لوی توپیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لوی توپیر یا د اروپا معجزه هغه ټولنیز اقتصادي بدلون دی، چې لوېدیځې نړۍ ( د بېلګې په ډول لوېدیځې اروپا او د نوې نړۍ هغه برخې، چې خلکو یې برلاسی نفوس درلود) پکې د نوې عصري ودې محدودیتونه مات کړل او د ۱۹مې پېړۍ په اوږدو کې د پیاوړي او بډایه تمدن په توګه راڅرګند شول، له عثماني ترکیې، مغلي هند، کېنګ چین، توکوګاوا جاپان او جوسن کوریا نه یې سرچینه اخیستې ده.

پوهانو د جغرافیې، کولتور، ادارو، استعمار، سرچینو او یوازې خالص فرصت په ګډون د لوی توپیر یا رنګارنګۍ د تشرېح کولو په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کړي دي. د «لوی» توپیر یا تنوع د نومولو په اړه اختلاف شته؛ په دې ډول د توپیر یا انحراف د پیل څرګند ټکی په دودیز ډول په ۱۶مې یا حتا ۱۵مې پېړۍ پورې اړه لري او د رسانس  او د کشف په دوره کې سوداګریز انقلاب،اقتصادي سیاست او پانګوالۍ، د اروپايي استعمار د سترواکۍ صعود، پروټو نړیوالتوب، علمي انقلاب یا د افلاطون دوره په همدې پېړیو کې تېره شوې ده. بیا هم په انحراف کې تر ټولو لوی اقدام د ۱۸مې او ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې له صنعتي او ټکنالوژيک انقلاب سره رامنځته شو. له دې امله د کلیفورنیا مکتب یوازې همدا لوی توپیر ګڼي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۸][۷][۶]

د لوی توپیر پر مهال د رېل پټلۍ، بخارۍ، کان کېندنې او د کرنې په برخو کې ټکنالوژيکي پرمختګونه د ختیځ په پرتله لوېدیځ کې لوړې درجې ته رسېدلي دي. ټکنالوژي؛ د کرنې، سوداګرۍ، تېلو او سرچینو په برخو کې د صنعتي کېدو او اقتصادي پېچلتیا لامل شوه او ختیځ او لوېدیځ یې نور هم سره جلا کړل. د ۱۹مې پېړۍ په نیمايي کې د لرګیو لپاره د انرژۍ د بدیل په توګه د لوېدیځې اروپا د ډبرو سکرو کارولو د اوسنۍ انرژۍ تولید پیل کړ. په شلمه پېړۍ کې له لومړۍ نړیوالې جګړې نه مخکې لوی توپیر اوج ته ورسېد او د ۱۹۷۰مې لسیزې تر پیل پورې یې دوام وکړ. بیا د دوو لسیزو له ناڅرګندو بدلونونو وروسته د ۱۹۸۰مې لسیزې په پای کې د لوی انسجام ځایناستی شو؛ ځکه چې د درېیمېنړۍ د زیاترو هېوادونو د اقتصادي ودې کچه د لومړۍ نړۍ تر زیاترو هېوادونه ډېره لوړه ده. [۱۰]

اصطلاحات او تعریف[سمول]

د «لوی توپیر» اصطلاح په ۱۹۹۶ز کال کې د سمیول پي. هنټنګټن په وسیله رامنځته شوه او د کینیت پومیرانز له خوا د هغه په کتاب «لوی توپير»:چین، اروپا او د عصري نړۍ اقتصاد جوړول، چې په  (۲۰۰۰) کې وکارېده. ایریک جانس په ۱۹۸۱ز کال کې په خپل کتاب اروپايي معجزې کېپر ورته کلیمې بحث وکړ. د اروپا او اسیا په تاریخ کې یې دچاپېریال، اقتصاد او جغرافیايي سیاست بدیله اصطلاح«اروپايي معجزې» عامه کړه. په پراخ ډول دواړه اصطلاحات یو ټولنیز اقتصادي بدلون ته اشاره کوي، چې په دې بدلون کې اروپايي هېوادونه د عصري دورې په لړ کې له نورو مخته تللي دي. [۱۱][۱۲][۱۳]

لوېدیځه اروپا[سمول]

