عامه اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عامه اړیکې (په انګلیسي: Public Relations)، د لا ښه درک په موخه، له یوه وګړي یا سازمان څخه (لکه سوداګري، دولتي موسسه یا غیرانتفاعي سازمان) عام وګړو ته د معلوماتو خپرولو او د هغو د مدیریت کولو پوهه ده. عامه اړیکې او اشتهار سره توپير لري، ځکه چې عامه اړیکې په دننۍ توګه کنټرول کېږي، په داسې حال کې چې د اشتهار کنټرول د بهرنیو خواوو په مرسته ترسره کېږي. په عامه اړیکو کې کېدای شي یو سازمان یا هغه وګړی شامل وي چې د اړوند عامه موضوعاتو او خبرونو (چې مستقیمې لګښتي اداینې ته اړتیا نه‌لري) په کارولو سره د خپلو اورېدونکو او مخاطبانو پر وړاندې ښکاره کېږي. ښکاره کېدنه یې تر ډېره د رسنیو له‌لارې ده. په‌دې سره عامه اړیکې له اعلانونو او اشتهار څخه (چې د بازارموندنې اړیکو بڼې دي) توپير مومي. د عامه اړیکو موخه د پېرودونکو لپاره په وړیا توګه، د خبري انعکاس رامنځ‌ته کول دي، چې د وړیا رسنیو (هغه رسنۍ چې د یوې خبرتیا له خپرولو څخه پیسې نه‌اخلي)، نه دا چې د بازارموندنې یا خبرتیاوو لپاره پیسې ورکړي، چې د لګښتي رسنیو (هغه رسنۍ چې د یوې خبرتیا له خپرولو څخه پیسې ترلاسه کوي) په نامه هم پېژندل کېږي. خو د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې، اعلانونه او خبرتیاوې هم د عامه اړیکو د فعالیتونو پراخ ډګر یوه برخه وه.[۱][۲][۳]

د غورو عامه اړیکو یوه بېلګه به د داسې یوې مقالې جوړول وي چې د عامه اړیکو د یوه شرکت مراجعه کوونکي ځانګړنې په ګوته کوي، نه دا چې د مراجعه کوونکي لپاره لګښت وضع شي ترڅو د مقالې ترڅنګ د هغه خبرتیا هم خپره شي. د عامه اړیکو موخه، عام وګړو، احتمالي پېرودونکو، پانګوالو، شریکانو، کارمندانو او نورو ذینفعانو ته د خبر رسونه او د سازمان، د سازمان مشرتابه پلاوي، محصولاتو، یا سیاسي پرېکړو په هکله د مثبت یا مطلوب لیدلوري ساتلو په موخه د هغو هڅونه ده. د عامه اړیکو متخصصان، په ټولیز ډول، د عامه اړیکو او بازارموندنې شرکتونو، سوداګریو او کمپنیو، حکومتي او عامه چارواکو لپاره د عامه معلوماتو کارمند په توګه او غیردولتي او غیرانتفاعي سازمانونو لپاره کار کوي. په عامه اړیکو کې اصلي دندې عبارت دي له: دنني موقفونه، لکه: د عامه اړیکو د همغږۍ کارمند، د عامه اړیکو متخصص، د عامه اړیکو مدیر؛ او بهرني موقفونه، لکه: د محاسبې همغږۍ کارمند، د محاسبې پلاوی، د محاسبې څارونکی او د رسنیزو اړیکو مدیر.[۴][۵]

د عامه اړیکو متخصصان د یوه سازمان له مخاطبانو، رسنیو، اړوندو سوداګریزو رسنیو او نورو فکري مشرانو (هغه اشخاص چې د یوې سوداګریزې ډلې لپاره یې وړاندیزونه او نظریات اغېزناک او غوره تمام شي) اړیکې رامنځ‌ته کوي او هغه ساتي. د عامه اړیکو د متخصصانو ګډ مسوولیتونه عبارت دي له: د ارتباطي کمپاینونو جوړول، د خبرونو لپاره د مطبوعاتي اعلامیو او نورو مطالبو لیکل، له مطبوعاتو سره کار کول، د یوې کمپنۍ ویاند ته د مرکو تنظیمول، د کمپنۍ مشرانو لپاره د وینا لیکل، د یوه سازمان د ویاند په توګه فعالیت درلودل، د مطبوعاتي کنفرانسونو، رسنیزو مرکو او ویناوو لپاره د پېرودونکو چمتو کول، د وېب‌سایټ او ټولنیزو رسنیو منځپانګې لیکل، د کمپنۍ د اعتبار مدیریت (د کړکېچ مدیریت)، د دننیو ارتباطاتو مدیریت، او د برنډ پېژندنې او پېښو مدیریت په څېر د بازارموندنې فعالیتونه. د عامه اړیکو په برخه کې د بریا راز، د یوې کمپنۍ یا شرکت د هر شریک لېوالتیا او اندېښنو په هکله په ژورې پوهې او باخبرۍ کې پروت دی. د عامه اړیکو متخصص باید پوه شي چې څنګه د عامه اړیکو سوداګرۍ تر ټولو پياوړې وسیلې په کارولو سره، چې اشتهار دی، دغو اندېښنو ته حل‌لاره ومومي.[۶][۷]

