لینوس پاولینګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لینوس پاولینګ
لینوس پاولینګ
لینوس پاولینګ

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل
تابعیت
عملي ژوند
استاد آرنولډ سومرفیلډ   د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه ژونکيميا [۱]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک اتيزم [۱]  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
لینوس پاولینګ
لینوس پاولینګ

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لینوس کارل پاولینګ (زوکړه: د ۱۹۰۱ زکال د فبروي ۲۸ مه – مړینه: د ۱۹۹۴ زکال د اګست ۱۹ مه) امریکايي کیمیا پوه، بیوشیمي پوه، کیمیاوي انجینر، د سولې فعال، لیکوال او روزونکی و. نوموړي له ۱۲۰۰ زیاتې مقالې او کتابونه لیکلي چې نږدې ۸۵۰ یې علمي موضوعاتو ته اړوندې دي. د نیوساینټېسټ (New Scientist) مجلې د ټول عمر لپاره له شلو مخکښو پوهانو بللی دی چې له ۲۰۰۰ زکال وروسته د تاریخ د ۱۶ مخکښو پوهانو په کتار کې راځي. نوموړي د خپلو علمي چارو له امله په ۱۹۵۴ زکال کې د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. د سولې په برخه کې د هڅو له امله په ۱۹۶۲ زکال کې د سولې د نوبل جایزه ورکړل شوه. له همدې امله یو له هغو څلور کسانو (درې نور یې ماري کیوري، جان باردین او فریدریک سانګر دي) څخه شو چې له یوې څخه زیاتې د نوبل جایزې یې ترلاسه کړې دي. له دغو کسانو څخه نوموړی یوازنی کس دی چی د نوبل دوه نامشترکې جایزې یې ګټلې دي او له دوه هغو کسانو څخه دی چې په بېلابېلو برخو کې یې د نوبل جایزې ګټلي چې بله یې ماري کیوري ده.  [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

پاولینګ د کوانټمي کیمیا او مالیکولي ژوند پوهنې د څانګو بنسټګر و. د کیمیاوي پیوند په برخه کې د نوموړي په هڅو کې مداري هایبرډایزېشن او د عناصرو لومړنی دقیق الکټرونېګټیویټي مقیاس په کې شامل کېږي. پاولینګ سربېره پر دې د بیولوژیکي مالیکولونو په جوړولو کار وکړ او د پروټینونو په دویم جوړښت کې یې د الفا مارپیچ او بېتا صفحاتو اهمیت څرګند کړ. پاولینګ په خپلو هڅو د اکسرې کریسټالوګرافي میتودونه او پایلې، د مولیکولي موډل جوړښت او کوانټمي کیمیا سره ترکیب کړل. د DNA د جوړښت په برخه کې د نوموړي موندنې د جمیز واټسون، فرانسېس کرېک، موریس ویلکینز او روزالینډ فرانکلین چارو ته الهام بخښونکې وې چې دوی بیا په خپل نوبت د ټولو ژوندیو موجوداتو د DNA کوډونو په ماتولو سره د ژنټیک پوهانو څېړنو ته لار هواره کړه. [۸][۹]

نوموړي د خپل ژوند په وروستیو کې د اټومي وسلو د کمښت او همدارنګه د اورتومولیکولي درملو، میګاویټامیني درملنې او د غذايي بشپړونکو د ترویج لپاره کار وکړ. د ویټامینونو د ډوز زیاتوالي ته د اړوندو طبي ګټو په اړه د هغه هېڅ یوه نظریه د معاصري علمي ټولنې له خوا نه ده منل شوې. نوموړي د بشري حقونو په برخه کې له امریکايي فعالې آوا هلن پاولینګ سره واده کړی و. [۱۰][۱۱]

