریښې غلامه وه.[۲][۳][۴]

کله چې دوهم محمد د یوولس کلن و، د خپلو دوو سلاکارانو (مشاورینو) سره اماسیا ته د حکومت کولو لپاره واستول شو او په دې توګه یې د خپلو مخکینو عثماني واکمنانو د رواج سره سم تجربه ترلاسه کړه. دوهم سلطان مراد هم څو تنه استادان د نوموړي د زده کړو لپاره ولېږل. دې اسلامي زده کړو د محمد د ذهن په جوړولو او د هغه د اسلامي عقیدې په پیاوړي کولو کې پراخه اغېزه درلوده. نوموړی د اسلامي علومو په برخه کې د ساینس پوهانو لخوا، په ځانګړې توګه د خپل د ښوونکي ملا غوراني لخوا، تر اغېز لاندې راغی، او نوموړي د دوی تګلاره تعقیب کړه. د محمد په ژوند کې د آق شمس الدین نفوذ، په ځانګړې توګه د قسطنطنیې د فتحه کولو سره د بیزانس سترواکۍ د نسکورولو لپاره د هغه د اسلامي دندې په ترسره کولو کې، له ځوانۍ برلاسی شو. [۴]

وروسته له هغه چې دوهم مراد د ۱۴۴۴ کال د جون په ۱۲ نېټه له هنګري سره سوله وکړه، د ۱۴۴۴ کال په جولای/ اګست کې خپل ۱۲ کلن زوی دوهم محمد ته تخت پرېښود. [۵][۶]

دوهم محمد په خپله لومړۍ واکمنۍ کې، د جان هنیادي په مشرۍ هغه وخت صلیبي جګړه له ماتې سره مخ کړه چې د هغه د هېواد پروړاندې د هنګري یرغل د ۱۴۴۴ کال سپټمبر د سیزګ د سولې شرایط مات کړل. د پاپ استازې کارډینال جولیان سیزارني د هنګري پاچا ته ډاډ ورکړی و چې له مسلمانانو سره د اوربند ماتول خیانت نه دی. په دې وخت کې دوهم محمد له خپل پلار، دوهم مراد څخه وغوښتل چې پر تخت کېنې، خو نوموړي رد کړه. د اوولسمې پیړۍ د تاریخونو له مخې، محمد دوهم ولیکل، "که ته سلطان یې، راشه او د خپلو لښکرو مشري وکړه، که زه سلطان یم، نو زه تاسو ته امر کوم چې راشئ او زما د لښکر مشري وکړئ." وروسته دوهم مراد د عثماني پوځ مشري وکړه او د ۱۴۴۴ کال د نومبر په ۱۰ نېټه یې د ورنا جګړه وګټله. خلیل انالحق وایي چې دوهم محمد له خپل پلار غوښتنه نه ده کړې. بلکه، جنرال خلیل پاشا هڅه وکړه چې دوهم مراد بئرته تخت ته راولي.[۵][۷][۶][۸]

دوهم مراد په ۱۴۴۶ کال کې تخت ته راستون شو، دوهم محمد د سلطان لقب له ځان سره درلود خو یوازې د مانیسا د والي په توګه دنده ترسره کوله. په ۱۴۵۱ کال کې د دوهم مراد له مړینې وروسته، دوهم محمد د دوهم ځل لپاره سلطان شو. د کارامان ابراهیم بې په جنجالي سیمه یرغل وکړ او د عثماني واکمنۍ پر ضد یې بېلابېل پاڅونونه وکړل. دوهم محمد د کرامان د ابراهیم په وړاندې لومړۍ جګړه ترسره کړه او بیزانسیانو ګواښ وکړ چې د عثمانیانو له لورې  دعوه شوی اورهان خوشې کړي. [۶]

د محمد حکومت

سلطان محمدخان فاتح چي په محمدثاني (دویم محمد) سره هم یادیږي په 1429میلادي کال کي د اروپایي ترکیې په ادرنه ښار کي زېږېدلی دی . محمدفاتح د دویم مرادخان زوی اود محمدچلپي لمسﺉ دی، نوموړي پخپل ژوند کي درې ځله دواک تجربه ترلاسه کړه اوپه دریم ځل دپلار ترمرګ وروسته په 1451میلادي کال کي دعثماني واکمنی مشر وټاکل سو .

واک ته تر رسېدلو وروسته سلطان محمد دټولو ترمخه په اناطولي سیمه کي یولړ فوځي عملیات ترسره اوترهغه وروسته یې دروم لرغوني واکمنۍ ته چي مرکز یې قسطنطنیه (اوسنی استانبول) وو مخ راواړاوه داځکه چي دروم واکمن (یوولسم قسطنطین) له نوموړي سره له زوره کار واخیست او اړیې ایستی چي برید ورباندي وکړي . سلطان محمد (یوولسم قسطنطین) ته حال واستاوه چي استانبول بیله جګړې ورتسلیم کړي خوکله چي دروم واکمن دغه غوښتنه ونه منل سلطان محمدفاتح له ځمکي اوسمندر دواړو څخه یرغل ورباندي وکړ چي په پایله کي یې دروم لرغوني امپراطوري دسختي جګړې به ترڅ کي راوپرځېدل اوپر استانبول دعثمانیانو بیرغ ورپېدی .