تعریفونه[سمول]

اېوې لي، چا چې د راکفلر نوم او تاریخ ژوندی کړ، او د هغه ملګري «اِدوارد لویس برنیز»، د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د عامه اړیکو لومړنی تعریف په لاندې توګه وړاندې کړ: «عامه اړیکې یوه مدیریتي کارکړنه ده، چې عامه ذهنیتونه راغونډوي، د یوې موسسې پالیسي، پروسیجرونه او ګټې تعریفوي… او له هغو وروستو د عامه پوهاوي او منلو ترلاسه کولو په موخه یو پروګرام جوړوي». سره له‌دې، وروسته کله چې له «لي» څخه، په «United Transit Comission» کې د هغه د نقش په هکله پوښتنه وشوه، هغه وویل: «هېڅ وخت مې د خپلې دندې لپاره یو مناسب او د قناعت وړ نوم ونه‌شو موندلای». په ۱۹۴۸ز کې، مورخ «اریک ګولډمن» لیکي چې په وبسټر کې د عامه اړیکو تعریف به «هم د منتقدینو او هم د حرفوي کارمند لپاره یو لانجمن بحث وي».[۸][۹][۱۰][۱۱]

د برنېز د څرګندونې له‌مخې، د عامه اړیکو مشاور هغه شخص دی چې هم د ارتباطاتو له نومهالو رنسیو او هم د ټولنې ډله‌ییزو جوړښتونو سره کار کوي ترڅو د عامه افکارو لپاره مفکورې وړاندې کړي. سربېره پر دې، هغه د اقداماتو اېډیالوجي او اصولو او همدا راز د اموالو، خدماتو، عامه خدماتو، صنعتي ټولنو او لویو سوداګریزو ډلو (چې د وګړو ملاتړ لري) په هکله اندېښنه ښودلې ده.[۱۲]

د ۱۹۷۸ز کال په اګوسټ کې، د عامه اړیکو د ټولنو نړیوالې غونډې، دغه څانګه په لاندې توګه تعریف کړه:

«د لېوالتیاوو د شننې او څېړنې هنر او ټولنیزې پوهنې، د هغو د عواقبو وړاندوینې، د موسسې له مشرانو سره مشاوره او د پلان له‌مخې د پروګرامونو پلي کولو ته (چې په هغو کې هم د موسسې او هم عامه ګټې په پام کې نیول شوې وي) عامه اړیکې ویل کېږي».[۱۳][۱۴]

د امریکا د عامه اړیکو ټولنې، چې یوه مسلکي سوداګریزه ټولنه ده، په ۱۹۸۲ز کې، عامه اړیکې په لاندې ډول تعریف کړې:[۱۵][۱۶]

«عامه اړیکې له یوې موسسې سره او د عام وګړو سره مرسته کوي ترڅو په دوه‌اړخیزه توګه سره سازښت وکړي».[۱۷]

په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ز کې، د امریکا د عامه اړیکو ټولنې په غوښتنې سره، د ټولنې غړو د دغې ګړنې په هکله یو لړ تعریفونه وړاندې کړل او ټولو خلکو ته یې د رایې ورکولو زمینه برابره کړه. غوره شوی تعریف، چې ډېرې رایې یې ګټلې وې، په لاندې ډول ؤ:

«عامه اړیکې، د ارتباطاتو یو ستراتیژیک بهیر دی چې د سازمان او عام وګړو ترمنځ دوه‌اړخیزې ګټورې اړیکې رامنځ‌ته کوي».[۱۸]

عامه اړیکې، د یوه سازمان او عام وګړو ترمنځ د ارتباطاتو مدیریت د یوې کارکړنې په توګه هم تعریفېدلای شي.[۱۹]

تاریخچه[سمول]