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

لینوس کارل پاولینګ د ۱۹۰۱ زکال د فبروري په ۲۸ مه د اورېګان په پورټلنډ کې وزېږېد؛ هغه د هرمن هنري ویلیام پاولینګ (۱۸۷۶-۱۹۱۰ زکال) او لوسي ایزابل «بیلي» (۱۸۸۱-۱۹۲۶ زکال) لومړنی ماشوم و. په نوموړي باندې د لوسي د پلار «لینوس» او د هرمن د پلار «کارل» په ویاړ د «لینوس کارل» نوم کېښودل شو. د هغه اجداد جرمني او انګلیسي و. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په ۱۹۰۲ زکال کې هغه مهال چې خور یې پائولین وزېږېده، والدینو یې پرېکړه وکړه څو له پورټلنډ څخه داسې یوې سیمې ته کډه وکړي چې لګښت په کې کم وي او له خپل اوسني یوې کوټې لرونکي کور څخه لوی کور پیدا کړي. لوسي د خپل خصر او خواښې سره د اورېګان په لېک اوسوېګو سیمه کې تر هغه مهال پاتې شوه چې هرمن وکولای شول خپله کورنۍ سېلم ته ولېږدوي، چېرې چې نوموړي د لنډ مهال لپاره د سکېډمور د درملو په شرکت کې د ګرځنده پلورنکي په توګه کار کاوه. په ۱۹۰۴ زکال کې د لوسیل له زیږون څخه وروسته د یوکال دننه هرمن خپله کورنۍ لېک اوسوېګو ته یووړه او هلته یې خپل د درملو پلورنځی پرانیست. په ۱۹۰۵ زکال کې یې د اورېګان، کانډون ته کډه وکړه. په ۱۹۰۶ زکال کې هرمن پاولینګ د ګېډې په مکرر درد اخته شو. نوموړی د ۱۹۱۰ زکال د جون په ۱۱ مه د ایچ پایلوري ناروغۍ له امله د هغه په معده کې د رامنځته شوي زخم له امله ومړ او لوسي یې د خپلو ماشومانو لینوس، لوسیل او پائولین روزنې ته یوازې پرېښوده. [۱۸]

پاولینګ له کیمیا سره د لیوالتیا موندل د هغه د یو ملګري لویډ اې. جفرس له خوا حیرانونکو ازموینو ته اړونده بولي چې د کیمیا کوچنی لابراتوار یې درلود. هغه وروسته لیکي: «ما په ډېرې سادګۍ له کیمیاوي پېښو سره لیوالتیا پیدا کړه، د هغو موادو د غبرګونونو له امله چې د متفاوتو خواصو په لرلو سره ترې څرګندېدل؛ په دې سره ما دا لیوالتیا پیدا کړه چې د نړۍ د دغه اړخ اړوند لا زیات څه زده کړم». [۱۹]

پاولینګ په عالي لیسه کې د زده کړو پر مهال د فولادو له یوې ړنګې کارخونې څخه د توکو په راغونډولو کیمیاوي ازمایښتونه ترسره کړل. پاولینګ له ځان څخه له مشر خپل ملګري لویډ سایمون سره یوځای په سایمون تکوي کې د پالمون لابراتوار جوړ کړ. دوی سیمه ئیزو لبنیاتو ته مراجعه وکړه ځکه چې دوی ته یې د کوچو د غوړیو نمونې په ارزانه بیه په لاس ورتلې، خو شیدې پلورونکو د دغه دوه هلکانو په چارو باندې د اعتماد کولو په برخه کې له احتیاط کار اخیست او د دوی دغه سوداګري له ماتې سره مخ شوه.

د ۱۵ کلنۍ په عمر د عالي لیسې دغه مخکښ زده کوونکي د اورېګان ایالتي پوهنتون ته، چې اوس مهال د اورېګان د کرهڼې په کالج پېژندل کېږي؛ د لار موندنې کافي نمرې لرلې. پاولینګ چې د امریکا د تاریخ د مضمون په دوه دورو کې نمرې نه لرلې او د عالي لیسې د تصدیق ترلاسه کولو لپاره ورته لازمې وې، د ښوونځي له مدیر یې وپوښتل چې کولای شي په پسرلني سمسټر کې دغه دواړه دورې یو مهال بشپړې کړي. د هغه دغه غوښتنه رد شوه او د واشنګټن عالي لیسه یې له سند ترلاسه کولو پرته خوشې کړه. دغه ښوونځي ۴۵ کاله وروسته هغه مهال چې نوموړي د نوبل دوه جایزې اخیستې وې افتخاري دیپلوم یې ورکړ.  [۲۰][۲۱][۲۲]

