عبدالروف قتيل خوږياڼی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالروق قتيل خوږياڼی (۱۳۱۳ يا ۱۳۰۸ لمريز لېږدي، د ننگرهار ولايت - د ۱۳۹۶ ل ل کال ليندۍ، کابل) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال او شاعر وو.

زده کړې

عبدالروف قتيل خوگياڼی پر ۱۳۱۳ يا ۱۳۰۸ لمريز کال د ننگرهار ولايت د خوږياڼيو په کږه کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې په خپل کلي کې ترسره کړې او بيا د لغمان د شرعيه علومو په مدرسه کې شامل شو. پر ۱۳۳۰ ل ل کال د نوموړې مدرسې له دولسم ټولگي څخه فارغ او د شرعياتو په پوهنځي کې، چې هغه وخت د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي يوه څانگه وه، شامل شو او دغه پوهنځی يې تر دويم ټولگي پورې ولوست.

دندې

عبدالروف قتيل بيا د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ښوونکي، پلټونکي په توگه او نورو څانگو کې خدمت وکړ. همدا راز يې ډېر کلونه د هېواد په بېلابېلو رسنيزو څانگو کې کار وکړ او د ځينو خپرونو د مسؤل مديريت په څنگ کې د ځينو ولايتونو د اطلاعاتو او کلتور آمر وو. د ښاغلي قتيل خوږياڼي تر اوسه يو شمېر شعري او داستاني آثار چاپ شوي دي.

مړينه

د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا نړېوال مرکز پخوانی مشر، لیکوال او شاعر عبدالروف قتيل خوگياڼی د ۱۳۹۶ ل ل کال د ليندۍ پر ۲ د ورپېښې ناروغۍ له لامله په کابل کې ساه ورکړه. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي اثار يې

د ځينو خپرو شويو اثارو نومونه يې دا دي:

۱- دوه ياران (پښتو ناول).

۲- ارمان (د لنډو کيسو ټولگه).

۳- انقلابي نغمې (د حماسي او وطني شعرونو ټولگه).

۴- دا حسن دا لمبې (شعري ټولگه).

۵- ټنگ ټکور (شعري ټولگه).

عبدالروف قتيل خوږياڼي د شاعرۍ تر څنگ ډرامې او لنډې کيسې هم ليکلې دي. د پښتو داستاني ادبياتو د تاريخ په څېړنه کې د نوموړي آثار ځانگړی ځای لري. نوموړی د ژوند په وروستيو کې هم په رسنيزو چارو بوخت وو.

اخځونه

۱- https://larawbar.net/46679.html#.XWYpoNSF5kg Archived 2018-03-13 at the Wayback Machine.

۲- https://www.bbc.com/pashto/42106091