عامه اړیکې، له شلمې پېړۍ پخوا تاریخي ریښې لري. ډېري درسي کتابونه، په ۱۹۰۰ز کې، په بوستون کې د «اشتهار ادارې» تاسیس د عامه اړیکو د یوه مسلک رامنځ‌ته کوونکې ادارې په توګه پېژني. پوهانو، په لرغونو تمدنونو کې د عامه اړیکو اغېزښندنو او د ارتباطاتو مدیریت لومړنیو بڼو په تړاو موندنې لري. د بېلګې په توګه: د ارسطو «بلاغت» رساله، د قناعت هنر بنسټیز اصول بیانوي. ښواهد ښیي چې د نوې نړۍ د رامنځ‌ته کېدو په اوږدو کې او په بریتانیا کې د غلامۍ له منځه وړلو خوځښت په اوږدو کې عامه اړیکو تکامل موندلی دی. بسیل کلارک، په ۱۹۲۴ز کې د «تحریریه خدماتو» د تاسیس په پار، په بریتانیا کې د عامه اړیکو بنسټګر په توګه پېژندل کېږي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، آلمان او نورو د «تبلیغاتو» مفهوم وکاروه، چې وروسته د عامه اړیکو په توګه یې تکامل وموند، ترڅو کورنی ملاتړ ترلاسه کړي او نړیوالو جګړو پر مهال، دښمنان د دېوانو په توګه وښيي. لومړۍ نړیواله جګړه (۱۹۱۴ تر ۱۹۱۸ز) چې نه یوازې نظامي طبقه، بلکې ټول وګړي یې اغېزمن کړل، «د تبلیغاتو پرمختللې توغونې تختې» په توګه پېژندل کېږي. خصوصي سکټور ته د عامه اړیکو له راتللو وروسته، د سوداګریز اشتهار هلې‌ځلې لا زیاتې او پرمختللې شوې. ډېري مورخان پر دې باور دي چې د اوسنیو عامه اړیکو بنسټ د لومړي ځل لپاره په متحده ایالاتو کې د اېوي لي (۱۸۷۷ تر ۱۹۳۴ز) له‌خوا په ۱۹۰۳ز کې کېښودل شو او هغه مهال نوموړي د راکفلر شرکت مشاور او تبلیغاتي متخصص په توګه دنده ترسره کوله. اِداورد برنېز (۱۸۹۱ تر ۱۹۹۵ز)، په ۱۹۱۳ز کې د ننداریزو ټولنو لپاره تبلیغات وکړل، چې وروسته د نړۍ په کچه خپاره شول. په ضمن کې، د ۱۹۲۰ز لسیزې په نوي تاسیس شوي شوروي اتحاد کې، هنرمندانو او شاعرانو (لکه: مایاکوفسکي) د بېلابېلو دولتي ادارو او موخو لپاره د عامه اړیکو په برخه کې فعالیت درلود.[۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. Grunig, James E; Hunt, Todd (1984), Managing Public Relations (چاپ 6th), Orlando, FL: Harcourt Brace Jovanovich منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Seitel, Fraser P. (2007), The Practice of Public Relations. (چاپ 10th), Upper Saddle River, NJ: Pearson Prentice Hall منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. (په 2017-12-29 باندې). #10 Important Trends in PR that You Can't Afford to Ignore. Entrepreneur.
  4. "What You Need to Get a Job in Public Relations After College - AfterCollege". 5 March 2014. خونديځ د اصلي څخه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "Career Overview: Public Relations - Wetfeet.com". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Rubel, Gina F. (2007), Everyday Public Relations for Lawyers (چاپ 1st), Doylestown, PA, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9801719-0-7 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Roos, Dave (n.d.). "What Is Public Relations?". How Stuff Works. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "Ivy lees definition of public relations". www.coursehero.com. n.d. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Definition Of Public Relations - 1051 Words | 123 Help Me". www.123helpme.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Breakenridge, Deirdre (2008-03-26). PR 2.0: New Media, New Tools, New Audiences. FT Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780132703970. a management function, which tabulates public attitudes, defines the policies, procedures and interests of an organization... followed by executing a program of action to earn public understanding and acceptance. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Goldman, Eric (1948). Two-Way Street. Bellman Publishing Company. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Edward Bernays, "The New Propagandists," in Propaganda, (New York: H. Liveright, 1928), 38.
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Jensen Zhao. Encyclopedia of Business, 2nd. Ed. Retrieved from findarticles.com
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Goldblatt, Joe (27 August 2007). Special Events: The Roots and Wings of Celebration. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-14492-3. خونديځ د اصلي څخه ۱۷ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Trivitt, Keith. "PRSA's Old Definition of Public Relations". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۲ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Stuart Elliot (په 1 March 2012 باندې). Public Relations Defined, After an Energetic Public Discussion.
  19. Grunig, James E. and Hunt, Todd. Managing Public Relations. (Orlando, FL: Harcourt Brace Jovanovich, 1984), 6e. Public relations is what you do with what you know and what others think about what you say.
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. Olubanwo, Dare. "The History of Public Relations in U.K". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود)
  23. Dare, Olubanwo. "The History of Public Relations in U.K" (Academia.edu): 1 – عبر Academia. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود)
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. Compare: Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. Lachman, Gary (2008). The Dedalus Book of Literary Suicides: Dead Letters. Sawtry, Cambridgeshire: Dedalus. د کتاب پاڼې 124. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781903517666. خونديځ د اصلي څخه ۲۲ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۱. [Authorities] granted Mayakovsky extraordinary liberties, and no doubt the Bolsheviks saw the advantages of sending their premiere poet on a public relations jaunt. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Kipping, Matthias; Tiratsoo, Nick (2018-05-02), Kipping, Mathias (سمونګر), "The 'americanisation' of European companies, consumers and cultures: contents, processes and outcomes", Americanisation in 20th Century Europe: business, culture, politics. Volume 2, Lille: Publications de l'Institut de recherches historiques du Septentrion, د کتاب پاڼي 7–23, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-490296-08-8, خونديځ د اصلي څخه ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۱, د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۲۱ منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)