مارګاریت هاملتون د سافت ویر انجنیره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مارګاریت هامیلتون د سافت ویر انجنیره چې د کال ۱۹۳۶ د اګست په ۱۷ زېږېدلې ده یوه امریکایۍ کمپیتور پوهه، د سیستم انجنیره او د تجارت څښتنه ده. هغه د ام آی ټي آلاتو جوړولو د لابراتوار د سافت انجنیرۍ د برخې مشره چې د اپولو ناسا پروګرام کې یې د الوتنې سافت ویر جوړ کړل. هغې وروسته د سافت وېر دوه کمپنۍ جوړې کړې چې یوه یې هایر آردر سافت ویر کمپنۍ وه چې په کال ۱۹۷۶ کې یې تأسیس کړه او بله د هامیلټون د تکنالوزۍ په نامه کمپنۍ وه چې په کال ۱۹۸۶کې یې تأسیس کړه او دواړه کمپنۍ یې کمبریج ماساچوسیت کې تأسیس کړې. هامیلتون د ۶۰ پروژو او شپږو سترو پروګرامونو په هکله څه د پاسه ۱۳۰ مقالې، راپورونه او مذاکراتي شرحې خپرې کړې. هغې د سافت ویر انجنیری اصطلاح کشف کړه، هغه وایي (( ما د سافت ویر انجنیری اصطلاح کارول پیل کړل تر څو هغه له هارد وېر او نورو ډولونو انجنیریو څخه جلا کړل شی او د انجینیرۍ هر ډول لاتراوسه د انجینیرۍ د عمومې سیستم د پروسې په توګه په پام کې لرم. د کال ۲۰۱۶ د نومبر په ۲۲ هغې ته د ناسا اپولو د ماموریت لپاره پروازته سافت ویر جوړولو کې د کار کولو په پار  ولسمشر بارک اوباما له خوا د آزادۍ و لسمشریزمدال ورکړل شو. [۱][۲][۳]v[۴] 

د ژوند لومړې وختونه او زده کړې[سمول]

مارګاریت الین د کال ۱۹۳۶ د اګست په ۱۷ د اندیانا په پاولې کې وزېږېده د هغې مور او پلار کنیت هیفلد او روت ایستر هیفلد نومیدل. دهغې کورنۍ وروسته مشیګن ته ولېږدېدل چې هلته مارګاریت په کال ۱۹۵۴ کې د هانکاک له لېسې څخه فارغه شوه. مخکې له دې چې هغه ایرل هام کالج ته چې هلته یې یووخت مور هم زده کړه کوله لاړه شي هغې په کال ۱۹۵۵ کې د مشیګن په پوهنتون کې د ریاضیاتو زده کړه وکړه او په کال ۱۹۵۸ کې په ریاضیاتو کې د بې اې سند تر لاسه کړ او څه زده کړه یې په فلسفه کې  هم وکړه. هغه فلورینس لانګ چې د ایرلهام د کالج د ریاضاتو برخې مشر و هغه څوک ښیي چې د اختصارې ریاضیاتو په اړوند یې د دې  د هیلې په لاس ته راوړلو کې مرسته وکړه او دا د ریاضیاتو یوه پروفېسوره شوه. دا وایي چې دهغه شاعر پلار او نیکه یې چې د مکتب مدیر و دا وهڅوله چې په خپلو زده کړو کې کمه فلسفه هم شامله کړي.   [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

مسلک[سمول]

