لکي مروت

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل

مروت د پاکستان قطبي غربي ولايت خېبر پښتونخوا کې اباد دي دوی د سلېمان خېلو سره د يوې قبائلي نښتې نه وروسته د خپل پلرني وطن نه په هجرت مجبور شول او د خيبر پښتونخوا سوېلي ښار ټانک سره نژدې اباد شول څۀ موده وروسته دوی هغې سيمې ته هم هجرت وکړو، په کومه کې چې دوی اوس اباد دي دا سيمه د وزيرستان په ختيځ، دېره اسماعيل خان په قطب، د بنو په سوېل او د پنجاب په لويديځ کښې پرته ده. د مروتو په بارې کې دا نظريه ده چه دا د شاه حسين زامن دي څوک چې سيد وه، په خاصه توګه د ملا خيل مروتو په اړه خو دا بالکل يقيني خبره ده، شاه حسين هغه سيد وه کوم چه د بنو عباس او بنو اميه د ظلمونو نه بچ کېدو د پاره ايران او خراسان ته هجرت کړی وه. شاه حسين په خراسان کې واده وکړو او ټبر يې د هغې ښځې په نوم مشهور شو. دا ويلي کېږي چه نيازي قبيله هم د مروتو تربوران دي، نيازي قبيله اوس د پنجاب عيسی خيل علاقې کې اباده ده.[د کره سرچينې اړتيا] د مروتو علاقه د شګو علاقه ده او موسم يې سخت دې، په ګرميانو کې د دې علاقې درجه حرارت 50 ډيګري سېنټي ګرېډ پورې رسي، څه علا قه يې د پخې خټې ده چه خلق يې ډېر په پښتو کلک ګڼلي کېږي، او څه علاقه شنه او زرخيزه ده. خلق يې غيرتيان، امن خوښونکي، وفا دار او مېلمه پال دي، خو د بدقسمتۍ نه په دي علاقې کې پښتو ليک لوست هغه پرمختګ و نۀ کړو کوم چه کېدلی شو او په موجوده دور کې هم داسې هيڅ اثار نۀ ښکاري. مروت ډېر هوښيار او تکړه خلک ګڼل کېږي او د پاکستان مختلفو ادارو کې يې نوم ګټلی دې. د مروتو د سيمې تر ټولو اوچت ځی د شيخ بدين غر دې، دې غرۀ نه چاپېره تر لرې لرې د مروتو علاقه ښکاري او موسم يې هم يخ دې. د مروتو سيمه هم د نورو سوېلي سيمو غوندې د پښتون ثقافت او دود دستور نه ډکه او ودانه سيمه ده

شمار

د ولسوالۍ رقبه 3164 مربع کلومټره ده

دلته په يو مربع کلومټر کښې 192 کسان اباد دي

کال 2004-05 کښې د ولسوالۍ ابادي 606000 وه

د کروندې قابله زمکه 116910 هېکټره ده