محمد جان احمدزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوهاند محمد جان احمدزی, د اسلامیاتو استاد ، یو نا متو عالم او لارښود و.

مخينه

نوم یې محمد جان، لقب یې مهدی احمد زی او د مرحوم حاجي محمد سلیمان زوی و. دی د لوگر د سرخاب درې د محمد آغې ولسوالۍ په یوې روښانې کورنۍ کې په کال ۱۳۲۶ لمریز سترگې وغړولې .

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې

لومړنۍ زده کړې یې د خپل پلار او د کلی د مسجد له امام څخه تر سره کړی، په ۱۳۳۷ کال کې دخپل ځانگړی استعداد له امله د سرخاب ښوونځی په دریم ټولگی کی شامل شو چې په ۱۳۴۰ کال کی ترې په لومړۍ درجه فارغ او بیا دمنځنۍ زده کړو لپاره دکابل ښار د ابن سینا په لیسې کې شامل شو چې تر اتم ټولگي پورې یې همالته خپلې زده کړې پر مخ بوتلې، څرنگه چې نوموړی له کوچنیوالي په اسلامی ښوونې او روزنې رالوی شوی و، نو دا یې ښه گڼله چې بیا منځنۍ زده کړی د امام ابو حنیفه په شرعی مدرسه کې پر مخ بوځي نو ځکه په ۱۳۴۳ کال هلته شامل او په ۱۳۴۶ کال کې ترې په لومړۍ درجه بريالی ووت. پوهاند محمد جان په ۱۳۴۷ کال کی د کابل پوهنتون د کانکور په ازموینه کې په اوچته درجه بریالی شو او په ۱۳۵۱ کال کې ېې د شرعیاتو له پوهنځۍ نه خپل د لیسانس درجه په بریالۍ توگه بشپړه کړه . استاد د لیسانس دورې له پای ته رسولو وروسته د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی په علمی کدر کې و منل شو او د حدیث شریف د استاد په صفت یې دنده پرمخ بیوله او د وخت د کميونسټ رژیم د کودتا تر څو ورځو پورې یعنی د ۱۳۵۷ کال تر چونگاښ پورې په همدې دندې باندې پاتی شو چې بیا د کمیونسټي رژيم د ناخوالو له کبله لکه د نورو افغانانو هجرت ته اړ شو. د هجرت په وخت کې استاد د تعلیم او پوهنی له سمندر سره خپل تړاو پری نه ښود په ۱۹۸۸ زېږديز کال کې یې د پیښور پوهنتون داسلامیاتو له څانگې نه د ماسټرۍ برلیک هم ترلاسه کړ او ترڅنگ یې هلته د عربو په مرسته جوړ شوي د دعوت او جهاد په پوهنتون کې دحدیث شریف په برخه کې د تدریس دنده هم پر مخ بيوله او بیا وروسته د اصول الدین د پوهنځي د تفسیر د ډیپارټمنت مرستیال او د ثقافت اسلامی د رییس په توگه و ټاکل شو. په ۱۳۶۹ لمریز کال کې پر دې وتوانیده چې د دعوت او جهاد له پوهنتون څخه د پوهاندۍ درجه پلاس راوړه.


داستاد د تفسیر او تدریس ځانگړنه په دې کې وه چې درس به یې عام فهمه وه، د خلکو احوال اوظروف به یې په نظر کې نیول، یوه ورځ درس په یې په پښتو او بله به یې په فارسی وړاندې کاوه، شهید استاد د ژوندون بښونکی کتاب قرآن مجید په ترجمه کې په هغو مفاهیمو ډیر ټینگار کاوه چې د فرد، ټولنې او اخلاقی او عقیدتی رنځونو لپاره درمان او علاج کیدای شی،

د جان محمد مهدي مړینه

شهید استاد په کومې دښمنۍ ککړ نه و او پرته د کومې وجې بالاخره دی د ۱۳۷۱ کال د وري په ۱۵مه د پیښور په هجرت کلي کې په داسې حال کې په شهادت ورسول شو چې دیرشمه روژه یې په خوله او د سهار جماعت او تفسیر درس لپاره یې قران کریم په لاس کې و او په دې توگه د خپل دوو نورو ورونو سره قافله کې ورگډ شو کوم چې لا تر ده دمخه د تاریخي لاسپوڅو کمونستانو لخوا د پلچرخی په زندان کې په شهادت رسولي و.

ادبي ژوند

شهید استاد په عربی، پښتو او فارسي او څه نا څه انگریزي ژبې یې هم زده وې .

د هغه ځینی لیکنې او ترجمې په لاندې ډول دی

  1. العدة فی الشریعة الاسلام. تالیف (عربی)
  2. الجهاد فی السبیل الله - تالیف
  3. اصول الشخصیة فی ضوء السنة النبویه – (په عربی ژبه تالیف)
  4. دمشکوة المصابیح شرحه په دری ژبه
  5. د اسلام لیاره – د هذاالدین کتاب ژباړه
  6. ترجمة القرآن والسنة بالبشتو و الفارسیه (قواعدو تجوید) په عربی، پښتو او فارسی ژبو.
  7. نیکمرغه واده
  8. په اسلام کې د کورنی ژوند نظام
  9. ترجمه اربعینة النوویه (چهل حدیث) فارسی
  10. دامام حسن البنا رساله تعلیم – فارسی ژباړه
  11. د اسلامی دعوت د لارې مشکلات – پښتو ژباړه

او په سلگونو هغه مقالې چې د هیواد او هجرت په معتبرو رسنیو کې چاپ ته رسیدلی.


ماخذونه

  1. قران کریم
  2. د افغانستان د اسلامی دعوت برمیال داعی، د زاهدی احمد زی لیکنه
  3. الجهاد مجله ۸۸مه گڼه، د ۱۹۹۲ د جولای میاشت
  4. د امید مجله د ۱۳۷۱ کال د وری او غویی د میاشتو گڼه