په بوسټون کې، هاملتون په پیل کې قصد وکړ ځان د برندیس د پوهنتون د اختصاري ریاضیاتو په تکمیلې زده کړو کې شامل کړي، خو د کال ۱۹۵۹ په نیمایي کې ادوارد نورتون لورینز ( یو امریکایي ریاضي پوه و) لپاره د ماساچوست د تکنولوژۍ انستیتوت (ام آی ټي) کې د هوا پېژندنې په څانګه کې کار پیل کړ. هغې د هوا د وړاندوېنې لپاره سافت وېرونه، اود ماروین مینسکي ( یو امریکایی کمپیوتر پوه و) د مک په پروژه کې یې د LGP-30 او PDP-1 کمپیوترونو لپاره  پروګرامونه جوړ کړل . دهغې کار د لورینز په خپرونو کې چې د chaos theory ( کمپیوتري ګډوډۍ) نظریې په اړوند یې کولې برخه در لوده . په دې وخت کې کمپیتور ساینس او د سافتوېر انجنیري دسیلینونه نه و ایجاد کړي، او په ځای یې پروګرامرانو  د دندې په مهال په فزیکې ډول د کمپیوتري سیستم په کار اچول زده کول. هغې د کال ۱۹۶۱ په دوبې  کې بله پروژه پیل کړه او الین فېتر ( داهم یوه امریکایۍ کمپیوتر پوهه وه) یې د ځان د ځای ناستې په توګه وروزله او وګومارله. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د سېج  (SAGE)پروژه[سمول]

له کال ۱۹۶۱ څخه تر ۱۹۶۳ پورې، هامیلتون د ماساچوست د تکنالوژۍ د انستیتوت د لینکولن په لابراتوار کې د نیمه اتوماتیک ځمکني چاپېریال Semi-Automatic Ground Environment (SAGE) په پروژه کار وکړ. په دې پروژه کې دا یو له هغو پروګرام جوړونکو وه چې د AN/FSQ-7  لومړۍ نمونې کمپیوتر لپاره د the XD-1 سافت وېر چمتو کړ چې د امریکا د هوایي قواوو له خوا د دښمن د الوتکو د لټولو لپاره کارول کېده. هغې د کمبردیج د تحقیقاتي لابراتوار لپاره د ستلایت د څرک لګولو یو سافت ویر هم چمتو کړ. د سېج پروژه د ویرل ویند د پروژې دوام و چې د ماساچوست د تکنالوژۍ د انستیتوت له خوا پیل شوې وه تر څو داسې یو کمپیوتري سیستم جوړ کړي چې د هوا د وړاندوېنې سیستمونه پېشبینی کړي او د مشابه جوړونکو آلاتو په کارونې سره د دې سیستمونو څرک ولګوي. د سېج پروژې ته ډېر ژر د هوایي دفاع په برخه کې د الوتکو ضد لپاره پراختیا ورکړل شوه. [۲۲][۲۳]

هاملتون به ویل: کله چې تاسو دې مؤسسې ته د تازه کار په توګه راشۍ، نو هغه څه چې دوی یې تر سره کوي هغه داده چې هغوی به تاسو ته داسې پروګرام  درکړی چې هېچا نشو کشف کولای او نه به یې پر مخ بیولای شو. کله چې په دې مؤسسه کې تازه کاره وم، دوی ماته همداسې پروګرام راکړ، هغه څه چې پېښ شول هغه دا وه چې دا يوه پېچلې پروګرام ليکنه وه، اوهغه چا چې دالیکلی وه په دې خوښ و چې ټول نظریات یې په لاتینه او یوناني ژبه وي. ماته دا پروګرام وسپارل شواو ما داسې جوړ کړ چې کار یې وکړ. دې پروګرام حتی خپل ځوابونه په لاتینې او یوناني ژبه چاپ کړل. زه لومړی څوک وم چې دا پروګرام مې په کار واچاوه. په دې پروژه کې د هامیلتون هڅې د دې لامل شوې چې هغه په ناسا کې د اپولو د الوتنې د سافت وېر جوړونکې موقف ته کاندیده وي. [۲۴][۲۵]

د ماساچوست د تکنالوزۍ د انستیتوت د اندازه اخیستلو د آلاتو د کارونې لابراتوار او د اپولو لارښود کمپیوتر[سمول]

