شېرخان فرنود

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
شېر خان فرنود

شېرخان فرنود (په انگرېزي:Sherkhan Farnood) د کابل بانک پخوانى مشر چې په دې خصوصي بانک کې يې ٢٨.١٦ فيصده ونډه (سهم) درلود. فرنود د پامير هوايي شرکت مشر هم دى، چې خليل الله فېروزي، محمد فهيم او ځينې نور ورسره شريکان دي.

د ٢٠١٠ز کال په نومبر کې د ورکړل شويو راپورونو پر اساس، د افغانستان بانک فرنود او فېروزي له دندو ليرې کړل. پر دوى دواړو بنديز لگېدلى چې له افغانستان څخه بهر سفر نه شي کولاى.

شېرخان فرنود په خټه اوزبک دی ،[1] او له آره د افغانستان د شمالي ولايت کندوز دی.[2] زده کړې يې په مسکو، روسيې کې کړي. سوداگري يې هم له مسکو څخه پيل کړې. د 1980 يمو او 1990 يمو کالونو کې يې د مسکو نه په غير رسمي توگه د د پيسو د حوالې کاروبار کاوه.[3] د هغه د پيسو حواله د تاجکستان او افغانستان تر منځ د هيروينو او اپيمو قاچاقبرانو لخوا وړل راوړل کېده. په ۱۹۹۸ ز. کال کې د مسکو د چارواکو لخوا د هغه د حوالې سوداگري د پيسو د وينځلو او د مخدره موادو د قاچاق په پيسو کې د ښکېلتوب په تور بند شو، او د سوداگرۍ د بندېدو دمخه فرنود له روسيې څخه تښتېدلی و.[4] شېرخان فرنود په روسيې کې د شېرخان محمد مراد په نامه سوداگري فعاليت کاوه."[5]

فرنود يو مشهور قمارباز هم دی او ۲۰۰۸ کال د پوکر اروپا د قمار په نړيوالو لوبو کې يې گډون هم کړی و.[6] پر ده د بنديزونو د لگېدو دمخه، هغه خپل ډېر وخت په دوبۍ کې تېراوه، فرنود په دوبۍ کې د پالم جميره په ښارگوټي کې د گڼ شمېر بنگلو او کورونو خاوند دی.[7][8]

سرچينې

  1. Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Afghan businessmen leave for Bonn meet. gulfnews. URL accessed on 2011-07-16.
  2. Afghan Biographies: Farnood, Sherkhan Shirkhan Farnud
  3. د درک ستونزه: Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named WP3
  4. Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Johnson, Gary H. Poker, Drug-Running and Illicit Deals at the Kabul Bank: The Double Life of Sherkhan Farnood. Family Security Matters. URL accessed on 2/23/2012.
  5. Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Johnson, Gary H. Poker, Drug-Running and Illicit Deals at the Kabul Bank: The Double Life of Sherkhan Farnood. Family Security matters. URL accessed on 2/23/2012.
  6. Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Sherkhan Farnood. Pokernews.com. URL accessed on 2010-09-06.
  7. Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified In Afghanistan, signs of crony capitalism (p.2). Andrew Higgins. The Washington Post. URL accessed on 2010-09-06.
  8. Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified US Cuts Aid After Millions Siphoned Off to Dubai. Susanne Koelbl. Spiegel. URL accessed on 2010-09-06.