شاپور ۲

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
Senmurv.svg
دوهم شاپور
Shapur.jpg
زېږېدنه ۳۰۹
مړينه ۳۷۹
کوړنی د ساسانیانو کورنی
پلار آذر نرسې
پیرو دوهم اردشیر

شاپور ۲ یا دوهم شاپور (په پهلوي ژبې کې:Šápúr in pahlaví script.png - تلفظ:شَهپُهْر )د ساسانیانو د حکمرانانو څخه وو چې د ۳۰۹ کال څخه تر ۳۷۹ کال پوري یی حکومت کاوه. پلار یی دوهم هرمز وو. دوهم شاپور د روم د امپرطوری په خلاف ډېرې جګړې وکړې او په مسیحیانو یی هم ظلمونه کوله.

د شاپور حکومت

د شاپور پلار دوهم هرمز تر وفات وروسته یو قیام پېل شو او د شاپور ورور آذر نرسې چي د ساسانیانو پاچا شو د اشرفانو لخوا ووژل شو. د آذر نرسې تر وژلو وروسته بهرام کوشانی چی د قیام لارشود وو د دوهم هرمز د مملکې سره یی واده وکړه. شاپور تر قیام وروسته زېږېدلی وو او د ساسانانو حکمران شو او بهرام کوشانی د شاپور ساتونکی شو. کله چی شاپور ۱۶ کلو وو نو هغه د شاهی پر تخت کښیناست. د شاپور د حکومت په وخت کی زرتشتيت رسمی دین شو او د اوېستا د کتاب لیکنه بشپړه شوه. کله چی د روم په امپراطوری کی عیسویت رسمی دین شو نو شاپور په مسیحیانو باندی ظلم کول پېل کړل.

د شاپور جګړې

په ۳۰ کلنو کی شاپور په ځانګړی ډول د عربانو په خلاف کوم چی په بین النهرین د ساسانیانو سرحد په خطر کی اچاوه ډېرې جګړې وکړی. په دی وخت کی عربانو شاپور ته د ‌ذو الاکتاف لقب ورکړ. په ۳۳۷ کال کې شاپور د روم د امپراطوری سره د سولې تړون مات کړ (لغو وکړ) او پر ارمنستان او بین النهرین یی یرغل وکړ. مګر په ۳۴۴ کال کې په امیدا کې د شاپور پوځ د روم پوځ سره ونښت او د ساسانیانو پوځ ماته وخورله. په ۳۵۰ کال کې د پوندو قبیلو د شرقی ساسانیانو سرحد په خطر کی اچاوه. شاپور مجبور شو چی د روم د امپراطوری په خلاف جګرې پری وکړی او د خپل پوځ سره مشرقی سرحد ته ولاړ.