هامیلتون له دې وروسته، د ماساچوسیت د تکنالوژۍ په انستیتوت کې د انداز اخیستلو د آلاتو د کارونې په لابراتوار کې کار پیل کړ چې دې لابراتوار په سپوږمي که د اپولو د اکتشافي پروګرام لپاره کمپیوتر جوړ کړ. هامیلتون هغه لومړۍ پروګرامره وه چې د اپولو د پروژې لپاره وګومارل شوه او په کال ۱۹۶۵ کې د سافت وېر انجنیري برخې مشره شوه. هغه د هغه ټیم مسؤله وه چې د اپولو د هوایي بېړۍ د پرواز ، قوماندې، د سپوږمۍ مودیول او له هغه وروسته د سکېلاب د فضایي ستشن سافت وېرونه چمتو او ازمایل. د هغې د ټيم بلې برخې د سیستم سافت وېرونه دیزان او جوړ کړل چې په دې سافت وېرونو کې د بیا چالانولو او د ربط ورکوونکو روتینونو  په څیر د تېروتنو موندلو او رغولو سافت وېرونه  چې د لومړیتوب ښودونکو په نامه هم یاديږې شامل و، دې ټولو سافت ویرونو ته هامیلتون پراختیا ورکړه. کله چې د کمپوتر ساینس کورسونه غیر معمول و او د سافت انجنیری کورسونه نه وه هغې هڅه وکړه چې په فزیکی ډول د کمپیوترې پروسې کارولو کې تجربه لاس ته راوړي. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

هغې په لاندې برخو کې مهارتونه درلودل: د سیستمونو دیزاین او د سافت وېر پراختیا، تجارت او دپروسې مودل جوړول، د نمونې پراختیا، درسمي سیستونو د مدل جوړولو ژبې، دسیستم د مودل جوړولو او پراختیا لپاره په سیستم ولاړ اشیاء، د ژوند د دوران اتومات چاپېریالونه، د سافت وېرونو باوري کېدو او بیا کارونې د ډېرولو متودونه، د سیستمونو د حوزې تحلیل، د داخلي ژبې د خصوصیاتو په واسطه اصلاح کول، د ځواکمنو سیستمونو لپاره د پرانستې معمارۍ تخنیکونه، د ژوند د بشپړ دوران اتومات کول، د کیفیت تضمین، بې درزه یوه ټوټه کول، د تېروتنې د کشف او رغونې تخنیکونه، د بشر او ماشین ربط ورکوونکي سیستمونه، عملیاتي سیستمونه، سر تر پایه ازمایښت کوونکي سیستمونه او د ژوند د دوران د مدیریت تخنیکونه. دا تخنیکونه د دې لپاره په پام کې نیول کیږي چې کودونه نور هم د باور وړ شي ځکه کودونه پروګرام جوړونکو سره مرسته کوي چې تېروتنې د پرمختیا په پروسه کې  ژر تشخیص کړي او ورغوي.  [۳۴][۳۵]

د اپولو ۱۱ ناسته[سمول]

د اپولو ۱۱ د ماموریت په یوه حساسه شېبه کې، د اپولو د لارښودنې کمپیوتر، د هوایي بیړۍ د پروار داخلي سافت وېر سره په سپوږمۍ د ښکته کېدو مخنیوی وکړ. درې دقیقي دمخه چې په سپوږمۍ کې ښکته کېدونکې هوایي بېړۍ د سپوږمۍ سطحې ته ورسيږي، د خطرڅو کمپیوترې زنګونه فعال شول. د سافت وېر انجینیر رابرت ویلز په وېنا، بوز الدرین ( دا یو امریکایي ستور مزلی او دویم کس و چې په سپوږمۍ کې یې قدم کېښود) کودونه داخل کړل ترڅو له کمپیوتر وغواړي چې د بحر له سطحې څخه ارتفاع او نورمعلومات د کمپیوټر په سکرین ښکاره کړي. د کمپيوټر سیستم داسې ديزاین شوی و چې په هم مهاله توګه اوه پروګرامونه وچلوی خو د الدرین غوښتنه اتمه غوښتنه وه. دا هغه عمل و چې ده څو ځله په داسې حال کې وغوښت چې ده په مشابه کوونکې دستګاه باندې کار کاوه. پایله د ژوندې ښکته کېدو په مهال یولړغیر متوقعه اشتیباه کودونه و. په الوتکه کې د نصب شوي کاریال ( سافت وېر) دا خبرداری (( هېڅکله د پېښېدو تمه نه درلودلو ښودنه )) له لارې ترلاسه کړل. او د ستور مزلو د لومړيتوب لرونکي خبرداري ښودلو کې یې خلل پیدا کړ.    هامیلتون کلونه پخوا د داسې شرایطو لپاره چمتو شوې وه:   [۳۶]

د سیستم د تخریب د مخنیوي لپاره یو بل څه هم و چې هامیلتون غوښتل په یاد یې ولري. د هغې له خوا د (( د لومړيتوب د ښودونکي)) نوښت دا خطر پیدا کړی و چې د ستورمزلی او کمپیوتر له همغږۍ څخه هغه وخت بهر شي چې دا همغږي ډېره مهمه وه.  څنګه چې خبرداري بند شول، او د عادي ښودنو ځای د لومړیتوب ښودنو ونیو، دسکرینونو شاته نویو پروګرامونو ته فعلي بدلون د نن ورځې په پرتله (( یو ګام کرار )) د منځ ته راتلو په حال کې و. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

هامیلتون  په دې اړوند پخوا او جدي فکر کړی و. دا په دې معنی و چې که الدرین، ډېر ژر د لومړيتوب د ښودونکې تڼۍ کېکاږي هغه به لاهم د (( نارمل ځواب تر لاسه کړي)). د هاملیتون حل لاره دا وه: کله چې تاسو د لومړیتوب ښودونکی ووينئ نو په پیل کې تر پنځو شمار وکړئ. [۴۵][۴۶]

سرچينې[سمول]

  1. Cameron, Lori (2018-10-05). "First Software Engineer". IEEE Computer Society. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Thereon, Bradley, سمونګر (2003). "The NASA Heritage Of Creativity" (PDF). 2003 Annual Report of the NASA Inventions & Contributions Board. NASA. خونديځ (PDF) د اصلي څخه May 29, 2016. د لاسرسي‌نېټه June 16, 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Hamilton, Margaret oral history - 102738243. Computer History Museum. 2017-04-13. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Spicer, Dan (April 27, 2017). "2017 CHM Fellow Margaret Hamilton". Computer History Museum. خونديځ د اصلي څخه February 12, 2019. د لاسرسي‌نېټه February 11, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. "Ruth Esther Heafield". Wujek-Calcaterra & Sons – Tributes.com. خونديځ د اصلي څخه December 16, 2014. د لاسرسي‌نېټه December 15, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. (په December 10, 1952 باندې). Commings, Goings and Events. The Evening News.
  9. "Pioneers in Computer Science". Utah State University. د اصلي آرشيف څخه پر September 17, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. (په August 15, 1969 باندې). Former Earlham Student Had Role in Moon Flight. Palladium-Item.
  11. "Pioneers in Computer Science". Utah State University. د اصلي آرشيف څخه پر September 17, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "2009 Outstanding Alumni and Distinguished Service Awards". Earlham College. د اصلي آرشيف څخه پر May 18, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 15, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. (په July 20, 2016 باندې). Margaret Hamilton: The Untold Story of the Woman Who Took Us to the Moon.
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Lorenz, Edward (March 1962). "The statistical prediction of solutions of dynamic equations" (PDF). Proceedings of the International Symposium on Numerical Weather Prediction in Tokyo, November 7–13, 1960. The Meteorological Society of Japan: 629–635. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر May 23, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 3, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archiveurl= و |archive-url= منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archivedate= و |archive-date= منځګړی (لارښود)
  17. Wayne, Tiffany K. (2011). American Women of Science Since 1900. ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 480–82. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59884-158-9. خونديځ د اصلي څخه March 17, 2015. د لاسرسي‌نېټه April 29, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Levy, Steven (1984). Hackers: Heroes of the Computer Revolution. Doubleday. د کتاب پاڼي Chapter 5:The Midnight Computer Wiring Society. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-385-19195-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Sokol, Joshua (May 20, 2019). "The Hidden Heroines of Chaos". Quanta Magazine. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. "About Margaret Hamilton". klabs.org. د اصلي آرشيف څخه پر December 6, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Sokol, Joshua (May 20, 2019). "The Hidden Heroines of Chaos". Quanta Magazine. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Wayne, Tiffany K. (2011). American Women of Science Since 1900. ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 480–82. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59884-158-9. خونديځ د اصلي څخه March 17, 2015. د لاسرسي‌نېټه April 29, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Spicer, Dan (April 27, 2017). "2017 CHM Fellow Margaret Hamilton". Computer History Museum. خونديځ د اصلي څخه February 12, 2019. د لاسرسي‌نېټه February 11, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. "AGC – Conference 1: Margaret Hamilton's introduction". authors.library.caltech.edu. خونديځ د اصلي څخه جنوري 31, 2016. د لاسرسي‌نېټه دسمبر 9, 2015. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. "Margaret Hamilton 2017 Fellow". Computer History Museum. خونديځ د اصلي څخه June 29, 2017. د لاسرسي‌نېټه June 26, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. "NASA Engineers and Scientists-Transforming Dreams Into Reality". NASA. خونديځ د اصلي څخه June 29, 2010. د لاسرسي‌نېټه July 29, 2010. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. کينډۍ:Cite report
  30. "About Margaret Hamilton". klabs.org. د اصلي آرشيف څخه پر December 6, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Michael Braukus NASA News "NASA Honors Apollo Engineer" Archived November 24, 2010, at the Wayback Machine. (September 3, 2003)
  32. کينډۍ:Cite report
  33. "About Margaret Hamilton". klabs.org. د اصلي آرشيف څخه پر December 6, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. "About Margaret Hamilton". klabs.org. د اصلي آرشيف څخه پر December 6, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. Weinstock, Maia (August 17, 2016). "Scene at MIT: Margaret Hamilton's Apollo code". MIT News. خونديځ د اصلي څخه August 18, 2016. د لاسرسي‌نېټه August 17, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. "Moon landing memories:'Apollo 11 changed civilisation and I had a part in it'". The Times of London. July 15, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. Eyles, Don. "Tales from the Lunar Module Guidance Computer". 27th Annual Guidance and Control Conference of the American Astronautical Society. خونديځ د اصلي څخه July 20, 2016. د لاسرسي‌نېټه July 22, 2016 – عبر DonEyles.com. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. Blair-Smith, Hugh (November 7, 2011). "System integration issues in Apollo 11". IEEE Aerospace and Electronic Systems Magazine. 26 (11): 16–24. doi:10.1109/MAES.2011.6065654. S2CID 13420135. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. Hamilton, Margaret; Hackler, William (December 12, 2008). "Universal Systems Language: Lessons Learned from Apollo". IEEE Computer. 41 (12): 34–43. doi:10.1109/MC.2008.541. ISSN 1558-0814. S2CID 15870726. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. Wills, Robert (October 26, 2019). "Light-years ahead". خونديځ د اصلي څخه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۲۱ – عبر The National Museum of Computing. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)کينډۍ:Cbignore
  41. Collins, Michael; Aldrin, Edwin E. Jr. (1975). "A Yellow Caution Light". In Cortright, Edgar M (سمونګر). Apollo Expeditions to the Moon. Washington, D.C.: NASA. OCLC 1623434. NASA SP-350. خونديځ د اصلي څخه February 19, 2008. د لاسرسي‌نېټه June 13, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) Chapter 11.4.
  42. (په May–June 2019 باندې). Moonshot Computing.
  43. Eyles, Don. "Tales from the Lunar Module Guidance Computer". 27th Annual Guidance and Control Conference of the American Astronautical Society. خونديځ د اصلي څخه July 20, 2016. د لاسرسي‌نېټه July 22, 2016 – عبر DonEyles.com. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  44. Mindell, David A. (2011). Digital Apollo. MIT Press. د کتاب پاڼې 149. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  45. Michael Braukus NASA News "NASA Honors Apollo Engineer" Archived November 24, 2010, at the Wayback Machine. (September 3, 2003)
  46. Lickly, Dan (July 17, 2009). "Recalling the 'Giant Leap'". MIT News. خونديځ د اصلي څخه September 15, 2016. د لاسرسي‌نېټه September 8, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)