پاولینګ د خپلو پوهنتوني زده کړو لپاره د لګښت پوره کولو په موخه په څو دندو لاس پورې کړې چې یو یې هم د خوراکي توکو په پلورنځي کې نیم مهالې دنده وه چې په اونۍ کې یې ورته اته امریکايي ډالر (په ۲۰۲۱ زکال کې له ۲۰۰ امریکايي ډالرو سره برابرېدل) ورکول. مور یې په پورتلنډ کې د یو شمېر تولیدي کارخونو له مالک ښاغلي شویترزهوف سره ولیدل او هغه یې د ماشین چلونکي د شاګرد په توګه په میاشت کې د ۴۰ امریکايي ډالرو (په ۲۰۲۱ زکال کې له ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو سره برابرېدل) په معاش مقرر کړ. د هغه معاش ډېر ژر په میاشت کې ۵۰ ډالرو ته ورسېد. له دې سربېره پاولینګ له خپلو دوه ملګرو سره د انځور اخیستنې یوه سټوډیو جوړه کړه. د ۱۹۱۷ زکال په سپټمبر میاشت کې پاولینګ بالاخره د اورېګان د ایالتي پوهنتون له خوا ومنل شو. هغه له ځنډ پرته د ماشین کارۍ خپله دنده پرېښوده او خپلې مور ته یې د هغو اړوند خبر ورکړ، هغې چې د پوهنتوني زده کړو په برخه کې یې د خپل زوی په پلان کې هېڅ تشه نه لیدله.

لوړې زده کړې[سمول]

پاولینګ د خپلو زده کړو په لومړي سمستر کې د کیمیا په دوه درسي دورو، د ریاضیاتو په دوه درسي دورو، میخانیکي طراحۍ، د کانونو د پېژندنې او د چاودېدونکو توکو د ګټنې، معاصر انګلیسي نثر، ژمناستیک او پوځي تمریناتو په برخه کې نوم ثبت کړ. نوموړی په خپل پوهنتوني چاپېریال کې فعال و او د دلتا اپسلیون په نامه پوهنتوني ټولنه یې جوړه کړه. له دویم کال وروسته هغه هوډ وکړ وکړ په پورټلنډ کې ځانته دنده پیدا کړي څو له خپلې مور سره مرسته وکړای شي. دغه کالج ورته د کمیتي تحلیل د تدریس دنده وړاندیز کړه، هغه څانګه چې ده خپله په تازګۍ بشپړه کړې وه. نوموړي په اونۍ کې څلوېښت ساعته په لابراتورا او درسي ټولګي کې تېرول چې د میاشتې یې ۱۰۰ امریکايي ډالر (چې په ۲۰۲۱ زکال کې له ۱۴۰۰ امریکايي ډالرو سره برابرېدل) تنخواه لرله او په دې سره وتوانېد خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. [۲۳]

په پوهنتون کې د زده کړو په وروستیو دوه کلونو کې پاولینګ د اتومونو د برېښنايي جوړښت او له مالیکولونو سره د هغو د اړیکې اړوند د ګیلبرټ ان. لیویس او ایروینګ لانګمویر له چارو خبر شو. هغه پرېکړه وکړه څو خپلې څېړنې د توکو د جوړونکو اتومونو په فزیکي او کیمیاوي خواصو متمرکزې کړې چې څه ډول له یو بل سره ترکیب کوي؛ همدا و چې د کوانټمي کیمیا د علم له بنسټ اېښودونکو څخه شو. [۲۴][۲۵][۲۶]

پاولینګ په ۱۹۲۲ زکال کې د کیمیاوي انجینرۍ له څانګې فارغ شو. له دې وروسته نوموړي د کالیفورنیا په پاسادنا سیمه کې د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ په انستیتیوت (Caltech) کې د راسکو ډیکنسون او ریچارډ تولمن تر نظر لاندې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړ. د نوموړي د زده کړو تکمیلي څېړنه د کریسټالونو د اتومي او مالیکولي جوړښت ټاکلو په برخه کې د اېکس وړاندې څخه د کار اخیستو اړوند وه. هغه په دغه انستیتیوت کې د زده کړو پر مهال د منرالو د کریسټالي جوړښت اړوند اووه مقالې خپرې کړې. نوموړي په ۱۹۲۵ زکال کې د فزیکي کیمیا او ریاضیکي فزیک په برخه کې په عالي درجه د دوکتورا سند ترلاسه کړ. [۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ https://www.biography.com/people/linus-pauling-9435195 — د نشر نېټه: ۲ سپټمبر ۲۰۱۸ — نشرونه لخوا د: Biography.com — د خپرولو نیټه: ۲ اپرېل ۲۰۱۴
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. کينډۍ:Nobelprize
  7. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  12. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  16. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  19. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  20. کينډۍ:Nobelprize
  21. "Pauling, Linus". Encyclopedia of World Biography 12. (1998). Thomson Gale. ISBN 978-0-7876-2221-3. OCLC 498136139. 
  22. (په June 19, 1962 باندې). Pauling Finally Gets High School Diploma. Evening Star.
  23. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  24. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  25. (په May 3, 2013 باندې). Ava Helen Pauling, wife of Linus Pauling, subject of biography by Corvallis author Mina Carson. The Oregonian.
  26. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  27. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.