لووڼ قوم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لووڼ قوم، د پښتانه قوم یو ټبر يا طايفه ده، د دې ټبر زياتره اوسېدونکي د پاکستان په کويټه ښار او د افغانستان په غزني ولایت کې مېشت دي. په ۲۰۱۹ کې د دې قوم نفوس څه کم او زيات شل زره تنه اټکل شو، چې زياتره يې پکې ځوانان دي. لووڼ قوم! په پشتانه قام کې ډیر قامونه سته چی یو پکې لووڼ قوم هم دی دا قام اصل ځای قمردین کاریز دی خو تر نیمۍ زیات په ژوب هرنایی کوټه او دافغانستان په ناوه (غزنی) کې اباد دی دادې قوم بشپړه ابادی په 2019 کې شل زره نفوس باندی مشتمله ده چی اکثره پکې ځوانان دی. دې قوم کې تقریبا ټول دوه غټ شاخونه دی چی یو پکې اسماعلیزی دی بل پکې منډزی دی. دې دواړو قومو کې بیا دوه غټ غټ شاخونه نور دی چی یو پکې حسن خیل دی بل پکې احمذازی دی. حسن خیل لا اسماعلیزی شاخ سره تعلق لری او احمزازی یې لا منډزی شاخ سره تعلق لری. په احمزازی شاخ کې بیا نورې پشې هم سته چی ګلانخیل انجان علی خیل ګورخیل میرخیل سرورخیل کشمیرخیل. خو په منډزی شاخ کې نورزی بیا جلا پشه ده. دلووڼ قوم ځمکه تردې دمه 2021 18 jul پوری مشترکه ده. دلووڼ قوم مشر پخوا ملک محمدرحیم لووڼ چی په کوشنی ملک مشهور و. دلووڼ قوم د ځمکې حد یوې خواته تروې چی دافغانستان پوله بل اړخ ته د کاکړ قام مردانزی شاخ پروت دی دلمرخاته خواته د لووڼ قوم ځمکه لا مندوخیل قام سره پوله لری.