شاه مشهد ښوونځۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د مدرسې بڼه

شاه مشهد د افغانستان په بادغیس ولایت کي د دولسمي پیړۍ څخه پاته سوې د غورید مدرسې په نوم د یوې ویجاړي ښوونځۍ پاته برخه ده. دا ښوونځۍ د مرغاب سیند په کیڼ اړخ کي موقعیت لري. ویل کیږي چي دغه ودانۍ د یوې نامعلومي ښځي له خوا تمویل سوې ده، خو د ښوونځي د ودانۍ جوړښت د غوري پښتنو د تمدن نښه بلل کیږي.

د ودانۍ بنه له خښتو څخه جوړه سوې ده چي 44.0 × 44.2 متره مربع ساحه په بر کي نیسي. تر 1970 کلونو پوري د ودانۍ د سویل اړخ یوازې لویي برخي ساتل سوي وې، کوم چي د هغه وخت افغان واکمنانو له لوري په معماري زیورونو او سرلیکونو باندي سینګار سوي وې. په ودانۍ کي دننه یو قصر او د دوو اطاقونو پاتي شوني، چې هر یو یې په یوه گنبد پوښل سوی وو هم موندل سوي دي.

د ودانۍ د شمال لوري دیوالونه د یو ایوان څخه راوځي چۍ د داخلي انګړ پر شاوخوا باندي ګرځي، مګر تر دې زیات د نورو ثبوتونو لپاره هیڅ کیندني ندي ترسره سوي.

د ودانۍ مخ د زینتي نقاشیو ترڅنګ په ټراکوټا سره سینګار سوی دی. په یاده ودانۍ کي ټول ټال 15 لیکني روښانه سوي دي چي لس یې په کوفي طرز، درې یې په نخش انداز او دوه یې د طولوت په طرز کي دي.

په افغانستان کې د شوروي اتحاد د جګړې پر مهال د 1980 کلونو په منځ کي ددې لرغوني ښوونځۍ پاتي شوني په بشپړه توګه ویجاړي سولې.