فېمینیزم په جاپان کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په جاپان کې فېمینیزم د ښځو د حقوقو له خوځښتونو سره پيل شو، چې تاریخ یې لرغونې زمانې ته رسېږي. دغه غورځنګ په ۱۸۶۸ز کال کې د میجي(Meiji)د بیارغونې پر مهال په جاپان کې د لوېدیځ فکر له راوستلو وروسته په چټکۍ سره پیل شو. جاپانی فېمینیزم له غربي فېمینیزم سره توپیر لري یعني پر فردي خپلواکۍ لږ ټینګارکوي.د نولسمې پېړۍ تر پایه. مخکې جاپاني مېرمنې له دودیز سرپرست سیستم سره تړلې وې، چې د کورنۍ نارینه غړو به د کور واک درلود. د میجي د بیارغونې له لارې له سمونونو وروسته، په جاپاني ټولنه کې د ښځو حالت هم له یو لړ بدلونونو سره مخامخ شو. د ښځو په قاچاق بندیز ولګېده، ښځو ته د طلاق غوښتلو حق ورکړل شو، هلکانو او نجونو باید لومړنۍ زده کړې ترلاسه کړې وای. د ښځو په حالت کې نور بدلونونه، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شول. ښځو د رایې ورکولو حق ترلاسه کړ او د نوي اساسي قانون یوه برخه چې په ۱۹۴۶ ز کې جوړه شوې وه، د جنسیت مساوات تضمین کولو لپاره ځانګړې شوې وه. په ۱۹۷۰ز کال کې، د ویتنام ضد جګړې په پایله کې، د ۱۹۶۰ز کال په وروستیو کې د نوي کیڼ اړخو او افراطي زده کوونکو غورځنګونو څخه په جاپان کېد (woman lib) په نوم د ښځو د آزادۍ یو نوی غورځنګ رامنځته شو. داغورځنګ په متحده ایالاتو او نورو ځایونو کې له بنسټپالو فېمینیست غورځنګونو سره همغږی وه، چې د ۱۹۷۰ز کال او له هغې وروسته یې فېمینیست فعالیت بیا راژوندی او پراختیا یې ورکړه . فعالانو د معاصر جاپان د نارینه واکمن طبیعت په اړه هراړخیزه نیوکه وکړه او د ټولنې د سیاسي - اقتصادي سیستم او کلتور د بنسټیز بدلون لپاره یې استدلال وکړ. هغه څه چې دوی یې له پخوانیو فېمینیسټی غورځنګونو څخه جلا کړل، د جنسیت په آزادۍ باندې د دوی ټینګار و. دوی له نارینه وو سره د برابرۍ موخه نه درلوده، بلکې په دې خبره یې تمرکز کاوه، چې نارینه هم باید دپاچهي او پانګوال نظام له ظالمو اړخونو څخه وژغورل شي. په۱۹۷۹ز کې، د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو د له منځه وړلو کنوانسیون، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا تصویب شو. دغه کنوانسیون په ۱۹۸۵ ز کال کې د جاپان د حکومت له خوا تصویب شو.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

سیاست[سمول]

د ښځو د نوې ټولنې جوړول                   [سمول]

په ۱۹۱۹ ز کال کې رایچو هایراتسوکا (Raicho Hiratsuka )د ایچیکاوا فوسای(Ichikawa Fusae ) او اوکیو مومیو (Oku Mumeo)په مرسته د ښځو نوې ټولنه د شین فوجین کیوکای (Shin Fujin Kyokai)په نوم جوړه کړه.د دوی موخه د ښځینه طایفې د پېژندلو له لارې د خوندیتوب او شمولیت د حقوقو ترلاسه کول وو. د ۱۹۱۹ ز کال د نومبر په میاشت کې هیراتسوکا د ښځو سازمانونو ټول کانسای(All-Kansai Federation of Women's Organizations) فدراسیون کې وینا وکړه: « د ښځو د یووالي پر لور» و یې ویل چې: که چیرې ښځې له حقوقو برخمنې وای، دوی به د دولت یوه برخه وه او د راتلونکې په ټاکلو کې به یې مرسته کړې وای. د جنوري په میاشت کې ایچیکاوا او هایراتسوکا د ښځو د نوې ټولنې دوه غوښتنې مسوده کړې.[۷]

