له مارکسیزم وړاندې کمونیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په داسې حال کې چې کارل مارکس او فریدریک انګلس کمونیزم د یو سیاسي خوځښت په توګه تعریف کړ، له هغه وړاندې داسې ورته نظریاتو شتون درلود چې کولای شو هغه کمونیستي تجربیات وبولو. خپله مارکس بدوي کمونېزم د بشریت د لومړۍ ښکار ټولونکې ډلې حالت باله. مارکس دغه نظریه مطرح کړه چې یوازې هغه مهال چې انسانانو اضافي ارزښت تولید کړ خصوصي مالکیت وده وکړه. [۱][۲][۳]

له تاریخ وړاندې[سمول]

کارل مارکس او نورو لومړنیو کمونیستي نظریه ورکوونکو باور درلود چې ښکار ټولوونکې ټولنې چې له پالوئتیک دورې څخه یې د کالکولیتیک دورې د کرنیزو ټولنو تر مهاله ژوند کاوه په اساسي ډول برابري غوښتونکې وې.  او له همدې امله هغه د هغوی آیدیالوژي بدوي/لومړنی کمونېزم باله. له مارکس را وروسته سوسیالیستانو او لرغون پوهانو دغې نظریې ته وده ورکړه او د لومړني کمونېزم په اړه یې څېړنه ترسره کړه. د هري ډبلیو.لیدلر په خبره؛ یو له هغو لیکوالانو څخه چې په لومړني کمونېزم یې باور درلود د رومي رواقي فلسفې لرونکی سنکا و چې څرګنده کړې یې وه: «لومړنۍ/بدوي دوره څومره خوشاله دوره وه ځکه د طبیعت ټول نعمتونه مشترک و... دوی طبیعت ټولو ته اړوند باله او دغه لیدلوري عامه شتمني د دوی لپاره په خوندي مالکیت اړولې وه». له همدې امله هغه باور درلود چې دغه ډول لومړنۍ ټولنې تر ټولو بډایه ټولنې وې ځکه بې وزلۍ شتون نه درلود. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د مسو دوره[سمول]

دا استدلال شوی چې په سند دره کې د شخړو او ټولنیزو سلسله مراتبو د نشتوالي له امله د سند درې تمدن د یوې لومړۍ کمونیستي ټولنې بېلګه ده. یو شمېر نور بیا استدلال کوي چې د سند درې د تمدن دغه ډول ارزونه ناسمه ده. [۱۱][۱۲][۱۳]

له کلاسیکې دورې وروسته تاریخ[سمول]

پیتر کروپوتکین استدلال کوي چې د ګډې مرستې او ګډې دفاع عناصر چې د منځنیو پېړیو د منځني کمون پر مهال څرګند شوي او همدارنګه د هغو صنفي نظام په معاصر انارشېزم، کمونېزم او سوسیالیزم کې له ځان څخه د دفاع ټولیزو احساساتو ته ورته دي. په اروپا کې د دویمو منځنیو پېړیو وروسته، د مسیحي کمونیستي او کمونالیستي نظریاتو ملاتړ کوونکې بېلابېلې ډلې ځینې مهال د اصلاح غوښتونکو عیسویانو له خوا منل کېدلې. د ۱۲ مې پېړۍ په لومړیو کې یوه پروتستانت ډله چې له لیون څخه یې سرچینه اخیستله او د والدنسي یانو په نوم پېژندل کېدله د خپلې شتمنۍ مالکیت یې د خپل قانون د کتاب له مخې برابروه، خو د کاتولیک کلیسا له خوا له ځورونې سره مخ وه او اړ شوه څو پیمونت ته په شاه شي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سویلي امریکا[سمول]

د چاچاپویا کلتور د لرغون پېژندنې او د واک څرګندونکې معمارۍ د شواهدو نه لرلو له امله، هغه شواهد چې د ټولنې د مشرانو لکه پاچایانو او یا هم اشرافو څخه یې تمه کېده؛ د یوې مساوات غوښتونکې او د سلسله مراتبو د نه لرونکې ټولنې په توګه ښوول شوی.[۱۸]

آسیا[سمول]