په ۱۰مه پېړۍ کې د وایکنګ، مسلمانانو او ماګیار د یرغلونو له کمېدو وروسته اروپا د سوکالۍ، د نفوسو د ودې او د ځمکنۍ پراخوالي دورې ته ننوته، چې د منځنۍ دورې په نوم یادېږي.په کلیو او ښارونو کې د هنرمندانو د تخصص په ډېرېدو سره سوداګري او کاروبار بیا راژوندي شول. په ۱۳مه پېړۍ کې تر ټولو ښه ځمکه اشغال شوه او کرنیز عاید کم شو. پر دې هر څه سربېره د سوداګرۍ او کاروبار پراختیا دوام وموند، په ځانګړې توګه په وینس او د شمالي ایټالیا په نورو ښارونو کې. ۱۴مې پېړۍ ځینې ناورینونه له ځانه سره لرل: قطحي، جګړې، تور مرګ او نورې ناروغۍ. په پایله کې د نفوس کمښت د کرایې د راټیټېدو او د معاشونو د لوړېدو لامل شو، د فیوډال او جایدادونو اړیکې یې کمزورې کړې، چې دا د منځنۍ اروپا ځانګړنه وه. [۱۴]

جاپان[سمول]

جاپاني ټولنه د توکوګاوا شوګونیټ له خوا اداره کېده، چې دا ټولنه یې پر سختې ډلبندۍ وېشله، د دولتي انحصار او د بهرنۍ سوداګرۍ د محدودیتونو له لارې یې په اقتصاد کې د پام وړ مداخله وکړه. په هر حال، په عمل کې د شوګونیټ حاکمیت زیاتره وخت له ماتې سره مخ و. جاپان له ۷۲۵ تر ۱۹۷۴ز کال پورې د ۱۱۵۰-۱۲۸۰، ۱۴۵۰-۱۶۰۰ او له ۱۷۳۰ز کال نه وروسته د هر کس GPD د مثبتې ودې لویې دورې سره د کس پر سر ۰.۰۴ ٪ ناخالص کلنی تولید تجربه کړ. دا دوره د دوامدارې ودې د بدلون لپاره د پام وړ نه وه. د برتانیې په پرتله د ۱۷مې پېړۍ تر نیمايي پورې د سړي سر ناخالص تولید یادې کچې ته نږدې و. جاپان په ۱۸۵۰ز کال کې د برتانیې څلورمه برخه سړي سرعاید درلود. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

کوریا[سمول]

کوریا په لومړیو ورځو کې سالمې نړیوالې سوداګریزې اړیکې لرلې، چې له منځني ختیځه به سوداګر ورتلل. پر دې سربېره ګاونډیوهېوادونو ته د سټراتیژیک موقعیت له امله کوریا د ګوریو او جوزون په دوره کې څو ځله یرغل کړی، چې په ۱۳مه پېړۍ کې د منګول له یرغل سره پیل شو. که څه هم د چین د پیاوړي سمندري ځواک او مرستې له امله یې شاتګ وکړ، د ۱۶مې پېړۍ په وروستیو کې د جاپان یرغلونه په ځانګړې توګه د ټاپووزمې لپاره ویجاړوونکی واو په حقیقت کې تر عصري دورې پورې ونه رغېدل. پرله پسې یرغلونو، په اسیا کې د لوېدیځ یرغلونو زیاتوالي او د عیسوي ویناوالو په راتګ د کوریا د انزوا کېدو دوره پیل شوه. یوازې له چین سره یې ابتدايي اړیکې ساتلې. د جوزون په پاتې دوره کې هېواد له اقتصادي ستونزو، د بزګرانو او سیاسي ډلو له پاڅونونو سره مخ شو، تر هغه چې د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې د جاپان له خوا ونیول شو. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ممکن فکټورونه[سمول]

پوهانو د لوی توپیر د تشرېح کولو په موخه ډېر نظرونه وړاندې کړې دي.

نوې نړۍ[سمول]

یو شمېر تیورۍ له نوې نړۍ سره د اروپا ځانګړې اړیکې د لوی توپیر یا انحراف عمده لامل ګڼي. د بېرته راستنېدو د لوړې کچې او پخوانیو صنعتي زېرمو د استهلاک لوړ نرخ ته په کتو( چې د سپما اندازه او د پانګې راټولول یې محدود کړي دي) له مستعمرو او د غلامانو له سوداګرۍ نه ترلاسه شوې ګټې۷٪ په کال کې جوړوي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

استازی دولت[سمول]

ځینو اقتصادپوهانو دا استدلال کړی، چې استازی دولت د لوی انحراف عامل و. دوی استدلال کوي، چې مطلق حکومت، چېرې چې واکمنان حساب ورکوونکي نه وي، د ملکیت د حقونو او نوښت لپاره بد دی او دوی د فساد او کرایې په لټه کې دي. په هر حال، استازي حکومتونه د خلکو لویو برخو ته ځواب ویوونکي وو او په دې توګه باید د ملکیت حقونه خوندي کړي، خپلسری حکومت ونه کړي. دا چاره د اقتصادي سوکالۍ لامل کېږي. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

