محمد ابراهيم خواخوږى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږی

محمد ابراهيم خواخوږى (په انگرېزي: Mohammad Ibraheem Khwakhuzhi) د درمحمد خان زوى په ۱۹۲۰م كال د فبروري پر ۲۸مه د كندهار ولايت په ماله جات كې وزېږېد.

زده كړه

په جومات او كاله كې د زده كړو تر څنگ په ۱۹۲۶م كال ښوونځي ته شامل او د منځنۍ دورې تر زده كړو وروسته د لوړو زده كړو لپاره دارالمعلمين ته شامل شو او په ۱۹۳۸ع كال كې فارغ او د حبيبيې په عالي لېسه كې يې د ښوونكي په توگه په دنده پيل وكړ.

استاد خواخوږي له شعر و شاعرۍ سره مينه درلوده، همدغې مينې د شعر پر سيند ورگډ كړ، چې لومړنى شعر په ۱۹۳۴م كال د كندهار په طلوع افغان ورځپاڼه كې خپور شو. خواږخوږى د خپلو دندو د لړ په بهير كې په 1946م كال د كندهار د كوكران د ليليې ښوونځي د ښوونكي او تدريسي امر په حيث وټاكل شو. چې بيا وروسته په ۱۹۴۸م كال د كندهار د احمدشاه بابا ليسې د مدير په حيث مقرر شو.

سياسي فعاليتونه

استاد خواخوږي سياست هم كړى چې په دغه لړ كې يې د ويښ زلميانو د سياسي تحريك له پيل څخه په سياسي مبارزه كې فعال گډون درلود، د ده د سياسي څېرې په اړه ښاغلى زرملوال وايي: ”تر ټولو دمخه دغو كسانو د ويښ زلميانو تحريك پيل كړ. له كندهار او فراه څخه پوهاند عبدالحى حبيبي، استاد عبدالروف بېنوا، محروم فيض محمد انگار، مرحوم محمد رسول خان پښتون، پوهاند عبدالشكور رشاد، استاد محمد ابراهيم خواخوږي او مرحوم عبدالرزاق فراهي.

له ننگرهار څخه استاد گل پاچا الفت، استاد قيام الدين خادم، پوهاند صديق الله رښتين او مرحوم غلام حسن خان ساپي، له غزني نور محمد تره كي. له پكتيا څخه ښاغلي نېك محمد پكتياني او ښاغلى غلام محى الدين زرملوال چې هغه وخت يې تخلص روښان و.

دا چې سياسي فعاليتونه له كړاوه ډك بهير لري، چې د زندان او شكنجې خوند هم په كې څكل كېږي، خواخوږي هم دا خوند څكلى چې په ۱۹۵۰م كال د دولت له خوا د ويښ زلميانو د سياسي فعاليت په تور ونيول شو او زنداني شو. په دې اړه ارواښاد مدير غلام جيلاني خان د ويښ زلميانو په كتاب كې چې د ښاغلي محمد علم بڅركي ليكنه او په ۲۰۰۰م كال كې د نېدرلنډ د افغاني ټولنې له خوا چاپ شوى دى، ليكي: په ۱۹۵۰م كال كې د ويښ زليمانو فعاليت په كندهار كې چټك شوى و. لكه څنگه چې زموږ يو ملگرى مرحوم محمد ابراهيم خان خواخوږى چې د كندهار د پوهنې مدير و، د كندهار د نائب الحكومه يونس خان له خوا گرفتار كړل شو. دا زموږ د ډلې لومړنى بندي و چې د حكومت له خوا ونيول شو.

خواخوږى له زندان څخه تر خلاصېدو وروسته په شخصي كار شروع وكړه او په 1956 كال كې جبراً كابل ته واستول شو او په پښتو اكاډمۍ كې د مسلكي غړي په حيث مقرر شو. بيا وروسته په ۱۹۵۷م كال كې د راډيو افغانستان د نشرياتو د مراقبت د څانگې د مدير په حيث او د حبيبيې په عالي ليسه كې د پښتو استاد په حيث تعيين شو.

په ۱۹۵۹كې د راډيو افغانستان د رياست د معاون او په استقلال لېسه كې د تاريخ د ښوونكي په حيث مقرر شو.

