عبدالمنان ملگری
اوږده ليکنه |
---|
عبدالمنان ملگری (د ۱۳۱۹ لمريز لېږدي کال، لغمان - د ۱۳۷۸ ل ل کال د چنگاښ ۱ ، پېښور)، د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، ډرامه ليکونکی، د تياتر هنرمند، شاعر، لوبغاړی او طنز ليکونکی وو. مخينهعبدالمنان ملگری د مولوي نياز محمد زوی، پر ۱۳۱۹ لمريز لېږدي کال د لغمان ولايت د علي خېلو په کلي کې زېږېدلی دی. د خدای بښلي مولوي نياز محمد روحاني شهرت د لغمان په کليو بانډو کې خپور دی او اوس هم د هغه زيارت د (ملا فقير) په نامه شهرت لري او د عليشنگ د سړک سر ته د یوې سپېرې غونډۍ په لمن کې دی. عبدالمنان ملگری لا د دوه نیمو کالو ماشوم وو چې پلار يې په حق ورسېد، يو عبدالمنان او نورې اووه خويندې یې، چې ټول ۸ ماشومان کېدل، یوې بوډۍ مور ته ورپاتې شول. زده کړېعبدالمنان د لغمان په لېسه کې تر نهم ټولگي پوري زده کړې وکړې او د خپل پلار له شاگرد مولوي عبدالله څخه یې د فقې، احادیثو او د نظم کتابونه ولوستل. دندېعبدالمنان ملگری چې کله لومړی ځل کابل ته راغی نو پر ۱۳۳۷ ل ل کال د پښتو ټولنې په ریاست کې د یوه لیکونکي په توگه ومنل شو. په دې ریاست کې يې د کابل مجلې سمونچارې هم پرغاړه واخیستې او نژدې شپږ اووه کاله یې په دې ریاست کې کار وکړ، خو د ځینو رسمي کړکېچونو له لامله دی مستعفی وگڼل شو. که څه هم د ده مزاج په وړ کتوب کې شاعر وو، خو کله چې هغه په پښتو ټولنه کې لیکونکی شو، نو یې هلته پر ليک او کتاب سربېره خپلو شعرونو ته هم نوی رنگ ورکړ او په کابل مجله کې به یې خپرول. خو يو متل دی چې وايی «تیږه څي ځي د خوار پر سر لگي» دلته تر استعفا لاندې راغی او کار یې له لاسه واخیستل شو، خو هغه بیا هم زغم له لاسه ور نه کړ. د هغه لویه خبره دا ده چې «زه له راحت نه په تکلیف کې خوشحال یم ځکه راحت سړی عیاشوي او په تکلیف کې انسان پخېږي». نوموړی پر ۱۳۴۴ ل ل کال د کابل پوهنتون د درسي موادو په مدیریت کې ټایپسټ وو، خو هلته هم ځینې خنډونه ورته راپیدا شول او دې ته اړوت چې هلته هم خپله دنده پرېږدي. عبدالمنان ملگری د پوهنې نندارې د پښتو تیاتر یو په زړه پوري ایکټور هم وو ، چې په «ساده دل» ډرام کې اتل وو. د ملگري ليکنې، شعرونه، داستانونه، ډرامې د پلازمېنې کابل په ورځپاڼو او راډیو افغانستان کې خپاره شوي دي. اړينه ده وویل شي چې عبدالمنان ملگري د تياتر او تمثيل د هنر په برخه کې، په تېره کومېډي چارونه (رولونه) په ډېر برياليتوب سره لوبول. په اټکلي توگه ويلای شو چې هغه د ۳۰۰ شاو خوا کې راډيو ډرامونه او تر ۶ شپږو زیاتو تياتري نمايشنامو کې چارونه لوبولي دي. له عبدالمنان ملگري څخه همدا راز د ۱۰۰ سلو په شاوخوا کې لنډې او اوږدې راډیويي کيسې او یو شمېر شعرونه هم پاتې دي. ملگری پر ۱۳۷۱ لمريز لېږدي کال پېښور ته کډوال او پردېس شو او هلته يې د بي بي سي راډيو د نوي کور نوي ژوند د ډرامې په پروگرام کې په کار پيل وکړ او د دغه پروگرام نږدې ټولې ډرامې هغه ليکلې او يا خو د هغه تر نظر لاندې ليکل شوې دي. اړينه ده وویل شي چې عبدالمنان ملگري د کونډې زوی په نامه نامتو پښتو فېلم کې بريالی چار لوبولی دی. چاپ شوي نښيرونه يې۱- شمع (د طنزونو ټولگه). ۲- شریک بالاپوش (د طنزونو ټولگه). ناچاپه آثارمړينهعبدالمنان ملگری د ۱۳۷۸ لمريز لېږدي کال د چنگاښ پر لومړۍ نېټه (چې د ۱۹۹۹ زېږدي کال د جون میاشتې له ۲۲ نېټې سره سمون لري) د ځيگر د سرطان ناروغۍ له لامله د ۵۹ کلو په عمر په پېښور کې وفات شو. د عبدالمنان ملگري جنازه يوه ورځ وروسته په لغمان کې خاورو ته وسپارل شوه. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه. سرچينې۱- لېمه (مجله)، ۱۱ گڼه، د ۱۳۷۸ لمريز لېږدي کال غبرگولی، (د ۱۹۹۹ ز کال جون)، ۵۱ مخ، مسکو چاپ. ۲۰- http://kitabtoon.com/zhwandlikona/nandarizlekwal/item/480-abdul-manan-malgarai باندنۍ تړنې |