  • لومړی، دوی غوښتل چې د عامه سولې د پولیسو قانون تعدیل کړي، د سیاسي ټولنې او مجلس په اړه د ۱۸۹۰ز کال قانون تعدیل شوې نسخه، کوم چې ښځې په کوم سیاسي ګوند کې شاملېدل یا په کومه سیاسي غونډه کې له  ګډون څخه منع کوي.
  • دویم، دوی له هغو مېړو او کوژدنو څخه ساتنه غواړي، چې عصبي ناروغۍ لري. د ۱۸۹۸ز کال په تعدیل شوي مدني قانون کې یې ویلي دي چې:  هغه ښځه چې د زنا عمل ترسره کوي، د طلاق او تر دوو کلونو پورې په بند محکومېږي. که څه هم ښځې نه شوی کولای چې خپل مېړه ته طلاق ورکړي، په دې حالت کې چې هغه د زنا عمل ترسره کړی وای. د پاچهي ټولنې په ننګولو سره، نوې ښځینه ټولنې د سمونونو غوښتنه کوله، چې ترڅو یوه ښځه وکولای شي، په ناروغۍ اخته مېړه یا کوژدن رد کړي. دوی غوښتنلیکونه چمتو کړل او هر ډول مخالفت یې له استدلال سره مخامخ شو، چې دا ډول کړنې به ګواکې ښځو ته دا وړتیا ورکړي، چې غوره مېرمنې او میندې به شي.[۸]

دوه غوښتنلیکونه چمتو شول. لومړي د ښځو د حقوقو د ورکولو او په دولت کې د ښځو د ګډون اړتیا په ګوته کړه، چې د عامه سولې پولیسو قانون تعدیل کړي. دویم د جنسي ساري ناروغیو(ایډس) لپاره د راتلونکو خاوندانو د آزموینې له لارې د مېرمنو د ساتنې اړتیا په ګوته کړه چې، له مخې یې ښځو کولای شول، چې خپل خاوندان طلاق او د طبي لګښتونو لپاره تاوان لاس ته راوړي. ډایټ (Diet)( ملی ډایټ د جاپان هېواد د دواړو مجلسونو مقننه قوې ته وایي چې د سلاکارانو او د استازو له مجلسونو نه جوړ دی) غوښتنلیک مخکې له دې چې محکمې ته ورسېږي، ځنډیدل. د۱۹۲۱ ز کال د فبروري میاشت په ۲۶ مه نېټه، د پارلمان غړو داسې قانون تصویب کړ چې، له مخې یې ښځو ته اجازه ورکړل شوه، چې په سیاسي غونډو کې ګډون وکړي. دغه قانون په مشرانو جرګې کې له ماتې سره مخامخ شو. په ۱۹۲۲ز کال کې ډایټ ۱۹۰۰ د پولیسو د قانون ۵ پنځمه ماده تعدیل کړه، ښځو ته یې اجازه ورکړه چې، په سیاسي غونډو کې ګډون وکړي، په داسې حال کې چې دوی یې له سیاسي ګوندونو سره د یوځای کېدو او رایې ورکولو څخه منع کول.

د سرې څپې ټولنه                                                         [سمول]

د سرې څپې ټولنه(Sekirankai) د ښځو لومړنۍ سوسیالیستي ټولنه وه. یاماکاواکایکوی او نورو دا ټولنه د ۱۹۲۱ز کال اپریل میاشت کې جوړه کړه. سرې څپې د منشورونو له لارې کاپیټالیزم وغانده، داسې استدلال یې کاوه چې، هغه له ښځو نه مېنځې او فاحشې جوړوي. د مالي ستونزو له امله، کلیوالي کورنۍ دې ته اړ کېدلې، چې خپلې لوڼې له فابریکو سره د قرارداد په توګه وکاروي. دغه نجونې اړوې، چې په لیلیو کې ژوند وکړي، له کار پرته چېرې نه شوې تللې او ۱۲ ساعته به یې په ناوړه حالاتو کې کار کاوه. [۹]

ډېری یې په نصواري سږي یو ډول ناروغۍ ده چې په کمزورې هوا لرونکي کاري چاپېریال کې د پنبې د دوړو له امله رامنځته کېږي او په نورو ناروغیو چې د ټوکرپه  فابریکو کې د کار کولو له امله رامنځته کېږي اخته شوې وې. دولت په فابریکو کې د ښځو د خوندیتوب لپاره اړین قانون تصویب نه کړ. په لیلیو کې داسې ډاکټران نه ول، چې د زنګ وهلو له لارې د ناروغ درملنه وکړي، ډاکټران او د نصواري سږو یا په نورو ناروغیو د اخته کېدو لپاره هېڅ ډول طبي مرستون نه و . د تړون پای ته له رسېدو وروسته به دوی کلیو ته د واده کولو لپاره راستنېدلې. د سرې څپې ټولنې، په اصلي توګه د رایې ورکولو او د ښځو په حقوقو باندې تمرکز کاوه.