دندى

فاضل استاد اكاډمېسين پوهاند عبدالشكور رشاد د مرحوم خواخوږي په باره كې ليكي: ((ارواښاد خواخوږى په رښتيا د هېواد او د هېواد د خلكو خواخوږى و. د ده تخلص په حق سره د ده د شخصيت نماينده گي كوله. دى د وفا، صداقت، عاطفې او اخلاص مجسمه وه. ده په رښتيا د قوم درد درلود او له زړه يې د ولس د ويښتابه مينه درلوده. د ده شاعري د دغه درد او مينې ژبه وه.

ښاغلي خواخوږي له خپل هېواد سره اخلاص او مينه درلوده او د عمر تر پايه پورې په دغه هوډ ټينگ پاتې شوى و.

په ۱۹۶۰م كال كې د پوهنې نندارې د رياست د معاون په حيث او په نادريه ليسه كې يې د تاريخ د ښوونكي په حيث خپلې دندې ته ادامه وركړه.

تر دې وروسته يې د تر سره كړو دندو لړ په دې ډول دى:

په ۱۹۶۳ كال كې د مطبوعاتو د وزرات د ادبياتو د لوى امر په حيث وټاكل شو.

په ۱۹۶۶ع كال كې د اطلاعاتو اوكلتور وزارت د كتاب خپرولو موسسې د رئيس په حيث وتاكل شو.

خواخوږى په ۱۹۶۶م كال كې له مرحوم ښاغلي محمد هاشم ميوندوال سره په مترقي دېموكرات حزب كې خپل سياسي فعاليت ته دوام وركړ.

په ۱۹۶۷كال كې د افغانستان د عامه كتابتونونو د رئيس په حيث مقرر شو.

په ۱۹۷۱ كال كې د افغانستان د اكاډمۍ د پښتو د تقويې او پرمختيا د رئيس په حيث مقرر شو.

په ۱۹۷۳م كال كې جبراً تقاعد ته سوق شو.

ارواښاد خواخوږى په 1942ع كال كې د تعليم او تربيې مسلكي كورس اوپه 1962ع كال كې د ژورنالېستانو كورس موفقانه سرته ورساوه.

په ۱۹۶۱ ع كال كې د افغان - چين د دوستۍ ټولنې غړى، په ۱۹۶۹ع كال كې په افغانستان كې د يونيسكو دملي كمېسيون د غړي په حيث انتخاب شو.

استاد خواخوږى نه يوازې بادرده شاعر، ليكوال او ژورنالېست و، بلكې د وطن د نوي نسل په روزنه او ويښتابه كې يې هم برخه اخېستې وه.

مرحوم خواخوږى د افغانستان د فرهنگ ستايلى كارمند او (پوهنپال) عالي درجه يې تر لاسه كړې وه.

مرحوم په ۱۹۴۶ع كال كې د پښتو اوله درجه ادبي جايزه او په ۱۹۵۹ع كال يې په شعر كې د رحمان بابا ادبي جايزه اخېستې وه.

ارواښاد خواخوږي ته په ۱۹۶۵م كال كې د اعليحضرت همايوني محمد ظاهرشاه د حضور له خوا د مينه پال دويمه درجه نښان او په ۱۹۶۹ع كال كې د مينه پال د طلا نشان وركړ شوى و.

مرحوم خواخوږى ۱۹۷۳ع كال د سعودي عرب د پادشاه مرحوم ملك فيصل په دعوت د حج مباركه فريضه ادا كړه.

كله چې په ۱۳۷۱هـ ل كال په كابل ښار كې د خپل منځني جگړې لمن پراخه شوه، نو د ژوند شرايط ورځ په ورځ خرابېدل. د ښاغلي خواخوږي زوى غرزى خواخوږى چې په پاكستان كې مهاجر و، د يو ليك په ذريعه له خپل پلار څخه غوښتنه وكړه چې پاكستان ته راشي نو مرحوم خواخوږي په ځواب كې ورته وليكل:

کتابونه او ليکنې

  1. د ميني وږمه (د اشعارو ټولگه)
  2. حکايت نه دي حقيقت او درد دي
  3. يوه ژړونکي منظره
  4. مرغلره او نور خان
  5. شين خالي او گلالي
  6. د گوستاولوبون لنډي خبري
  7. دوه ځواني مرگ مينان
  8. د اشعارو دوهمه ټولگه
  9. د اشعارو درييمه ټولگه

مړينه

مرحوم استاد محمدابراهيم خواخوږى د ۱۹۹۲ كال د اكتوبر په ۲۴مه نېټه د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه په كابل كې وفات شو.