محمد حسن اخوند
محمد حسن اخوند (زوکړه: شاوخوا ۱۹۴۵ زکال – ۱۹۵۰ زکال یا شاوخوا ۱۹۵۵ زکال – ۱۹۵۸ زکال) افغان ملا، سیاستوال او د طالبانو د ډلې یو له مشرانو څخه دی چې د ۲۰۲۱ زکال د سپټمبر له ۷مې نېټې څخه تر اوس مهاله (۲۰۲۳ کال) د طالبانو د اسلامي امارت واکیال لومړی وزیر دی. [۱]
اخوند د طالبانو د ډلې یو له بنسټ اېښودونکو او همدارنګه د دغه تحریک له مخکښو مشرانو څخه دی. نوموړي د طالبانو په لومړۍ دوره حکومت (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ زکال) کې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.
لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]
اخوند د افغانستان د سویلي کندهار ولایت اصلي اوسېدونکی دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اطلاعاتو له مخې نوموړی په پشمول کلي کې زیږېدلی چې د هغه د زیږون پر مهال د افغانستان د کندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ او اوس مهال د همدغه ولایت ژیړۍ ولسوالی ته اړوند کلی دی. ملګرو ملتونو د هغه د زیږون د کال اړوند دوه اټکلونه کړي چې ګویا د ۱۹۴۵ او ۱۹۵۰ زکال ترمنځ او یا هم د ۱۹۵۵ او ۱۹۵۸ زکال ترمنځ زیږېدلی دی. [۲][۳][۴]
هغه په افغانستان کې دننه په یو شمېر دیني مدرسو کې زده کړې کړې دي. ده د ډیری طالب مشرانو پر خلاف په افغان شوروي جګړه کې ونډه نه لرله. [۵][۶]
سیاسي ژوند[سمول]
اخوند د طالبانو د ډلې یو له پخوانیو غړو او همدارنګه د طالبانو د تحریک د لومړني مشر ملا محمد عمر له نږدې کسانو څخه و. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ زکال) ده له ۱۹۹۸ زکال څخه د ۱۹۹۹ زکال د اکتوبر میاشتې تر ۲۷مې نېټې پورې د بهرنیو چارو وزارت د د مرستیال وزیر په توګه کار وکړ او بیا د لومړي وزیر مرستیال هم و. نوموړی د نورو طالب مشرانو په څېر ترهګریزو ډلو ته د پناه ورکولو له امله د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی. [۷][۸][۹]
د افغانستان د اسلامي جمهوریت (۲۰۰۱ – ۲۰۲۱ زکال) پر وړاندې د طالبانو د وسله وال مقاومت پر مهال نوموړی د کویټې شورا غړی و. دی په ۲۰۱۳ زکال کې طالبانو ته د اړوندو کمیسیونونو او همدارنګه د هغو د جلب او جذب د کمیسیون عمومي مشر و. [۱۰][۱۱]
وروسته له هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ زکال کې د دوحې د هوکړې پر بنسټ یو ځل بیا واک ته ورسېدل، اخوند د دغې ډلې د حکومت د لنډ مهالي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د هغه ټاکنه د طالبانو د منځلارو او سخت دریځو غړو ترمنځ د مصالحې په موخه وګڼل شوه. ده د ۲۰۲۱ زکال د سپټمبر په اوومه نېټه د لومړي وزیر (رئیس الوزرا) په توګه دنده پیل کړه او تر اوسه (۲۰۲۳ زکال) په دغه څوکۍ کار کوي. [۱۲][۱۳][۱۴]
د ده د لومړي وزارت پر مهال د ۲۰۲۳ زکال د مۍ له ۱۷مې نېټې څخه د ۲۰۲۳ زکال د جولای تر ۱۷مې نېټې پورې هغه مهال مرستیال لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر ته د لومړي وزارت د چارو مسئولیتونه ور وسپارل شول چې ویل کېدل خپله حسن اخوند ناروغ دی. [۱۵][۱۶]
نور معلومات[سمول]
اخوند د یو شمېر اسلامي موضوعاتو اړوند لیکنې کړې دي. د بي بي سي نیوز د راپور له مخې نوموړی د طالبانو په مذهبي اړخ کې پریمانه نفوذ لري، چې په پوځي اړخ کې بیا هومره نفوذ نه لري. د متحده ایالاتو د سولې د انستیتیوت یوه تحلیل ګر څرګنده کړې چې دی تر ډېره پورې یو سیاسي سړی دی. [۱۷][۱۸]
سرچينې[سمول]
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ (په September 9, 2021 باندې). Hibatullah Akhundzada to Lead Taliban Govt.
- ↑ "Security Council 1988 Committee Amends 105 Entries on Its Sanctions List | Meetings Coverage and Press Releases". www.un.org. مؤرشف من الأصل في ۰۶ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 2021-09-07 باندې). Profile: Mohammad Hasan Akhund, the head of Taliban government.
- ↑ (په 2021-09-08 باندې). Profile: Who is Afghanistan's new caretaker prime minister?.
- ↑ (په 2021-09-08 باندې). Explained: Who is Mullah Hasan Akhund? What does the Taliban's choice of interim prime minister mean for Afghanistan?.
- ↑ Adamec, Ludwig W. (2012). Historical Dictionary of Afghanistan (الطبعة 4th). Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 69. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780810879577.
[1999] 27 October: Mulla Mutawakil is named minister of foreign affairs, replacing Mulla Hasan Akhund.
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 2021-09-08 باندې). Profile: Who is Afghanistan's new caretaker prime minister?.
- ↑ (په 2021-09-07 باندې). Profile: Mohammad Hasan Akhund, the head of Taliban government.
- ↑ Seth G. Jones (2017). Waging Insurgent Warfare: Lessons from the Vietcong to the Islamic State. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 99. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Peter Bergen (2013). Talibanistan. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 9. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 2021-09-07 باندې). Afghanistan: Who's who in the Taliban leadership. BBC News.
- ↑ (په 7 September 2021 باندې). Afghanistan: Who's who in the new Taliban government. Sky UK
- ↑ (په 2021-09-07 باندې). Hardliners get key posts in new Taliban government. BBC News
- ↑ . گروه طالبان حکومت جدید خود را با رهبری ملا حسن اخوند اعلام کرد.
- ↑ (په 7 September 2021 باندې). Taliban announce new government for Afghanistan. BBC News.
- ↑ Alasdair Pal . Factbox: Mohammad Hasan Akhund: Veteran Taliban leader becomes acting Afghan PM. Reuters
- ↑ (په 2021-09-07 باندې). Profile: Mohammad Hasan Akhund, the head of Taliban government.