د سرې څپې ټولنې له جوړېدو لږ وروسته، د دې ټولنې ښځو د ز کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه په یوه لاریون کې ګډون وکړ. دې پېښې ته چمتو کېدل د دې لامل شو، ترڅو د سرې څپې ټولنه دخپل منشور د لومړۍ مسودې رامنځته کولو ته ځان وهڅوي، چې د یاماکاوا کایکوی(Yamakawa Kikue) له خوا ولیکل شوه. کایکوی په ښکاره توګه د  ۱۹۱۰لسیزې په لومړیو کې د یوه سرسخت سوسیالیست په توګه ژوند کاوه او د پانګوالۍ په بشپړ ختمولو یې باور درلود. په منشور کې هم د کایکوی سوسیالیستي نظرونه ځای پرځای شوي ول. دا منشور د لاریون په بهیر کې په دې هیله چاپ او خپور شو، چې د هرې پاڼې په لوستلو سره نورې مېرمنې دې ته وهڅول شي، چې د سرې څپې ټولنې نه ملاتړ وکړي. ټولې هغه مېرمنې د پولیسو له خوا ونیول شوې، چې په دې لاریون کې یې ګډون کړی وو. [۱۰][۱۱][۱۲]

نورې ډلې په خپلو غوښتنو باندې د تمرکز کولو په موخه جوړې شوې. ځینو د سیاسي حقوقو لپاره هڅه کوله او ځینو نورو د فحشا د ختمولو لپاره. د کور مېرمنو په کور کې د مېرمنو د رول د پیاوړي کولو په موخه مبارزه وکړه. د ۱۹۲۳ز کال د کانټو له لویې زلزلې(1923 Great Kantō earthquake) وروسته، د ښځو د اصلاحي ټولنې غړې کوبوشیرو اوچیمي(Kubushiro Ochimi) او ګڼو نورو ښځو مرسته کولو ته مخه کړه. سوسیالیستانو، لکه یاماکاوا، د منځنۍ طبقې عیسویانو او د کور مېرمنو په ګډه سره کار کاوه، ترڅو د مرستې فعالیتونه چمتو او په لاره واچوي. [۱۳]

د توکیو د ښځو د سازمانونو فدراسیون[سمول]

د ۱۹۲۳ز کال د سپتمبر میاشتې په ۲۸ مه نېټه، له مختلفو سازمانونو نه ۱۰۰ مشران(رهبران) د توکیو د ښځو د سازمانون فدراسیون د جوړولو(Tokyo Rengo Funjinkai.) په موخه سره را ټول شول. دوی په پنځو برخو وېشل شوي ول: ټولنه،شغل رامنځته کول،کار،روزنه او دولت. د دولت برخې به د ښځو په هغو حقوقو تمرکز کاوه او په هغو لارو چارو باندې به یې بحث کاوه چې، څنګه ښځو ته په دولت که ونډه ورکړي. د دولت د څانګې مشر کوبوشیرو اوچیمي د ۱۹۲۴ز کال د نومبر په میاشت کې یوه غونډه د هغو ښځو لپاره را وغوښتله، چې د ښځو د حقوقو لپاره د کار کولو لېوالتیا لرله. په دې غونډه کې د ښځو د رایې د حق اصلي سازمان د ښځو د رایې ورکولو د حق اتحادیې (Fujin Sanseiken Kakutoku Kisei Domei). په نامه جوړ شو. د سازمان موخه، د جاپاني ښځو د حالت ښه والی و. د دوی په منشور کې داسې راغلي و: دا د ښځو مسؤلیت و چې تېر ۲۶۰۰ کلن د دودونو تاریخ له منځه یوسي او د نارینه او ښځې لپاره طبیعي حقوقو ته پراختیا ورکړي. [۱۳]

د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره، لیګ د مدني حقوقوغوښتنه وکړه. د ۱۹۲۵ز کال په فبروري کې، ډایټ د نارینه وو د رایې ورکولو نړیوال قانون تصویب کړ، چې نارینه وو ته اجازه ورکوي، چې له ښځو پرته د هر ډول اقتصادي وړتیا څخه پاکه رایه ورکړي. هغوی استازو ته د دوی د موضوعګانو د بحث کولو لپاره لابي پیل کړه. د ۱۹۲۵  ز کال په مارچ کې په څلورو موضوعګانو باندې په ډایټ کې بحث روان شو. ډېری مېرمنې د دې لیدو ته راغلې وې چې، د ولس استازي د ۱۹۰۰ ز دعامه سولې لپاره د پولیسو قانون تعدیل، د مېرمنو لپاره د لوړو زده کړو غوښتنلیک، په ملي ټاکنو کې د مېرمنو د رایې ورکولو غوښتنلیک او د ۱۸۸۸ ز کال د ښار په کوډ کې د بدلونونو غوښتنلیک باندې بحث وکړي، چې له مخې یې مېرمنې د دې اجازه ترلاسه کوي، چې رایه ورکړي او سیمه ییزو دفترونو ته ځان نوماند کړي. [۱۴]