څېړونکو د هغې ټولنې د کمونیستي طبیعت اړوند چې له نهمې پېړۍ څخه تر ۱۲ مې پېړۍ پورې د الاحسا په چاپېر کې د قرمطیانو له خوا رامنځته شوې وه، څرګندونې کړي دي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د عصري دورې پیل[سمول]

اروپا[سمول]

توماس مونتزر د آلمان د بزګرانو د پراخو شخړو پر مهال لوی اناباپتیست کمونیستي خوځښت رهبري کړ. د جرمني د بزرګرانو په پراخو شخړو کې د توماس مونتزر له کار څخه د انګلز تحلیل دې پایلې ته ورسېد چې هغه مهال چې کمونیستي انقلاب رامنځته شو، د یو ښاري پرولتاریا له خوا یې مشري کېدله، نه د یو بزګري پوځ له خوا.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

په ۱۶ مه پېړۍ کې انګلیسي لیکوال توماس مور د ګډ مالکیت پر بنسټ ټولنه په خپله کتاب Utopia کې انځور کړه چې رهبرانو یې د عقل څخه په کار اخیستو اداره کوله. د انګلستان په کورنۍ جګړو کې ګڼ شمېر ډلو له دغې نظریې ملاتړ وکړ. خو یو شمېر نورو په ځانګړي ډول Diggers ډلې له کمونیستي او د زارعت پالنې د نظریې له آرمانونو ملاتړ وکړ. د دغو ډلو پر وړاندې د اولیور کراموېل او ګراندیانو چلن په سم حالت کې مخالف او تر ډېره دښمني ډوله و. انګلز د انګلیس په کورنۍ جګړې د برابرونکو (Levellers) سیاسي خوځښت د پرولتاریايي ډلې په توګه په پام کې نیولی و چې د یوې تخیلي سوسیالیستي ټولنې لپاره یې جګړه کوله. په داسې حال کې چې له هغه وروستو مفسرینو دغه ډله د یوې بورژوازي ډلې په توګه چې د سوسیالیستي ټولنې په لټه کې نه وه؛ بللې ده.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

په ۱۸ مه پېړۍ کې د روڼ آندۍ دورې پر مهال په فرانسه کې یو شمېر لیبرال لیکوالانو په مخ پر زیاتېدوني ډول د خصوصي مالکیت پر بنسټ نیوکې پیل کړې چې آن دغه نیوکې د هغو د لغو کولو تر غوښتنې ورسېدې. دغه ډول لیکنې د یو شمېر مفکرینو لکه پیاوړي دیني فیلسوف ژان ژاک روسو له خوا وشوې. روسو د ټولنیز قرارداد (The Social Contract) تر نامه لاندې  په خپل اغېزمن کتاب کې (۱۷۶۲ زکال) د پاچایانو د حکومت پر ځای د وګړیز حاکمیت پر بنسټ سیاسي نظام انځور کړ او د نابرابرۍ په اړه یې په خپلو څرګندونو کې (۱۷۵۵ زکال) د خصوصي مالکیت د زیان منوونکو اغېزو په اړه ادعا وکړه چې د خصوصي مالکیت اختراع د «جرم، جګړې، وژنو او ځورونو» لامل ګرځي او تمدن له ستونزو سره مخ کوي. روسو چې د یو کالونیست په توګه را لوی شوی و د روم کاتولیک کلیسا د یانسنیست (Jansenist) خوځښت تر اغېز لاندې و. یانسنیست خوځښت د رومن کاتولیک له ارتودوکس ترینو سقفانو سرچینه اخیسته چې په اوولسمه پېړۍ کې یې د رومن کاتولیک کلیسا د اصلاح په موخه د سکولاریزاسیون او پروتستانېزم د درولو هڅه کوله. د یانسنیزم یو له اصلي موخو څخه د کلیسا په سلسله مراتبو کې له اشرافي فساد څخه مخه نیول و.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

شمالي امریکا[سمول]