داستانبول ترفتحی وروسته محمدفاتح دبالکان پر هیوادونو باندي جهادي عملیات پیل اوپخپله دیرش کلنه موده کي یې د یونان ترڅنګ البانیا، بوسنیا، سربیا اودختیځي اروپا لویه برخه فتحه کړه . په یاده موده کي محمدفاتح داسیايې ترکيې سربېره تورسمندر هم ترواک لاندي راوستی اوتر کریمیا ټاپو پوري یې فتوحات وغځول .

دختیځي اروپا تر هیوادونو وروسته سلطان محمدفاتح خپل فوځونه ایټالیا ته برابر کړه اوغوښتل یې چي هغه ځای هم د یونان غوندي پخپل واک کي راولي خو ژوند نوره وفاء ورسره ونکړه اوپه 1481میلادي کال کي وفات سو .

دمحمدفاتح په زمانه کي دفوځي فتوحاتو سربېره مسلمانان په پوهنیز ډګر اودولتي چاروکي هم ډیرمخته ولاړه اوپه دې برخه کي یې ځانګړی پرمختګ وکړ . محمدفاتح پخپله واکمني کي دعثمانیانو لپاره یولړ شرایط او اصول وضعه کړه ترڅو دهمدغه اصولو پربنسټ په راتلونکي وخت کي خپلي چاري ترسره کړي، ددې ترڅنګ یې په علمي ډګرکي هم له اسلامي اوغیراسلامي پوهانوسره بې حده مرستي وکړې اوهغوی یې وهڅول چي خپل دعلم جوهر دعثماني واکمني تر هري سیمي پوري ورسوي .

دسلطان محمد دمهمو فتوحاتو لڼډیز په لاندي ډول دی :

دقسطنطنيې استانبول فتحه په 1453 زیږدیزکال کي

دسربیا مکمله فتحه په 1456 زیږدیز کي

دموریا جزیرې فتحه په 1460 زیږدیز کي

د والاچیا جګړه په 1460 زیږدیز کي

دطرابزون فتحه په 1461 زیږدیز کي

دبوسنیا فتحه په 1462 زیږدیز کي

دقونیه فتحه په 1467 زیږدیز کي

د آق سرای فتحه په 1469 زیږدیز کي

تر 1473 زیږدیز پوري داناطولي دستري برخي فتحه

له 1463 زیږدیز څخه تر1479 زیږدیز پوري د صلیبي جګړې په پایله کي دوینس دولت ته ستر ګوزار اوجزیې ته اړ ایستل

په 1480 زیږدیز کي دیوشمېر ایټالوي جزیرو فتحه

سلطان محمدخان د1481میلادي کال داپریل پر25 نېټه چي د886 دصفر له 26 نیټې سره سمون خوري داسیايي ترکيې (اناطولي) په خونکار چایری سیمه کي وفات او جسد یې په استانبول کي خاورو ته وسپارل سو .

دسلطان محمد فاتح کورنۍ

دسلطان محمدفاتح درې زامن وه چي نومونه یې مصطفی، بایزید اوجم وه . بایزید دمحمدفاتح تروفات وروسته واک ته ورسېدی اوجم دسلطان بایزید د واکمنی پروخت په ایټالیا کي له عثماني واکمن څخه لیری وفات سو . یوازینی شهزاده چي دمصطفی په نوم وو هغه دسلطان محمد فاتح په ژوند کي وفات سو .

دمحمدفاتح مېرمني چیچک خاتون، مکرمه خاتون، ګلشاد خاتون اوخدیجه خاتون نومېدلې .

  1. Nicolle 2000، ص. 85.
  2. Freely, John (2009). The Grand Turk: Sultan Mehmet II - Conqueror of Constantinople, Master of an Empire and Lord of Two Seas (په انګلیسي ژبه کي). I.B. Tauris. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84511-704-7. مؤرشف من الأصل في ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Babinger, Franz (1978). Mehmed the Conqueror and His Time (په انګلیسي ژبه کي). Princeton University Press. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-01078-6. مؤرشف من الأصل في ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Nicolle 2000، ص. 19.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Nicolle 2000، ص. 9.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Nicolle 2000، ص. 91.
  7. Erhan Afyoncu, (2009), Truvanın İntikamı (کينډۍ:ISBN), p. 2, (In Turkish)
  8. Erhan Afyoncu, (2009), Truvanın İntikamı (کينډۍ:ISBN), p. 2, (In Turkish)