ماغزه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
A brain floating in a liquid-filled glass jar. Yellowing of the handwritten labels on the jar give the object an antique appearance.
یو چيمپانژي ماغزه

ماغزه چې په عربي يې دماغ او په يوناني ژبه يې encephalon بولي، د ژوو د بدن تر ټولو اهمه برخه ده. په ژوو کې ماغزه د منځني عصبي غونډال د کنټرول مرکز دی چې د فکري قوې مسؤل ګڼل کېږي. په ډېريو ژويو کې ماغزه پورته د سر په کوپړه کې خوندي شوي او په همدې توګه د اهمو حسونو لکه د ليدنې وسيلې، د اورېدلو، د خوند او وږم حسونو ته لنډ پراته دي. که څه هم ټول شمزۍ لرونکي ژوي ماغزه لري، خو بل لور ته بې شمزۍ ژوي، يا خو يو منځني ماغزه لري او يا هم د يو ډول ګېنګليان يا عصبي رښتو غونډ لري. ساده ژوي لکه اسفنج بيا هېڅ ماغزه نه لري. ماغزه له حد نه ډېر پېچلې عضوه ده. د ساري په توګه انساني ماغزه له ۱۰۰ بيليونو نه هم ډېر نيورانونه لري او هر يو يې له ۱۰۰۰۰ نه ډېرو نورو نيورانونو سره تړلي دي.

کتنه

د ماغزو د MRI يو انځور

په ډېريو ماغزو کې په توکيز ډول دوه توپيرونه ترسترګو کېږي چې يو يې خړ رنګه توکي او بل يې سپين رنګه توکي دي. خړ رنګه توکي د نيورانونو د سلولونو جوسې جوړوي، خو سپين رنګه توکي بيا د رښتو او آکزونونو نه جوړ دي او همدا وروستي، نيورانونه د يو بل سره تړي. آکزونونه بيا د غوړنو سلولونو نه جوړې ټوټې باندې پوښل شوي چې د ميالين (اوليګوډېنډروګليال سلولونه)په نامه يادېږي، همدا بيا د ماغزو سپين رنګه توکو ته د هغوی ځانګړی رنګ ورکوي. د ماغزو باندنۍ پټ خړ رنګه توکي جوړوي چې د سرېبرل کورټېکس په نامه يادېږي. د ماغزو په دننه ژوره برخه کې، د سپين رنګه توکو جارګی (فاسيکولي، د رښتو لارې)، خړ رنګه توکي (هسته) او تشځايونه او (وېنټريکلز) چې په سرېبروسپاينل مايع ډک دي، شامل دي.