نړیوالتوب[سمول]

د امریکا په اقتصادي بیا کتنه کې د ۲۰۱۷ز کال مطالعې وموندله، چې نړیوالتوب په ۱۸۵۰ز-۱۹۰۰ز کلونو کې د نړۍ د بډایه او بېوزلو برخو ترمنځ د اقتصادي توپیر لوی محرک و. هغه دولتونه چې له نړیوال کېدو یې ګټه اخیستې وه، د اجرائیوي ځواک د قوي محدودیتونو له خوا مشخص شوي او د اداري چاپیریال یوه عمده ځانګړنه، چې د خصوصي پانګونې د ملاتړ لپاره ښودل شوې ده. [۳۴][۳۵]

چانس ( موکه)[سمول]

یو شمېر اقتصادي تاریخپوهان په دې اند دي، چې ښايي صنعتي انقلاب د قسمت او چانس له امله چېرته او کله رامنځته شوی وي. [۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. Allen, Robert C. (2011). Global Economic History: A Very Short Introduction. Oxford University Press Canada. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-959665-2. Why has the world become increasingly unequal? Both 'fundamentals' like geography, institutions, or culture and 'accidents of history' played a role. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. pseudoerasmus (2014-06-12). "The Little Divergence". pseudoerasmus. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. (په 2017-08-01 باندې). Business History, the Great Divergence and the Great Convergence. HBS Working Knowledge.
  4. Vries, Peer. "Escaping Poverty". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Pomeranz 2000، مم. 36, 219–225.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Hobson 2004، م. 77.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Bairoch 1995، مم. 101–108.
  9. Goldstone, Jack A. (2015-04-26). "The Great and Little Divergence: Where Lies the True Onset of Modern Economic Growth?". Rochester, NY. SSRN = 2599287 2599287. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود)
  10. Korotayev, Andrey; Zinkina, Julia; Goldstone, Jack (June 2015). "Phases of global demographic transition correlate with phases of the Great Divergence and Great Convergence". Technological Forecasting and Social Change. 95: 163–169. doi:10.1016/j.techfore.2015.01.017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Frank 2001، م. 180.
  12. Jones 2003.
  13. Frank 2001.
  14. North او Thomas 1973، مم. 11–13.
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. Pomeranz 2000، م. 37.
  19. Pomeranz 2000، م. 214.
  20. Pomeranz 2000، م. 251.
  21. Kim 2012، م. 137.
  22. Kim 2012، مم. 165–168, 229–250.
  23. Kim 2012، م. 274.
  24. Kim 2012، مم. 270–273.
  25. Chen 2012.
  26. Pomeranz 2000، م. 187.
  27. Pomeranz 2000، م. 190.
  28. Pomeranz 2000، م. 264.
  29. Pomeranz 2000، م. 266.
  30. Allen, Robert C. (2011). Global Economic History: A Very Short Introduction. Oxford University Press Canada. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-959665-2. Why has the world become increasingly unequal? Both 'fundamentals' like geography, institutions, or culture and 'accidents of history' played a role. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. North, Douglass C.; Weingast, Barry R. (1989). "Constitutions and Commitment: The Evolution of Institutions Governing Public Choice in Seventeenth-Century England". The Journal of Economic History. 49 (4): 803–832. doi:10.1017/S0022050700009451. JSTOR 2122739. S2CID 3198200. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Allen, Robert C. (2011). Global Economic History: A Very Short Introduction. Oxford University Press Canada. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-959665-2. Why has the world become increasingly unequal? Both 'fundamentals' like geography, institutions, or culture and 'accidents of history' played a role. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. De Long, J. Bradford; Shleifer, Andrei (1993-10-01). "Princes and Merchants: European City Growth before the Industrial Revolution". The Journal of Law and Economics. 36 (2): 671–702. CiteSeerX = 10.1.1.164.4092 10.1.1.164.4092. doi:10.1086/467294. ISSN 0022-2186. S2CID 13961320. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  35. ehs1926 (2017-08-24). "Globalisation and Economic Development: A Lesson from History". The Long Run. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اگسټ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. Acemoglu, Daron; Zilibotti, Fabrizio (1997-08-01). "Was Prometheus Unbound by Chance? Risk, Diversification, and Growth". Journal of Political Economy. 105 (4): 709–751. CiteSeerX = 10.1.1.680.8598 10.1.1.680.8598. doi:10.1086/262091. ISSN 0022-3808. S2CID 17392005. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  38. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).