شاه محمد کندهاری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شاه محمد کندهارى (۱۳۱۵ ل ل کال- ۱۳۵۲ ل ل کال) د پښتو ژبې يوه خوږ ژبی او تکړه سندرغاړی وو.

مخينه[سمول]

شاه محمد کندهار پر ١٣١٥ لېږديز لمريز کال د کندهار ښار د کاکړو کوڅې په سيمه کې زېږېدلی دی. هغه خپلې کورنۍ له نازه شهزاده باله. په تنکۍ ځواني کې گاډيوان وو. هغه له ټنگ ټکور سره مينه درلوده او د ډېر ښه غږ خاوند وو. شاه محمد څه مهال د حاجي گل بينجو غږوونکي سره شاگرد وو. د خوښيو په بانډارونو کې به يې گډون کاوه او سندري به يې ويلې، تر څو چې پر ١٣٤٦ ل کال کابل راډيو ته راغی او سندرې يې ثبت کړې. د هغه هغه لومړنۍ سندره، چې د راډيو افغانستان په سټډيو کې يې ثبت کړې هغه «يار مې سينگار پر سينگار تللى دی نن هو، وکوم گلزار گلزار ته تللى دی نن هو» سندره وه.

شاه محد کندهاری د راډيو افغانستان به سټډیو کې ټولې ۱۵ سندرې ثبت کړې دي. يوه سندره يې چي وايي (واى واى دروند دی اميل - په غاړې ته وړې سنگين دی اميل) ډاکټر صادق فطرت ناشناس هم ويلې ده. شاه محمد په ١٣٤٠ ل کال کې واده وکړ او يوازي يو زوى يې پاته سوى دی.

مړينه[سمول]

شاه محمد کندهاری پر ۱۳۵۲ ل ل کال د کورنيو شخړو له کبله ووژل سو. خداى دې يې وبښي.


سرچينې[سمول]

  1. د ليکوال لطيف جان بابي له پاڼې څخه.