کابل بانک

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

کابل بانک د افغانستان له لومړنيو خصوصي بانکونو ګڼل کېږي.

مخينه

کابل بانک په افغانستان کې يو ستر سوداګريز بانک دى چې د ٢٠٠٤ کال د جون د مياشتې په ٢٧ نيټه يې په کار پيل کړى دى. کابل بانک د بانکي خدمتونو، د پېرودونکو شمېر، کارکونکو، نمايندګيو او نور اسانتياوو په برخه کې کار کوي.

ښاغلى شير خان فرنود د کابل بانک مديره هيئت او خليل الله فروزي د دې بانک د عامل هيئت رئيس وو.

کابل بانک په دی موده کې خپلې ۶۸ نمايندګۍ په۳۴ ولایاتوکی پرانستي ، چې ۲۸ څانګې په مرکز کې او ۴۰ نمايندګۍ په ولاياتو کې دي .

په پام کې ده په نږدې راتلونکي کې کابل بانک خپلې ۱۱ نمايندګۍ د هېواد په ولاياتو کې پرانيزي، چې پدې توګه کابل بانک تل د پراختيا په حال کې دى او په پام کې لري چې ډير زر به د هېواد ټول ولايات خپل پوښښ لاندې راولي. او د بانکدارۍ فرهنګ يا دود د هېواد ټولو ګليو او بانډو ته ورسوي تر څو د هېواد د اقتصاد دودې په برخه کې تل مخکښ وي.


کابل بانک به په نږدې راتلونکي کې د POS ماشينونو له لارې خدمتونه د پلاستيکي مسکوکاتو را نيولو په موخه پېل کړي. چې پېرودونکو ته به پرته له لګــښت څخه ډول ډول خدمتونه په لاندې توله ترسره شي.

  • د حسابونو پرانيستل
  • بشپړ معلومات د بانکي صورت حساب په اړه
  • خپل حساب ته د پيسو ډيره ول او اخيستل
  • د پيسو ليږد راليږد د يوه حساب څخه بل بانکي حساب ته
  • د انترنت له لارې بانکداري
  • د موبايل له لارې بانکداري ( پېرودونکى اړ دى ،چې يوازې شبکې ته د تيلفوني پيغام ليږدولو لپاره لګښت ورکړي)
  • د محلي چکونو وصولول

تر ٢٠١٠ز کاله پورې يې شېرخان فرنود د کابل بانک مشر و، وروسته تر هغه چې په بانک کې د مليونونو ډالرو په ارزښت د پراخو مالي درغليو او ناقانونه پورونو مسئله رسوا شوه، دغه خصوصي بانک د افغانستان بانک په کنټرول کې راوستل شو. د بانک په دياليه کېدو کې د ولسمشر د ورور محمود کرزي، د ولسمشر د مرستيال حسين فهيم او ځينو نورو کسانو نومونه هم اخيستل شوي دي.

د پيسو نړيوال صندوق اندېښنې

د پيسو نړيوال صندوق يا IMF وايي تر هغو چې د کابل بانک ستونزه د افغان دولت له لوري اواره شوې نه وي، دغه مرستندوى صندوق له افغان دولت سره خپلې زياتې مالي مرستې ځنډوي.

په داسې حال کې چې پر افغان چارواکو د کابل بانک د درغلیو د نه تصفیې له کبله چې په یو شمیرسیاستوالو پورې تړي کسان یې له شریکباڼو او پوروړو څه دي انتقادونه روان دي ، ددې هیواد د یو بل خصوصي بانک په اړه اندېښنې نوې دي .

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه د یو شمیر داسې کسانو له خولې چې وايي له دې مسلې خبر دي وايي افغان چارواکي د دویم بانک په وړاندې د قانوني چلن پرسر نه دي موافق شوي .

له هغې وروسته چې د پیسو نړیوال صندوق د تیر یوکال راهېسې افغانستان سره د کابل بانکي درغلیو پر سر د مرستو پروګرام ځنډولي ددې پروګرام د بیا پیل په هڅو کې د افغان حکومت بې غوري په ډاګه کوي .

که چیرې د پیسو نړېوال صندوق د افغانستان سره د مرستو پروګرام پيل نه کړي د ډیرو مرستندویه هیوادونو پیسې افغانستان ته نه رسیږي ، ځکه هیوادونه د پیسو د نړېوال وجهي صندوق له پروګرام پرته په انفرادي توګه پیسې نه شي ورکولی .

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه د نړيوال وجهي صندوق د یو ویاند له خولې وايي :

(( په لنډه موده کې ، تمرکز د کابل بانک د ورکړیو پورونو پر راټولولو دی ، او ددې مطمینه کول دي چې د مرستو اضافي پیسې په نا پرې شويو پورونو کې ولاړې نه شي ، همدارنګه د مالي سیستم پر پیاوړتیا تمرکز دی چې هغه ستونزې بیا پېښې نه شي چې کابل بانک یې د ماتیدلو پولې ته ورسوه . ))

خو افغان حکومت بیا د پیسو د نړېوال صندوق ددې غوښتونو ځواب ددې ادارې په تورنولو ورکړی او ویلي یې دي ، دا اداره له مالي مسایلو ډيره په سیاسي مسلو کې لیوالتیا لري .

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې