سیرالوجي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سيرالوجي Serolog په ويترو Vitro کي د انتيجن او انتي باډي هغه عکس العمل ته وايي چي په سترگو وليدلي شي .

الرجين Allergin[سمول]

هر مواد چي په بدن کي Hypersensitivity او يا Hyposensitivity منځته راوري الرجين بلل کيږي. او يا يو ډول مواد دي چي د الرجي سبب کيږي. ځيني الرجي مکمل انتيجن دي او ځيني يي شحم ، پولي پيپتايد او يا د مايکرو ارگانيزم يوه برخه د نباتاتو شيره او د غذا يوه برخه الرجين گڼل شويده . همدارنگه فارم الديهايد ، ځيني معدني مالگي ، پنسيلين د ارجين وظيفه اجرا کوي چي په اصل کي د انتيجن خواص نه لري ويل کيږي چي الرجين د کوربه پروتين سره يوځاي کيږي او د يو مکمل انتيجن په حيث د Hypersensitivity سبب گرځي يعني هيپتين Haptin په ډول د الرجي باعث کيداي شي .

د الرجي ډولونه :[سمول]

الرجي په عمومي ډول په دوه ډوله دي . ١ – فوري الرجي Immediate type : ٢ – بطي الرجي Delayed type : اول – فوري الرجي : دا قسم الرجي فوراً د خو ثانيو يا دقيقو وروسته د الرجين د داخليدو څخه د يوه حساس شوي حيوان په بدن کي منځته راځي. دوهم – بطي الرجي Dellayed Hyper Sensitivity : داقسم حادثه ورو ورو منځته راځي چي ډيروخت نيسي په فوري ډول عکس العمل نه ښيئي. دا حساسيت عموماً د بکټريا،Fungi ، وايروسونه Helments ، ځيني فلزات لکه Nickle، ځيني مسموم کوونکي نباتات اونور شيانو په مقابل کي منځته راځي. د دي قسم حساسيت مهم مثال توبرکولين دي. همدارنگه ځيني رنگونه لکه Paraphenyle Diamene د ديليد ټايپ حساسيت توليدولو سبب گرځي.اصلاً دا رنگ د هيپتين خواص لري چي وروسته د حساسيت ورکولو خواص بطي کوي. بطي حساسيت ته د يوحساس سيروم پواسطه لکه نور حساسيتونه د يوغير حساس په وجود کي انتقال ورکولي نه شو. د دي قسم حساسيت سبب Lymphocyte تراوسه پوري گڼل شويدي. چي په راتلوونکي وخت کي د علمي څيړني څخه وروسته د دي قسم عکس العمل اصلي ميخانکيت به ښه واضح شي. بطي حساسيت نه يواځي په نسج (Tissue) کي ليدل کيږي بلکه په خپله حجره کي بي له ويني د حساسيت څخه هم حساسيت مشاهده کيداي شي.

Rickettsiae , Viruses and Pleuro Pneumonia[سمول]

« رکتسيا ، ويروسونه او پليورو نمونيا ډوله اجسام » په مايکرو بيولوژي کي د دي گروپونه موجود دي چي ځيني يي د بکتريا خواص لري هغه عبارت دي له رکتسيا ، ويروسونه او دپليورو نمونيا ډوله اجسامو څخه. مونږ پدي نږدي کلونو کي به مطالعه کړي وي چي لرونکي د مشخص خواصو دي. دغو خاصيتونه نه يواځي داچي دوي يي د بکترياو څخه بيل کړيدي بلکي د يو او بل څخه هم بيلوي. همدارنگه رکتسيا او ويروسونه په انسانانو کي د رنگارنگ ناروغيو د توليد سبب کيږي.