سیال په سیال (شبکه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پییر-ټو-پییر شبکه (Peer-to-Peer, P2P) په کوم کې چې تړل شوي نوډونه (کمپیوترونه) د مرکزي مدیریت سیسټم ته اړتیا پرته د یو بل سره ډاټا تبادله کوي.

سیال په سیال (په انګلیسي: peer-to-peer) د کمپیوټری شبکې د جوړښت یو نوم دی. په دې ډول شبکو کې د کمپیوټرونو تر منځ سرور نشته او ټول کمپیوټرونه په ګډه او معادله توګه یو د بل سره عمل کوی. دا کمپیوټرونه هم د اخستونکې او هم د ورکونکې سرور په توګه کار کوي، پدې معنی چې هر کمپیوټر کولی شي د بل کمپیوټر معلومات وکاروي یا بل کمپیوټر ته معلومات واستوي. د شبکې هیڅ کوم کمپیوټر د شبکې د کنټرول او تنظیم په غاړه نلري.

دا ډول شبکې ترټولو ساده او چټکې جوړیږي.

د سیال په سیال شبکې جوړولو لپاره لاندې وسایلو ته اړتیا ده:

  1. د شبکې کارت
  2. کیبلونه.
  3. یو معیاري RJ45 ساکټ چې د کیبلونو پر سرونو نښلي.
  4. حب کچیرې غواړئ له دوو څخه ډیر کمپیوټرونه سره ونښلوئ.
  5. مناسب سافټویر : د مثال په توګه یوازې د وینډوز عملیاتي سیسټم کافي نشې کیدلای.
  6. د کلاینټ او سرور حالت برعکس، پدې طریقه کې شخصي کمپیوټر کولی شي پرته له سرور سره وصل شي او معلومات تبادله کړي.

د هارډویر تر نصبولو وروسته یو ښه عامل سیسټم لکه وینډوز، لینکس او یا داسې نور.. کافي دی تر څو شبکه جوړه او ګټه ترې واخستل شی.