کله چې د لومړي ځل لپاره د ۱۹۴۶ز کال د اپریل په ۱۰مه نېټه د جاپان ښځو رایې ورکړې، دا یې ثابته کړله چې په رښتیا هم د هېواد وګړي او د دولت غړي دي. ښځو، لکه: د هایراتسوکا رایچو،یوسانو اکیکو او کوبیشیرو اوچیمي ډېر سخت کار وکړ، تر څو چې لوړې سطحې او بریا ته ځان ورسوي. جاپاني مېرمنو د کار له پیل سره نه يواځې د رایې ورکولو حق ترلاسه کړ، بلکې د دفتري کارونو لپاره یې ځان ته هم لاره هواره وکړه. ډېری ښځو د سیاست په ډګر کې ځان ښکېل کړ. دا په ۱۹۴۶ز کال پسرلي کې د جاپان حکومت په ملي ډایټ کې د ۳۹ ښځو د ټاکلو پایله وګرځېده او په ۱۹۷۶ ز کال کې د جاپان د وزارت د بورډ مشرې په توګه وټاکل شوه. [۱۵].

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Molony, Barbara (Nov. 2000). "Women's Rights, Feminism, and Suffragism in Japan, 1870–1925". The Pacific Historical Review, Vol. 69, No. 4: "Woman Suffrage: The View from the Pacific". doi:10.2307/3641228. کينډۍ:Jstor. p. 640.
  2. Buckley, Sandra. Broken Silences: Voices of Japanese Feminism. University of California Press, 1997. p. 63.
  3. Yuji Iwasawa. International Law, Human Rights, and Japanese Law. p. 205.
  4. Yuji Iwasawa. International Law, Human Rights, and Japanese Law. pp. 205–206.
  5. Setsu Shigematsu, Scream from the Shadows: The Women's Liberation Movement in Japan (Minnesota: The University of Minnesota Press, 2012).
  6. Yuji Iwasawa. International Law, Human Rights, and Japanese Law. p. 206.
  7. Molony, Barbara. "Women’s Rights, Feminism, and Suffrage in Japan, 1870-1925". The Pacific Historical Review, Vol. 69, No. 4, Woman Suffrage: The View from the Pacific. (Nov. 2000), p. 645.
  8. Molony, Barbara. "Women’s Rights, Feminism, and Suffrage in Japan, 1870-1925". The Pacific Historical Review, Vol. 69, No. 4, Woman Suffrage: The View from the Pacific. (Nov. 2000), p. 647.
  9. Tsurumi, E. Patricia (1992). Factory Girls: Women in the Thread Mills of Meiji Japan. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 132–142. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Mackie, Vera (1994-05-01). "Socialist women and the state in Taishō and early Shōwa Japan". Japanese Studies. 14 (1): 65–86. doi:10.1080/10371399408727568. ISSN 1037-1397. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. FAISON, ELYSSA (2018). "Women's Rights as Proletarian Rights". In Bullock, Julia C.; Kano, Ayako; Welker, James (المحررون). Women's Rights as Proletarian Rights:: Yamakawa Kikue, Suffrage, and the "Dawn of Liberation". Rethinking Japanese Feminisms. University of Hawai'i Press. د کتاب پاڼي 15–33. JSTOR j.ctv3zp07j.6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8248-6669-3. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Mackie, Vera (2007-05-15). "Socialist women and the state in Taishō and early Shōwa Japan". Japanese Studies (په انګلیسي ژبه کي). 14: 65–86. doi:10.1080/10371399408727568. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Mackie 2002، ص. 105–06.
  14. Molony, Barbara. "Women’s Rights, Feminism, and Suffrage in Japan, 1870-1925". The Pacific Historical Review, Vol. 69, No. 4, Woman Suffrage: The View from the Pacific. (Nov. 2000), p. 661.
  15. Klemperer-Markham, Ayala; Goldstein-Gidoni, Ofra (2012). "Socialist Egalitarian Feminism in Early Postwar Japan: Yamakawa Kikue and the "Democratization of Japan"". U.S.-Japan Women's Journal (42): 3–30. ISSN 2330-5037. JSTOR 42771874. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)