په «ژواندانه کې له کمونیزم» څخه د لئویس هنري مورګان توصیف، چې د شمالي امریکا د ایرکوا وګړو له خوا عملي کړای شو د یو شمېر څېړنو له مخې چې د Ely S. Parker او د هغوی په همکاری ترسره شو له مارکسیزم څخه د وړاندې کمونېزم د ډول په توګه په پام کې ونیول شو. د مورګان آثار د لومړني(بدوي) کمونېزم په اړه د مارکس او انګلز توصیف ته الهام بخښونکي و آن د دې لامل وګرځېدل چې دا باور رامنځته کړي چې کمونېستانو ته ورته لومړۍ ټولنې له اروپا بهر په لویدیځې نیمې کرې کې د امریکايي بومي وګړو او له استعمار وړاندې ټولنو ترمنځ شتون درلود. [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]

د انقلاب دوره[سمول]

د جوزف میخام تر مشرۍ لاندې د اتلسمې پېړۍ Shakers ډلې وده وکړه او د مذهبي کمونېزم د ډول په توګه یې خپل کمونالېزم پلی کړ چې  له مخې یې په هرې شېکر ټولنې کې ملکیت د "consecrated whole" (سپیڅلې ټولګې) په توګه شتون درلود. [۶۱]

د ۱۸ مې پېړۍ له وروستیو څخه د ۱۹ مې پېړۍ تر نیمايي پورې دوره کې له مارکس وړاندې ګڼ شمېر سوسیالیستانو ژوند کاوه، خپلې نظریې یې نشر کړې او هغو ته یې وده ورکړه. په دغو سوسیالیستانو کې چارلز فوریه، لوئي بلانکی، پیر جوزف پرودون، پیرلروکس، توماس هاجسکین، کلود هنری دوسن سیمون، ویلهلم وایتلینګ او آتین کابه همدارنګه یو شېر آرمان پلوي سوسیالیست لیکولان لکه رابرت اوون چې ځینې مهال د کمونیست په توګه بلل کېده؛ شاملېدل.[۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶][۶۷][۶۸][۶۹]

د روڼ آندۍ په دوره کې د فرانسوي فلسفې فکري جریانونه له روسو او د ۱۷۸۹ زکال د فرانسې د انقلاب پر مهال له d'Hupay څخه اغېزمن و، چېرې چې د پاچاهۍ مخالفینو په ځانګړې توګه د ژان پل مارات او فرانسوا بابوف په ګډون د ژاکوبین سیاسي خوځښت د وګړو ترمنځ د شتمنۍ د بیاځلي ویش له نظریې ملاتړ وکړ.[۷۰][۷۱][۷۲]

کارل مارکس او معاصره دوره[سمول]

مارکس کمونېزم د بشریت لومړی حالت باله چې له هغو وروسته کلاسیکه ټولنه، فئوډالېزم او د کپېټلیزم اوسنی حالت رامنځته شو. هغه وړاندیز وکړ چې په ټولنیز تکامل کې بل ګام باید کمونېزم ته بېرته تګ وي. [۷۳][۷۴]

په معاصر ډول کې کمونیزم په ۱۹ مه پېړۍ کې د اروپا په کارګري خوځښتونو کې وده وکړه. د صنعتي انقلاب په پرمختګ سره سوسیالیستي منتقدینو د کارخونو د بې وزله کارګرانو د طبقې د رامنځته کولو له امله چې په سختو شرایطو کې به یې کار کاوه او همدارنګه د شتمن او بې وزله ترمنځ د فاصلې د زیاتوالي له امله په کپېټلیزم نیوکې کولې.[۷۵][۷۶][۷۷]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. "Marxism/Analysis-of-society". Britannica. (24 March 2020). Britannica.com Inc.. 
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. (په 28 May 2013 باندې). Primitive communism: life before class and oppression. Socialist Worker.
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).کينډۍ:Cbignore
  19. کينډۍ:Cite thesis
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  28. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  29. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  30. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  31. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  32. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  33. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  34. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  35. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  36. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  37. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  38. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  39. Fried and Sanders 1992، م. 31-33.
  40. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  41. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  42. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  43. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).[مړه لينکونه]
  44. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  45. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  46. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  47. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  48. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  49. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  50. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  51. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  52. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  53. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  54. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  55. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  56. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  57. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  58. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  59. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  60. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  61. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  62. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  63. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  64. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  65. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  66. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  67. "Utopian socialism". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  68. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  69. Muravchik, Joshua (2003). Heaven on Earth: The Rise and Fall of Socialism. Encounter Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-893554-78-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  70. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  71. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  72. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  73. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  74. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  75. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  76. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  77. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).